ټکنالوژي

دغه ربوټ دوه دقیقو کې خپله ځان بیرته جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د پیر او ماري کوري پوهنتون ساینسپوهانو داسې ربوټ معرفي کړی چې خپل بدن له لاسه ورکولو سره بیا هم زده کوي چې څنګه په لار لاړ شي.

دغه ربوټ له څارویو څخه په الهام اخیستو سره جوړ شوی. د ساینسپوهانو په وینا څاروې خپل د بدن یوې برخې له لاسه ورکولو وروسته بیا هم پوهیږي چې خپل روغ اندامونو څخه کار اخیستلو سره څنګه کولی شي حرکت وکړي.

ځینې وختونه څاروې په خاص اندام کې د درد، ناروغۍ او یا هم زخم له امله نه شي کولی له خپل ټاکل شوی اندام څخه استفاده وکړي خو بیا هم د بدن له نورو روغو برخو څخه ګټه پورته کولو سره بیا هم کولی شي حرکت وکړي.

ساینسپوهانو دغه شپږ پښې لروونکی ربوټ کې د حرکت کولو مختلفې لارې ثبتې کړي چې په مرسته يي دغه ربوټ خپل ځینې برخو له لاسه ورکولو سربیره بیا هم حرکت کوي.

کله چې د حرکت په مهال د حرکت کولو یوه طریقه ناکامه شي نو دغه ربوټ په اتومات ډول له بلې طریقې څخه استفاده کولو سره کوښښ کوي حرکت وکړي او ورسپارل شوې دنده ترسره کړي.

دغه ربوټ حتی خپل دواړو پښو له لاسه ورکولو سربیره بیا هم کولی شي په مستقیم ډول حرکت وکړي او د خپل خاوند له اوامرو اطاعت وکړي.

یوازې دوه دقیقو کې دغه ربوټ د حرکت ټولې لارې تجربه کولی شي او هر حرکت له ازمویلو وروسته تر ټولو غوره او چټکه طریقه خپلوي او په چټکي سره خپل اصلي حالت خپلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x