افغانستان

د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د اتصالات د قران کریم د حسن تلاوت کلنۍ سیالۍ ته د غوره کولو لومړی پړاو د روان کال د مي میاشتې په ۲۸مه نیټه د هیواد په ۵ زونونو کې  پیل او د درې ورځو لپاره یې دوام وکړ. پدې پړاو کې ۵۰ تنه په کابل کې د کیدونکي سیالي په بل پړاو کې د ګډون لپاره وټاکل شول.

د قرآنکریم د حسن تلاوت سیالي هر کال د مبارکې روژې په رارسیدلو او له دغې مبارکې میاشتې څخه د لمانځنې په توګه او په ځوانانو کې د اسلامي ارزښتونو د دودلو له امله ترسره کیږي.

د افغانستان اتصالات د سوداګریزو چارو مشر یاسرابوالعمایم وویل، په ځوانانو کې د اسلامي فرهنګ دودول او په افغانستان کې د تعلیمي پروګرامونو څخه ملاتړ زمونږ د کاري لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړه، زمونږ موخه د موکو برابرول  او خلکو سره مرسته کول دي، ترڅو خپل هدف ته ورسیږي، مونږ د ټولنې د وګړو د ژوند کیفیت لوړولو ته ژمن یو، چې دا هر څه مونږ د پاملرنې، شریکولو او الهام ورکولو له لارې ترسره کوو.

ابوالعمایم له موکې څخه په ګټې اخیستنې ددې سیالۍ ټولو ګډونکوونکو ته د بریا او غوره سیالۍ د ترسره کولو هیله وکړه.

د غوره قاریانو د ټاکلو پروګرام په یو مهال د هیواد په ۵ زونونو کې پیل شو، چې له مخې به یې دوهم پړاو ته د لارې موندلو په صورت کې  ټاکل شوي قاریان په کابل کې سیالیو کې ګډون  کوي.

د ویلو وړ دی، د ۵۰ تنو ټاکل شوو قاریانو سیالي د روان کال د می په ۳۱مه نیټه د حج او اوقافو وزارت، د اتصالات او آریانا تلویزیون د لوړپوړو چارواکو پر وړاندې په کابل کې پیل شوې.

د سیالۍ کوونکو داوري د حفظ، تجوید او قرانکریم د حسن تلاوت د قانون (قاعدې) له مخې ترسره کیږي  او د سیالیو په پای کې پنځه غوره قاریانو ته تصدیق پاڼې او نغدې جایزې ورکول کیږي.

دا ځل د قرآن کریم د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي په افغانستان کې د اتصالات د فعالیت د اتم کال سره په ورته مهال کې پیل شوې. د اتصالات د قرانکریم د حسن تلاوت سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې  پیل شوې، او په ډیر لنډ مهال کې په ټول افغانستان کې یو ډیر لیدونکي پروګرام باندې بدل شو.

د اتصالات د قرآن پاک د حسن تلاوت په کلنۍ سیالۍ کې ډیر ځوانان د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ګډون کوي او ددې پروګرام له لارې غوره قاریان ټولنې ته پیژندل کیږي او پیژندل شوي دي. همدارنګه د تیر پړاو ګټونکي قاریانو وکولای شو، چې د عربو متحده اماراتو کې د قران کریم په نړیوالو سیالو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

د یادونې وړ دی، هغه کسان چې ددې پروګرام د کتلو لیوالتیا لري کولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې یې د آریانا تلویزیون په پرده وویني څخه وویني.

quran_musabiqa

—-

پورته متن د اتصالاتو د رسمي خبرپاڼي د متن یوه برخه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x