فوټبال: د افغانستان او بنګله دیش تر منځ لوبه مساوي شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د روسيي نړیوالو سیالیو څخه وړاندې د افغانستان دوهمه دوستانه لوبه د بنګله دیش په خلاف وه چې دغه لوبه ۱-۱ سره پای ته ورسیده.

لوبه له غرمې وروسته په داسې حال کې پیل شوه چې د لوبې ډګر د باران له امله د لوبې لپاره مساعد نه و. له لوبې وړاندې په بنګله دیش کې د سخت اورښت له امله په میدان کې اوبه ډنډې وې.

د لوبې په پیل کې د بنګله دیش لوبډلې په ګول وهلو بریالي شو او په دې ډول لوبه له پیل څخه د بنګله په ګټه روانه شوه. بنګله دیشي لوبغاړي د افغان ملي لوبغاړو له ډګر سره نابلدتیا څخه ګټه پورته کولو سره د لوبې په درییمه دقیقه په ګول وهلو بریالي شول.

د لوبې له لومړۍ ګول وروسته ملي لوبغاړو د لوبې تعرضي بڼه خپله کړه تر څو وکولی شي لوبه په خپل بریا او یا لږ تر لږه مساوي پای ته ورسوي.

د لوبې له لومړیو شیبو وروسته دواړو لوبډلو یو شمیر چانسونه له لاسه ورکړل او په ګول وهلو بریالي نه شول. ملي لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې په ګول وهلو بریالی نه شو او په دې ډول د لوبې لومړۍ نیمایي د بنګله دیش په ګټه پای ته ورسیده.

د لوبې دوهمه نیمايي کې هم دواړو لوبډلو د ګول وهلو هڅې کولې خو بیا هم په قانوني وخت کې هیڅ یوه لوبډله د ګول په وهلو بریالۍ نه شوه.

د ۹۰ دقیقو له پوره کیدو سره د لوبې دوهمه نیمايي هم پای ته ورسیده خو د لوبې لوبڅار څلور دقیقې اضافي وخت اعلان کړ.

ملي لوبغاړو په ورستۍ څلور دقیقو کې یو ځل بیا خپل ټول توان سره لوبه پیل کړه تر څو د لوبې په ورستۍ دقیقه یعنی ۹۴مه دقیقه کې عصمت شینواری چې تازه د لوبې ډګر ته داخل شوی و په ګول وهلو بریالی شو او دغه لوبه يي مساوي کړه.

له دې وړاندې ملي لوبډلې د لاوس په خلاف دوستانه لوبه وکړه چې دغې لوبې کې يي سیالې لوبډلې ته ۲-۰ سره ماتې ورکړه. له دغو لوبو څخه هدف په روسیه کې د ۲۰۱۸ز کال نړیوال جام ته د ملي لوبډلې برابرول دي.

د ملي لوبډلې مشر روزوونکی اسلاون اسکلیزچ له لوبې وروسته وویل:« دغه لوبې د یوې ازموینې په څیر دي تر څو وکولی شو د ملي لوبډلې لپاره یو نوی ستراتیژي جوړه او عملي کړو.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د