د نن سرلیکنه

ګډ حکومت د یولک وژل شویو افغانانو د وینو محصول

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د هغې سرشمیرنې له مخې چې د امريكا د براون په پوهنتون کې د نړیوالو چارو لپاره د واتسون موسسې له خوا تر سره شوې دا څرګنده شوې چې په ۲۰۰۱م کال كې پر افغانستان له امریکايي یرغل وروسته تر اوسه پوري د بهرنیو ځواکونو په بریدونو او بمباري کې سل زره افغانان وژل شوي او۱۶۲نور یې ژوبل شوي دي.

البته دا سروي له افغانستان څخه ډیره لیري د عادي تخمیناتو په اساس برابره شوې چې د افغانستان په داخل کې له واقعي ارقامو سره هیڅ اړخ نه لګوي ؛ ځکه که پر افغانستان د امریکایانو ۱۴ کلن اشغال د پخوانیو شورویانو له لس کلن اشغال سره پرتله شي نو د دواړو یرغلونو ترمنځ د وخت په لحاظ د قربانیانو اندازه بلکل د مقایسې وړ نه ښکاري .

د امریکایانو د روان اشغال وحشت او قساوت ته چې وکتل شي تر پخوانیو شورویانو یې د وحشت پله ډیره درنه خیژي؛ ځکه کوم جنایات چې د افغانانو په خلاف امریکایانو کړي او خپله یې ورباندې اعتراف کړي د شوروي اشغال په مهال د هغو بیلګه نشي لیدل کیدای.

د مظلومو افغانانو د کړولو لپاره د ګونتنامو زندان د امریکايي وحشت یوه هغه ښکاره بیلګه ده چې د بشري حقونو د دفاع ټولنې اوخپله په ملګرو ملتونو کې د انساني حقونو د ساتنې کمیټه یې د ټولو انساني حقونو خلاف او د بندیانو په اړه د ژنیوا کنوانسیون له مقرراتو څخه ښکاره سر غړونه بولي.

یواځې ګونتنامو نه ، بلکې بګرام او د افغانستان په دننه په هره امریکايي پوځي اډه کې د دوی سري زندانونه د ولسي افغانانو د کړولو او ځورولو هغه وحشت ځایونه دي چې تراوسه پوري نه سره صلیب او نه بلې د بشرې حقونو مدافعې ډلې ته له دغو زندانونو څخه د لیدو اجازه ورکړل شوې.

له زندانونو پرته یرغلګرو امریکایانو د افغانانو پرخلاف داسې کړنې ترسره کړې چې شورویانو ته په وحشت کې برائت وربښي ، امریکايي وحشتګرو په وژل شویو ولسي انسانانو اورونه بل کړل ، د هغوی په جسدونو يي بولې وکړي ، د هغوی قطع کړي غړي یې له ځان سره دیاد ګار په توګه وساتل او د هغوی په جمجمو (ککریو) یې د پټ بال او ولیبال لوبې وکړي.

له دې پرته په جنوب لویدیځو ، جنوب او ختیځو ولایتونو کې د افغانانو د ویر او خوښیو پر مراسمو بمباري وي وکړې چې د دغو وحشیانه بمباریو اکثریت قربانیان یې ښځې او ماشومان ول .

د ۲۰۱۲کال د کندهار د زنګاوات خونړۍ فاجعه ، د ۲۰۰۹ کال د فراه د بالا بلوک ولسوالۍ دسته جمعې وژنه ، په کونړ، لوګر، کاپیسا، غزني او … ولایتونو کې د ولسي خلګو پر خلاف د بیولوژیکي توکو کارونه هغه جنایات دي چې شورویانو د افغانانو پر خلاف نه و تر سره کړي .خلاصه دا چې امریکايي یرغل تر شوروي یرغل هم په وحشت کې زیات و او هم په وخت کې ، خو د شورویانو د لس کلن اشغال قربانیان ۱۵ لکه او د امریکایانو د ۱۴ کلن وحشي یرغل قربانیان یواځې یولک ښودل کیږي.

که دامریکایانو د بشر دوستۍ، ازادۍ ، ديموکراسۍ او ترقۍ غولوونکو شعارونو ته وکتل شي نو باید چې د دوی په بشر پال او آزادي بښونکي یرغل کې ۱۰۰ کسان هم نه وای وژل شوي ؛ ځکه دوی د آزادي، او سوکالي تر شعار لاندې راغلي ول ، نه د افغانانو د وژلو لپاره .

اوس که له یرغلګرو او د هغوي له ملاتړو وپوښتل شي چې له څوار لسو کلو نو تیریدو وروسته هغه ستاسي د ترقۍ، سولې او سوکالۍ شعارونو څه شول؟ د افغانستان په کومه برخه کې مو سوله راوستله، کوم ځای مو ور ودان کړ او له چا څخه مو افغانان آزاد کړل ؟

ایا دغه کوم فاسد او بي کفایته ګډ حکومت چې تاسو يې خپله په فساد او بي کفایتي اعتراف کوئ په دې ارزي چې د دوي د واکمن کولو لپاره دي همدا ستاسي د سروې مطابق د سل زره افغانانو وینې وبهول شي ؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x