ورزش

بایرن مونیخ د ۷۰ میلیونه یورو په لګښت نوی لوبغاړی جذبوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د راپورونو پر بنسټ د وولفسبورګ شخصي لوبډله غواړي د اوږدې مودې لپاره بلژیکي لوبغاړی کوین دي بروین خپلې لوبډلې کې وساتي.

بایرن مونیخ هم غواړي دغه بلژیکي لوبغاړی له وولفسبورګ شخصي لوبډلې څخه د راتلوونکي فصل سیالیو لپاره وپیري.

کوین دي بروین ځوان لوبغاړی چې په اصل کې له بلژیک څخه دی توانیدلی د تیر فصل په سیالیو کې د ډیرو لوبډلو توجه جلب کړي چې په همدې اساس زیات شمیر شخصي لوبډلې غواړي دغه لوبغاړی جذب کړي.

کوین دي بروین د تیر فصل په سیالیو کې ۲۱ پاس ګول ورکولو سره بوندس لیګا په سیالیو کې نوی ریکاډ په خپل نوم ثبت کړ.

پاس ګل هغو پاسونو ته ویل کیږي چې یو لوبغاړی يي بل لوبغاړي ته د ګل وهلو په موخه ورکوي او د وهل شوي ګول کې ځانګړی رول لوبوي.

ویل کیږي چې د بایرن مونیخ لوبډلې جګپوړي مدیران د مارتین وینترکون چې فولکس واګن کمپنۍ جګپوړی مدیر دی سره د دغې لوبغاړی جذبولو لپاره کتلي.

وولفسبورګ شخصي لوبډلې د بایرن مونیخ دغه وړاندیز نه دی منلی او ویلي چې دغه لوبډله غواړي د اوږدې مودې لپاره خپل دغه ځوان لوبغاړی وساتي.

د کیکر په وینا د بایرن مونیخ شخصي لوبډله به راتلوونکي اوړي کې د دغې لوبغاړی جذبولو لپاره خپلې هلې ځلې ګړندي کړي.

کوین دي بروین تر ۲۰۱۹ز کال پورې د وولفسبروګ لوبډلې سره قرارداد امضاء کړی او کلاوس الوفس د وولفسبورګ لوبډلې فني مدیر ویلی چې کوین دي بروین له دغې لوبډلې سره خپل د قرارداد موده غځولی.

وولفسبرګ لوبډله غواړي د کوین دي بروین قرارداد تر ۲۰۲۰ز کال پورې وغځوي او د نوموړی معاش ۱۰ میلیونه یورو نور هم زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x