افغانستان

په غم لړي کندهار کی د غم سره بیا هم د کال په نوي روځ کی کندهاریان میلي ته تللی وه

Kandahar-nowroz-melaد کندهار ولایت د خاکریز په ولسوالي کی د شاه مقصود علیه رحمه په زیارت کی د ۱۳۹۱ کال په اوله ورځ په زرګونو کندهاریان غمونه شاته پرښودل او د پسرلي په رارسیدو سره د خپل خوشحالي د پاره د کال اوله ورځ میلي ته ووتل .

د خاکریز ولسوالي د شاه مقصود علیه رحمه په زیارت د زرکونو کندهاریانو په وړاندي د نوي کال بیرغ پورته سوو، او ورسته پر 12 بجی د کندهار ولایت د معریف په کمپ کی د ښاغلي د اداري مرستیال او سرپرس غمخوار د معریف د کمپ پرانستي وینا وکړه

او و کندهار یانو او د افغانستان ټولو اوسیدونکو ته یی  ۱۳۹۱ کال د خواشحالي او د سولي کال غوښتنه د الله ج د دربار څخه وکړه. او غمخور د زنګاباد د شهیدانو ته د جنت پردوس غوښته او زخمیانو د د عاجلي شفاآ غوښتنه او د کورني غړو ته د صبر جمیل غوښتنه وکړه.  او وسرته د کندهار ولایت د معریف ریاست تدریسی مرستیال محمد اعوض نظري هم په خپله وینا کی وویل چی افغانان نور د جنګ څخه ستړي سوي دي او جنګ نه غواړي او ټوله افغانان د تل پاته سولي غوښته لري . او نظري وویل چی ټوله افغانان باید خپل اولادنو د تعلم او تربي ته سوق کړي . ورسته د راغلو میلمنو لپاره د ټنګ ټکور پروګرام جوړ سوي وه او د پروګرام تر څنک یی د غرمي د ډوډي هم  تیاري هم نیولي وه .

او د شاه مقصود علیه رحمه په زیات کی امنتي چاروکو ډیره سپکه او بد لفظه رویه کول . د پولیسو د چلند څخه ټولو ملیوالو سرټکوي . د مشر او کشر فرق یی نه کوي . ټوله ته یی ښکنځل او سپکاوي کاوه . که څه هم د کندهار والي ، امنیت ملي او د ملي اودو سر تریري ډیر لیدل کیده . خو د امنیت ټول واک د پولیسو په تر لاس لاندي وه . د کندهار ولایت د ناحیه یی ۲ یوتن احمد وارث وویل . چی پولیسو وهلي دی او دده سپکاوي یی کړي . وارث وویل چی موږ په کال کی يوځل د پسرلي میلي ته راځو او ټوله کال په خپل دوکان کی خیاطي کوي . خو د کال دغه یوه میله هم په دغه رقم …………………………………..
وارث وویل چی ټول حکومتي او منیتي چارواکو ته په دي خاطر معاشات ورکول کیږي چی د عامو خلګو د امنیت او عزت خیال وستاتي . خو دوي برعکس کار کوي . معاش او وظیفه هم د عامو اوسیدو لپاره وکړل سوي ده او بی عزتي هم د عامو خلګو وي . او وارث غوښته وکړي . چی د کندهار والي او نور چارواکي په میله ځایونو کی بانظمه او په زبه پوه پولیس او نور امنتي چارواکي په کار وګوماري نو به هم د حکومت اوهم د عامو خلګو په ګټه وي

لیکونکي امین اصفي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x