نظــر

د پښتو د ورځې د نمانځلو په مناسبت!

لیکوال: زرخان احمدزی

څنګه چې زموږ د ادیبانو ملګرو له خوا تېره ورځ د پښتو ورځ ونمانځل شوه او دې ورځې  ته یې د پښتو د ورځې نوم ورکړ، که څه هم دا په یوه ورځ کې ډیره ګرانه ده، ځکه چي موږ او تاسې ګورو چې نن سبا د پښتنو حالت په څه ډول دی؟ څه پرې تیریږی او څه به وروسته کیږي، چی دا ټول په میاشتو میاشتو وخت غواړي خو بیا هم (مشت نمونه خروار ) په دي به اکتفاء وکړو دا چي زه هم پښتون یم نو زه هم دا حق لرم چي خپله رایه تاسو سره شریکه کړم. هغه دا چې موږ او تاسې ګورو دلته په پاکستان کې نظام ډیموکراسي ده، نو ددې خلکو شعار دا دی چې (ډیموکراسي د اسلام د اصولو مطابق) په دې معنی که چیرته یوڅه د اسلام د قوانینو سره په ټکر کې وي ، نو اولیت حق اسلام ته ورکول پکار دي، خو دا چي عملي بڼه یی څنګه ده دا بیله موضوع ده، نو زه دا وایم چې زموږ په پښتنو کې هم څه داسې رواجونه دي چی هغه د اسلام سره په ټکر کې دي، نو هڅه باید وکړو چې اوس خو مو د پښتنو بلکې د ټولو مسلمانانو خدمت خپله وجیبه ده نو چې د ددې رواجونو مشروعیت او نه مشروعیت د خلکو معلوم کړو تر څو د اسلام د قوانینو مطابق زندګي تیره کړو.

لکه د واده په مناسبت ځینې داسې رواجونه دي چې ډیر خلک یې د پوره کولو توان نه لري نو د همدې وجې څخه خپل واده ځنډوي که څه هم په اسلام کي د مهر اندازه ډیره کمه ټاکل شوې ده تر څو هر ځوان وکولی شي چی واده ته زړه ښه کړي او واده وکړي.

او بل دا چي ښځو ته د میراث حق چی اکثره زموږ په قبیلو کې نه ورکول کیږي که څوک وایي، چی موږ یې ورکوو نو هغه قاعدة ده چي(الحكم للأكثر و للأكثر حكم الكل) نو اکثریت یې نه ورکوي.

او بله خبر دا چي موږ او تاسې باید د پښتو د پاره په کال کي په یوه ورځ باندې اکتفاء ونه کړو الحمدلله ادیبان ښه زیات لرو خو بیا هم چی هر یو مصروفیات هم لري باید په دوو اوونیو کې یوه ورځ ورته وټاکو تر څو په دي ورځ کې د پښتنو په هر ډول مشکلاتو خبرې وکړو او هغو ته د حل لارې چارې ولټوو تر څو ټول وطنوال یو د بل په مشکلاتو خبر شي او د حل کولو کوشش یې وکړي.

په آخر کې د ګران ورور : نظرمحمد مطمئن او خوشال دراني څخه مننه کوم چی داسې یوه غونډه کې یې ګډون وکړ او خپل آند يې له ګډونوالو سره شریک کړ.

(د یو آزاد او سوکاله افغانستان په هیله)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x