ټولنیزه برخه

خاین چاته وایي؟

لیکوال: زرخان احمدزی

له ډېره وخته زموږ د وطنوالو تر منځ دا کلمه تکراریږي، اما په حقیقي معنی يې هېڅوک هم سوچ نه کوي، چې دا چاته وایي او ولې ورته دا لقب ورکول شوی دی؟

د خاین کلمه یو ګروپ څخه مقابل ګروپ لوري ته استعمالیږي.

نو !

که یو با استعداده کس ته ووایې، چې تحصیل خو دې وکړ، نو اوس تاته یو مسؤلیت درپه غاړه شو، چې هغه د دین او وطن خدمت دی، نو کوشش وکړه چې خپل وطن ته خدمت وکړې او د خپل دین او وطن ساتنه وکړې نو لنډ ځواب به درکړي چي وبه یې کړو خو چي څوک د خاین ټاپه راباندې ونه لګوي.

خو داسې نه ده، تر څو چې ته خپل مسؤلیت په صحیح طریقې سره ادا کوې او داسي ځه نه کوې، چې هغه د اصولو خلاف وي هیڅوک هم درته خاین نشي ویلۍ

موږ او تاسې ګورو چې زموږ ډېر ملګري په مختلفو بخشونو کې وظیفې اجرأ کوي خو هیچا هم ورته خاین ونه ویلي. ځکه چي هغه خپل مسؤلیت په صحیح طریقي سره ادا کوي او ستاینه یې هم کوي.

زموږ د پښتنو تر منځ دا خبره ډیره عامه ده وایي (چي هوږه ونه خوري بوی دي له خولې نه ځي)  نو که چیرې داسې کار ونه وکړې، چې هغه ددې  وړ وي چی خاین درته وویل شي نو خامخا به درته ویل کېږي.

دغه لاندې کسان ددې وړ دي چی خاین ورته وویل شي.

۱:چې خپل اعمال د اسلامي اصولو خلاف کوي.

۲: چې په امانت کي خیانت کوي.

۳: چې خپل مسؤلیت په صحیح توګه نه ادا کوي.

۴: چې خپلې ملي ګټې د شخصي ګټو لپاره قرباني کوي.

۵: چې حق ورته معلوم وي او د باطل طرفداري کوي.

۶: چې څوک د اسلام او وطن لپاره سرونه قربانوي هغه غندي او چې د کفر تر شاه ولاړ وي، هغوی ستايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x