ورزش

د فيفا رييس سيپ بلاټر له خپلې دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د فيفا رييس سيپ بلاټر د اداري فساد او درغلۍ د تورونو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.

۷۹ کلن سيپ بلاټر تېره اونۍ د پنځم ځل لپاره د فيفا رييس وټاکل شو، مګر تېره شپه يې د در5D8لۍ د تورونو له امله له خپلې دندې د استعفا اعلان ورکړه.

امريکايي رسنۍ وايي، چې د فدرالي تحقيقاتو اداره «ايف بي ای» له ښاغلي بلاټر څخه څېړنې پيل کړي دي.

تېره اونۍ د سويټزر لينډ پوليسو د ايف بي ای په غوښتنه د فيفا اووه لوړپوړي غړي نيولي وو.

د فيفا پر چارواکو تور دی، چې له سوداګرو په چل او فريب پیسې اخلي، په ناقانونه او تورو دندو کې بوخت دي او ۱۹۹۱ء کال راهيسې يې ميلياردونو ډالر په نا جايزه توګه ګټلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د اروپا د فوټبال اتحاديې «يويفا» د تېرې اونۍ له ټاکنو وړاندې له ښاغلي بلاټر غوښتي و، چې له ټاکنيزې سيالۍ تېر شي او له خپلې دندې استعفا ورکړي.

تېره چهار شنبه ايف بي ای امريکا کې د فيفا څوارلس غړي نيولي وو او په سبا يې د سويټزرلينډ پوليسو هم د ايف بي ای په غوښتنه زيورخ ښار کې له يو هوټله د فيفا اووه نور غړي ونيول.

ويل کيږي، چې د سيپ بلاټر ځای ناستی به د ۲۰۱۵ډيسمبر او ۲۰۱۶ مارچ تر منځ وټاکل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x