نظــر

اردوغان ولې اتل دی؟

ذاکر جلالي 

رجب طیب اردوغان د ترکیې ولسمشر دی، چې د یو لړ سیاستونو له امله په دې وروستیو کې په اسلامي نړۍ کې د یوه اتل په توګه راپورته شوی. اردوغان یوې ډېرې نادارې کورنۍ کې لوی شوی. ماشومتوب کې یې د استامبول کوڅو کې ډوډۍ او لیمو خرڅول.

رجب طیب اردوغان په ۲۰۰۳م کال کې واک ته ورسېد، د ده له واک ته رسېدو سره ترکیه کې پاموړ اقتصادي پرمختګونه شوي دي. د اردوغان د واکمنۍ پر مهال ترکیه د نړۍ اوولسم اقتصادي ځواک ګڼل شوی. ۲۰۰۲م کې د ترکیې کورني ناخالصه تولیدات ۲۳۲ملیارده ډالر و؛ خو په ۲۰۱۳ کې یې کچه ۸۲۰ملیاردو ته ورسېده. نړیوال بانک د دې پرمختګ پخلی کوي.

واک ته د اردوغان له رسېدو راهیسې د ترکیې اقتصاد هر کال پنځه سلنه وده کړې ده. د ترکیې سړي سر په ۲۰۰۲ کې ۳۴۹۰ډالره وو؛ خو د اردوغان له لس کلنې واکمنۍ وروسته ۱۰۷۸۰ډالرو ته رسېدلی.

تېر کال مۍ کې اردوغان وتوانېد چې په لومړي ځل ترکیه له پورونو پاکه کړې. له قرضونو د ترکیې پاکول د اردوغان ټیم لپاره ستره اقتصادي لاسته‌راوړنه وبلل شوه.

د دغو پرمختګونو په پایله کې بهرنۍ پانګونه هم زیاته شوې ده. په ۲۰۰۲ کې ۱۱۳میلیارده ډالر پانګونه شوې وه؛ خو تېر کال د بهرنۍ پانګونې کچه ۱۲۹میلیاردو ته رسېدلې وه.

فعاله دیپلوماسي

له اقتصادي کم سارې ودې سره-سره ترکیې د داوود اغلو په شتون کې فعاله دیپلوماسې ساتلې ده. اغلو اوس د ترکیې لومړی وزیر دی. دی کلونه د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر و. اغلو د نوې ترکیې د بهرني سیاست معمار ګڼل کېږي. داوود اغلو د مسلک په لحاظ د استانبول په مرمره پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر وو. په سیمه ییز سیاست یې ډېرې څېړنې خپرې شوې دي.

د اغلو د بهرني سیاست بنسټ ډبره «له ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې صفر ته رسول» دي. اغلو پر دې باور و، چې د ترکیې له دودیزو سیالانو سره هم ښايي د تفاهم او دوه اړخیزې همکارۍ له لارې نژدې شي. د اردوغان د واکمنۍ پر مهال د ترکیې د اقتصادي ودې په نتیجه کې له منځني ختیځ سره د سوداګرۍ کچه له ۳،۹میلیارده ډالرو څخه ۲۳،۶میلیاردو ډالرو ته لوړه شوه.

اغلو په خپلو پخوانیو څېړنو کې دې نتیجې ته رسېدلی و چې ترکیه باید له غرب سره د نژدې کېدو پر ځای د اسلامي نړۍ مشري خپله کړي. د اغلو له نظره عربي ملي ګرا او شاهي حکومتونه د مشروعیت د نشتون له امله له ماتې سره مخ کېدونکي دي. داوود اغلو هغه مهال وړاندوینه کړې وه چې د دغو حکومتونو طبیعي ځایناستي اخوان المسلمون پورې اړوند خوځښتونه دي.

اردوغان ولې اتل دی؟

د اردوغان د بریاوو یادونه پورته وشوه. یوه پورَوړې ترکیه یې د دې وړ کړه چې نورو ته پورونه ورکړي. د خپل هېواد سیاست یې پر داسې محور راوګرځاوه، چې له خپل تاریخ سره یې پیوند کړ. کنه د مصطفی کمال سیکولرو لاریویانو ترکیه له خپل تاریخ او ویاړونو بېخې شلولې وه. اردوغان او بیا د ده په ټیم کې داوود اغلو د دې سیاست د بریا په رمز ښه پوه و. دوی پوهېدل، چې اسلامي نړۍ کې ولسونو شاوخوا یوه پېړۍ د سیکولرانو نادودې زغملي، بیا یې نه زامويي، ولسونه له دې ناشنا سیاستونو نور ستړي دي. په ټوله کې، بلا اقتصادي لاسته‌راوړنې چې کله له فعالې دیپلوماسۍ سره ملې شوې، ترکیه یې د سیمې په کچه پر یوه مهم ځواک بدله کړه. داسې ځواک چې په سیمه‌ییزو مسئلو کې، ان تر افغانستانه یې له رول څخه سترګې نه شې پټېدای.

له پورته دوو لاملونه سره-سره، بل هغه عامل چې په اسلامي نړۍ کې اردوغان پر یوه اتل او ترکیې په اسلامي نړۍ کې د مشر ورور پر رول کېنولې ده، د مسلمانانو اړوند پېښو کې د اردوغان د حکومت سیاستونه وو. په افغانستان پسې په تېره یوه لسیزه کې ډېرو هېوادونو د مرستو سندونه ثبت کړي؛ خو د ترکانو د کار کیفیت تر نورو جلا دی. د افغانستان په تړاو د ترکیې سیاست تر ډېره ښه دی. همداسې په ۱۳۹۰ کال کې په سومالیه کې د روژې میاشتې قحطۍ پر مهال ترکیې د سومال له مسلمانانو سره د مرستې په موخه نړیوال کانفرانس راوباله او مرستې یې ورواستولې. اردوغان په خپله سومالیې ته سفر وکړ او د دغو مرستو د لېږد بهیر څارنه یې کوله. په یادې قحطۍ کې ترکیې له سومالیې سره تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې وکړې. همداراز د اسراییلي ترهګریزو کړنو پر ضد د حماس له مقاومت څخه د ترکیې دفاع هم په اسلامي نړۍ کې دې هېواد ته د رهبرۍ مقام وربښلی. د لومړي ځل لپاره ترکیې په ۲۰۱۰م کال کې د اسراییلو ترهګرو له خوا د غزې د کلابندۍ ماتولو په موخه د «ازادۍ کاروان» په نامه د بشري مرستو لېږلو نوښت وکړ. په دې کاروان کې شپږ بېړۍ وې چې له اووه دېرشو هېوادونو اتباع په کې شامل وو. اسراییلي ترهګرو د بشري مرستو د لېږد پر دې کاروان برید وکړ چې دې وحشي عمل سره یې د نړۍ د بشردوستو هېوادونو غبرګونونه راوپارول.

افغان ځوانان؛ الګو پسې لالهانده نسل

له څه مودې راهیسې، د نورې اسلامي نړۍ په څېر، په افغانانو کې هم له اردوغان سره مینه مخ په زیاتېدو ده. د ترکیې د دې بریالي لیډر کامیابو سیاستونو او ورسره د اسلامي نړۍ په پېښو ننګه هغه څه دي، چې د دې میلان په زیاتېدو کې مهم رول لري. تر هر څه مخکې رجب طیب اردوغان یو کامیاب رهبر دی، لکه د روسيې پوټین، لکه د مالیزیا مهاتیر محمد، یا که د مصر محمد مرسي پاتې وای، ده هم د خپل هېواد لپاره ښې ارادې لرلې او د داسې نورو په څېر. پوټین ځکه کامیاب بولم، چې د پخواني شوروي اتحاد له دړې وړې کېدو وروسته یې پاشلې روسیه سره راټوله کړه او بیا یې له امریکا سره د ټکر جوګه کړه. دا د پوټین سیاستونه وو، چې ځینې څېړونکي یې دې ته اړوېستل چې ووایي سړه جګړه لا هم ختمه نه ده.

له هر څه وړاندې د یو شمېر روشنفکرو افغان ځوانانو ترمنځ له اردوغان سره د مینې لامل د ده بریالی لیډرشیپ دی. هسې خو اسلامي نړۍ کې ډېر هېوادونه او مشران دي؛ دلته خبره د اردوغان د کامیابې رهبرۍ ده. افغانان چې د داوود خان له شهادت وروسته په ملي کچه یوه الګو لیډر پسې سرګردانه دي، دا مینه یې د ترکیې په دې مسلمان مشر ماته کړې. که د داوود خان پر سیاسي ژوند کره کتنه وکړو، ډېرې تېروتنې يې کړي دي؛ خو چون موږ داسې ډېر الګو رهبران نه لرو؛ ځکه ښايي داوود تر اوسه، ۳۶ کاله وروسته هم د یوه کرازماتیک رهبر په توګه ژوندی دی. اوس چې افغان ځوانان له یوې خوا د اردوغان کامیاب سیاستونه ویني، په اسلامي نړۍ کې په ده کې د امت د مشرۍ یو څه وړتیا ویني، د امت د ستونزو په تړاو د ده ننګې ته متوجې کېږي، طبیعي ده چې مینه یې ورسره پیدا کېږي.

د اردوغان په تړاو مې د افغان ځوانانو مینې ته هغه مهال ورپام شول، چې څو تنو هسې په هسې له دې الګوګيرۍ سره مخالفت کړی و. ځینو افغان ځوانانو کې یو بد عادت دا دی، چې که څوک د دوی د طبعې خلاف ځان ته څوک الګو نیسي، بیا نو خوشې نیوکو ته اړم وي. اردوغان هم سیاستوال دی، له بریاوو سره کمزورۍ هم طبیعي ده چې لري. مجبوریتونه هم لري، ځینې ستونزې به هم لري، دا خو په دې معنا نه شوه چې چورلټ پرې د بطلان کرښه راکاږل شي او یو مخیز رد شي. دا خو نه د انصاف تقاضا ده او نه هم د عقل غوښتنه.

وروستۍ خبره

مخکې يې هم یاده وشوه، اردوغان سیاستوال دی، د یوه هېواد مشر دی، د یوه ملت رهبر دی، خپلو خلکو ته مسوولیت او خپل لومړیتوبونه لري. تر بل هر چا یې دا مسوولیت مهم دی. ښايي د نورو په زړونو کې يې هم د مینې یو عامل همدا وي چې خپل خلک یې له قرضونو خلاص کړل. ترکان د اسلامي امت زامن دي، په بریاوو یې ټول خوشالېږو، په غم یې غمجن یو. دا هم د نوي بشري احساس غوښتنه ده او هم د اسلام امر. مسلمان د مسلمان په در دردېږي او په خوښۍ يې خوشالېږي. اردوغان چا پیغمبرۍ ته نه دی رسولی او نه یې هم له خطاوو پاک ګڼلی. که څوک نيلسن منډېلا خپل ایډیال بولي، څوک پاچا خان، څوک ګاندي؛ نورو ته هم اجازه ورکړئ چې حق لري اردوغان، مرسي او یا هم مهاتیر ځانونو ته الګو ونیسي. په دې بې قیضې ډیموکراسۍ کې چې موږ د اردوغان د ستاینې حق نه لرو او نورو د خره نمانځغونډه رابللې وي دا نو کوم انصاف دی!
چې خبره راټوله کړم، دا هوايي نیوکې او بې ځایه لانجې د چا له زړه د اردوغان مینه نه شي لرې کولای. افغانان بیا ضدي خلک هم دي، که یې نور خوښ نه وي، ښايي د یوه ضد لپاره یې مینه وپالي. راځئ، د یوه متمدن ملت په توګه د یوه او بل نظر ته درناوی ولرو، هر څوک بویه رایه و نظر یې. زه چې ستا پر الګو نیوکه نه کوم، ښايي اردوغان هم دومره بد نه وي چې ته یې لږ راسره وزغمې.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

زه خو په دی اند یم هر کله چی کمپیوتر چلان کړم اول نن ټکی اسیا صفحه خلاص وم ګورم چی د مرسی یا رجب طیب اردوغان باره کښی کوم مطالب شته او کنه که وی ډیر می خوښیګی او حتما یی مطالعه کوم . نن په نړی که یواځی د مسلمانانو مشهور خواخوګی اردوغان دی

خلیل

جلالی صاحب په قلم مو برکت سه همیشه خوشحاله او سر لوړی اوسی!

abdul wasi

سلام
ستاله لیکنی ډیره مننه زمونږنمایندګی دی په ښه ډول کړی بیاهم درڅخه مننه کوو

وسلام

ابوزبير

نن ورځ دافغانانو ډيره مينه د اردوګان سره د برما مظلومو مسلمانانو چې د بودیانو لخوا ورسره کوم ظلم کيږي اردوګان وه چې د مرستي لاس وراوږد کړ ځکه افغانان ورسره ډيره مينه لري

حامد

څه خه وایی چه هر فرعون لره یو موسی شته،
نو زما په اند رجب طیب اردوغان کفری نړی ته یو موسی دی.

ف-ا

دوا دی سه ملګری. کاش زموژ مشران هم په باطن کی د ضاهر غوندی سپین وای

محمد یوسف صافی

محترم جلالی صاحب

ډیره مننه د دی ښایسته مطلب د شریکولو سره بلی اردوغان او مرسی داسی اشکاری څیری دی چی د څو کڅو په بی ځایه تنقیدونو نه پټیږی او د مسلمانانو منځ کی به همداسی ځای ولری او خلک به دعاګو یی….

شاه ولیکوټي

د اردوغان او مرسي دمځکي او اسمان فرق سته ، ځکه چې ددوی مقابله دیو ظالم او غلام پوځ سره ، ار دوغان خپله مقابله تقریبا په یوازي سر وګټل ، ځکه د اردوغان د ګوند سیاسي بلوغ په هغه اندازه نه ؤ لکه داخوان المسلمین دګوند ، او مرسي خپله ګټل سوی مبارزه دسیسي په ظاهري غوړمالۍ وبایلل ، دکامیابه او ناکامه انسان دمځکي فرق دی .

غوربندی

په افغانستان کی د جنایتکار دوستم د واک او وجود تر شا د اردوغان مستقیم لاس دی.

د ناتو په چوکات کی د اشغالگرانو مرسته، او فرهنگی يرغل کی د ترکیي فاحش او مبتذل سريالونه د اردوغان په تندی تور داغ او لوي عار دی.

هو، لکه جلالی صيب چی ليکلي د ترکانو او ترکيي لپاره شاید بهترین رهبر ئی چی دا نقطه بیا زمونز افغانانو له حال سره داسي هیس مناسبت نه شی جورولاي چی مونز یی خپل الگو وتاکو مگر دا چی پرديپال فرهنگ مو د شخصیت برخه يي.

غ.حضرت

سلامونه
اردوغان د غرب د استعمار یوه مرموزه کړۍ ده چه په منطقه کی استعماری پلانونه پلی کوی. د سورئې د حکومت د مخالفو تروریستانو حمایه او یهودی رژیم ته خدمت د اردوغان او د هغه د حکومت اهداف دی، سکولاریزم په هر ځای او هر وخت کی د غندلو وړ ندی. که په ترکیه کی سکولار حکومت فعّال وای نن به د عراق او سورئې مظلوم خلک دومره نه وای ځپل شوی .

احمد

اسلام علیکم محترم جلالی صاحب زہ ستا لیک سرہ ڈیرہ مینہ لرم اللہ رب العزت دہ تا فہ خفل حفظ و امان کے وہ ساتی اور بلہ خبرہ دادہ فہ نن نڑائی کے چی زہ نظر کم مالہ فہ نظر رجب طیب اردگان فہ مقابل بل د اسے لیڈر نہ رازی اللہ رب العزت دہ د حق ملگرائی سی او وە حق تہ دہ اللہ حمیشہ کامیابی ورکوی

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x