افغانستان

د دکتور مرسي د اعدام په اړه وروستۍ پریکړه تر ۱۵ ورځو پوري وځنډول شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د مصر په پلازمینه قاهره کې نن یو ځل بیا د مصر د لیري کړل شوي ولسمشر دکتور مرسي محاکمه وشول، چې په کښي د قاهرې د جنايي پيښو محکمې مشر قاضي خپله وروستی پریکړه د نور بحث لپاره د رواني میلادي میاشتي جون تر ۱۶ پوري وځنډول.

ددې تر مخه دغه محکمې د اعدام د پریکړي لپاره د اجازې اخیستلو په خاطر د مرسي او د اخوان المسلمین د ګوند د ځینو نورو مشرانو چې په هغو کې د اخوان المسلمین عمومي مشر محمد بدیع او وتلی عالم یوسف القرضاوي هم شامل وو، د مصر مفتي اعظم ته لیږلي وي، تر څو په دې اړه د هغه شرعي موقف ځانته معلوم کړي.

د نن په محکمه کې قاضي وویل چې نن د سې شنبې په ورځ باندي ده ته د مفتي له خوا مشوره رسیدلې، او د نور بحث او کتني لپاره وخت ته اړتیا شته، ځکه نو دی محکمه د رواني میاشتي تر ۱۶ پوري ځنډوي.
د مصر د اوسني قانون سره سم د اعدام په اړه پریکړي لومړی باید د مفتي له خوا وڅیړل شي، او د هغه نظر واخیستل شي، او بیا فیصله وشي، خو محکمه به د مفتي اعظم د نظر سره سم په پریکړي ملزمه نه وي.

په دکتور مرسي باندي تور دی چې نوموړی د حسني مبارک په خلاف د انقلاب په شپو کې د بندي خانې څخه تښتېدلی دی، بندي خانه یې ماته کړې، او نور بندیان یې له ځانه سره تښتولي دي، پر هغه دا هم تور دی چی نوموړي د فلسطیني ډلي حماس او لبناني شیعه ډلي حزب الله سره اړیکي لرلې، کومي چې د مصر د اوسني نظام په نظر تروریستي ډلي دي.

پر نوموړي دا هم تور دی چې د حسني مبارک په خلاف د انقلاب په شپو کې پر دولتي تعمیراتو برید کړی وو، او هغو ته یې د ضرر رسولو هڅه کړې وه.

بل خوا د اخوان المسلمین د مشر محمد بدیع په ګډون د نورو جګ پوړو مشرانو په خلاف دا تور دی چی دوی د بهرنیو استخباراتي کړیو سره اړیکي لرلي دي، او د هیواد سره په خیانت تورن دي، او ددغو استخباراتي کړۍ حزب الله او د حماس ډله ښودل شوي دي، ددوی شمېر چې ۱۶ تنو ته رسیږي، د اعدام د پریکړي لپاره یې ورقي د مفتي نظر اخیستلو لپاره لیږل شوي دي.

د نن په محکمه کې چې کله د اخوان المسلمین مشران او دکتور مرسي را څرګند شول، نو دواړه په جلا جلا پنجرو کې ولاړ وه، او دکتور مرسي خپلو نورو ملګرو سره د لاس په اشارو ستړي مشي وکړه، او بیا یې په ګډه په محکمه کې د عسکرو او د عسکرو د محکمې په خلاف نعرې وکړي، دوی ویل چې د عسکرو حکومت او د عسکرو محکمه دي ونړیږي، او شرعي حکومت ته دي واک اعاده شي.

باید وویل شي چې د مصري قانون سره سم د جنایاتو د محکمې څخه که د اعدام وروستی پریکړه صادره هم شي، بیا هم د مرسي او ملګرو له خوا یې په نورو محکمو کې استیناف کیدای شي.

هیره دي نه وي چې اوس هم د مصر په ځینو ښارونو او اطرافو کې د مرسي په ملاتړ لاریونونه کیږي، او د هغه د حکومت د بیا اعادې غوښتنه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

الله جل جلاله دی له اعدامه وژغوری ولاکه پوهیزم کوم دردوزارم په افغانستان دامریکایرغل وزارم که په برماکی دمسلمانانودنسل دختمیدوویروزارم په بیت المقدس داسرآئیلوقبضه وزارم که په مصرکی داخوان المسلمین دمشرانوپه اعدام وزارم له ماخواوس دزرازای ورک ده الله جل جلاله دی په مسلمانانورحم وکی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x