نظــر

په افغانستان کي د 14 تنو یرغلگرو ترکي فوځونو د مرګ ژوبلې په مناسبت

Turkish-soldiers-killed-in-helicopter-crash-in-Afghanistanمشهوره خبره ده چې تاریخ تکراریژي ولې هغه څه چې مونږ یې په ورځني ژوند کې د سر په سترګو ګورو زاړه او له یاده وتلي دودونه  او موډونه  په بیا بیا ډولونو سره نوي کیژي، وګړي له ښارونو څخه کلیو او باڼدو ته کډوال کیژي او له مصنوعي ژوند څخه خدایي طبیعت ته پناه وړي.
په دې لړ کې د اسلام دښمنان هم غواړي چې د اسلام په وړاندې خپل د ظلم او ستم کرغېړن تاریخ یو ځل بیا تکرار او تجدید کړي، چې دا دی یو ځل بیا یې د یاد هدف د لاسته راوړلو لپاره د ترکیې اسلامي هېواد ټاکلی دی

چې د دوی لپاره یې په اړه مقدماتي تحقیقاتو او مطالعې ته هم اړتیا نه لیدل کیژي ځکه چې نوموړی هېواد په خپله غېږ کې ډېر پخوا نه بلکه په 1922 میلادي کال کې د اتاترک په نوم خپل یوه نااهله او خاین بچي په لاس د اسلامي خلافت د نړولو شاهد وو چې په ترځ کې یې مسلمانان ټوټې ټوټې او وپاشل شول، د اسلام دښمنان دا دی یو ځل بیا د ښاغلي ترکي رجب طیب اردوغان پر سر د رحم لاس راکاږلی تر څو هم د دوی له وجود څخه د اسلام په جامه او د اسلامي وحدت د غولوونکي شعار تر نامه لاندې خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوي.
ښاغلی رجب طیب اردوغان هم په بې خبری یا پوهه خو په بشپړ غفلت کې د اسلام دښمنانو ودې مکرجنې داعیې ته په لبیک ویلو سره په داسې ډرامه یی لوبه لاس پورې کړ چې د سیمې د مسلمانانو سوې هیلې یې د اسلامي خلافت د بیا  ژوندي کولو په موخه په ویښېدو کړې او خپل ځایګی یې د مسلمانانو د امیر په توګه په خوب ولیده.

د اردوغان تر ټولو لومړی او په خپل ډول کې نوی اقدام دا وو چې د اسراییلو د برنامو په وړاندې یې په ډرامه یي بڼه په مخالفت لاس پورې کړ، وده یې ورکړه او د غزې په لوري یې د سفر تکل وکړ خو دا یو ټکی یې هېر کړی وو  چې یاده ډرامه باید د انګریزي او غربي لوبغاړو د خوښې او اشارو سره سم د ترکیې له پولو څخه تجاوز نه وای کړی ځکه خو په لږ ځنډ  د اردوغان یاد  ډرامه یي مخالفت د حریت په نوم یوه کښتۍ کې راټول او خوندي شو.

مسلمانان په عامه توګه د فلسطین د لانجې او که یې په روښانه ټکو کې ووایو د غزې د لانجې په اړه د اردوغان په اقداماتو نیت نه بدوي خو دا هیله او تمه ترې خامخا  لري چې د غفلت له درانه خوب څخه راپورته شي او نوموړې ډرامه یي لوبه تر څېړنې او غور لاندې ونیسي او خپل ځایګی او رول د پاشلي اسلامي امت او نړیوالو په وړاندې په خلاصو سترګو سره وویني تر څو وروسته بیا ددې جوګه شي چې د اسلامي خلافت یا د محکومو مسلمانانو د امارت په اړه خوبونه وویني.

ښاغلي رجب طیب اردوغان ته پکار دا وه چې له رسنیزو تبلیغاتو او سیاسي هیاهوی پرته یې لومړی په استانبول او عنقره ښارونو کې د اسراییلو سفارت او کونسلګرئ تړلې وای او د اشغالګرو اسراییلو  سره یې هر ډول اړیکو ته د پای ټکی ایښی وای، په دوهم قدم کې یې د صهیونستي رژیم د په رسمیت پېژندلو سند  باطل او ګند ته غورځولای وای او په دریم قدم کې یې خپل سفارت په تل ابیب کې د تل لپاره تړلی او خپل سفیر یې بېرته راغوښتی وای او په څلورم قدم کې یې بېرته راګرزېدونکې  کښتی ته اور اچولی وای، ولې د بې وسه او مسکین اردوغان په تر لاس لاندې ډرامه کې د ډرامې لیکونکو او چلوونکو په قصد او عمد سره یاد او اړین اقدامات د ډرامې له صحنې څخه غورځولي وو تر څو وکولای شي یاده ډرامه حقیقت ته نږدې او د دوی په زیان کې واقع نشي.

لدې ټولو سره سره اردوغان باید پدې سوچ کړی وای چې ولې د غزې په اړه غږ پورته کوي؟ ایا پدې خاطر چې هلته عرب وګړي ژوند کوي؟ او یا هم پدې خاطر چې هلته د صهیونیت پر ضد جهاد روان دی؟ او یا دا چې هلته ددوی د مسلمان ورور او مسلمانې خور پت او عزت تر پښو لاندې کیژي؟ او یا دا چې هلته د شهیدانو میندې، کونډې او یتیمان له ټولو لومړنیو حقوقو څخه بې برخې او د خوراک او څښاک اجازه نلري؟؟

ښاغلي رجب طیب اردوغان ته خو پکار دا وه چې لومړی یې په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړی وای او له ځانه یې پوښتلي وای چې ولې د مومنانو د امارت خوب ویني په داسې حال کې چې ددوی 1700 تنه یرغلګر سرتیري د صلیبي یرغل تر جنډه لاندې د خپلو افغان مسلمانو وروڼو د ځپلو او وژلو پخاطر اسلامي هېواد افغانستان ته استول شوي دي، تر ټولو بده یې هم دا چې د اسلامي خلافت نوموړې زانګو د 2008 نه تر 2009 کال پورې په اشغال شوي افغانستان کې د صلیبیانو قومانده په لاس کې اخیستې وه او هڅه یې وکړه چې د صلیب باطله جنډه د افغان باتورو مجاهدینو تر پښو لاندې ذلیله او پایمال نشي.

طیب اردوغان د تمې خلاف ددې پر ځای چې د مسلمانانو پر حال زړه سوی وای  او یا یې هم د صلیبیانو په ملاتړ کې خپل رول درک کړی وای، د 2010 میلادي کال د نوامبر په 7مه نېټه یې د الشرق الاوسط په حواله د یوه اعلان په ترځ کې هوډ څرګند کړ چې د ناټو د یرغلګرو فوځونو په ملاتړ او په اسلامي هېواد افغانستان کې د دوی د یرغلیز پرمختګ په موخه به نوي فوځي کنډکونه ولیژي چې په پایله کې د اردوغان د اسلامي خلافت!! د فوځونو شمېر زمونږ د دین او هېواد پر ضد روانه یرغلیزه جګړه کې له 2000 تنو څخه هم پورته شو.

طیب اردوغان د نوو کنډکونو د لېږد په یاد  اسلامي ضد عمل بسنه ونکړه بلکه د 2010 میلادي کال د اپریل د 17 نیټې د خبر له مخې یې په داوطلبانه ډول په افغانستان کې د جرمني هېواد اړوند یرغلګرو فوځونو ژوبل او معیوب فوځیان پرته لدې چې جرمني هېواد ترې غوښتنه وکړي، ترکیې ته انتقال او تداوي کړل، چې د جرمني هېواد د دفاع وزیر کارل-تیودورسوګتن د ترکیې هېواد له ورته او ورورګلوی نه ډک اقدام ستاینه او قدرداني وکړه.

طیب اردوغان باید وپوهیژي چې په غزه کې د ورځې د معمول په توګه یو یا په لسګونو مسلمانان د صهیونستانو په ګولیو نه ویشتل کیژي او نه هم د مسلمانانو په عفت ورځنی تجاوز کیژي خو که د غزې د یوې میاشتې مظالمو، وژنو او وحشتونو شمېرې د افغانستان د یوې ورځې هغو سره پرتله کړو چې اردوغان یې پخپله غړی او فعال برخه وال دی، په اسانی سره به درک کړو  چې د ناټو وحشت او حیوانیت د کافرو هغو صهیونستانو له وحشت څخه څو څو ځله ډېر او وحشتناک دی چې اردوغان یې په وړاندې د ایستادګی ډرامه یي تکل کړی دی.
پس اسلامي امت ته په تېره بیا د ترکیې مسلمان وولس ته پکار دي چې د کفري استعمار د چل او تزویر له دامونو څخه ځانونه وباسي او په دې  ټکي ځانونه  ښه وپوهوي چې دوهم  اتاترک د بڼې او څېرې په بدلون سره د مومنانو امیر نشي جوړېدای نو هڅه دې وکړي تر څو د دښمنانو دسیسې په خپل وخت درک او د خنثی کولو په جهت کې یې لاس په کار شي.

لدې ټولو علاوه هغه څه چې د ترکیې هېواد یې په خاصه توګه د افغانانو په ذهنونو کې په وحشي او دښمنانه بڼې سره انځور کړې دی، له وحشي، جنایتکاره، قاتل او خاین دوستم څخه د ترکیې د دولت بربنډ او ښکاره ملاتړ دی چې د افغانانو له محاسبې څخه یې څو څو ځله ژغورلی دی او وخت ناوخت یې پناه ورکړې ده،  چې ورته ګام نه تنها چې د افغانانو سره د اردوغان او ترکیې هېواد دښمنانه نیتونه ثابتوي ، بلکه په نړیواله کچه د جنګي جنایتکارانو په ملاتړ کې د دوی ککړتیا ښیي.

همدارنګه د ترکیې مسلمان ملت ته د یادولو وړ ده چې د افغانستان په تېر لس کلن اشغال کې چې تر اوسه پورې د دوی د یرغلګرو فوځونو له جملې څخه کم تر کمه  14 تنو فوځیانو د صلیب په لار کې خپل سرونه خوړلي دي نو که د صلیبیانو د غلامی کړی د دوی د حکومت او چارواکو په غاړو کې همداسې دوام وکړي نو د خپلو نورو ترکي بچیانو څخه د مالامال او ډکو تابوتونو انتظار دې هم خامخا کوي.

موفق افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x