افغانستان

رویټرز: عطامحمد نور ګډ حکومت نمايشي بولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ زورواکی والي عطامحمد نور د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ مرکزي حکومت نمايشي بولي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې تېره اونۍ عطامحمد نور د مزارشريف يوه پارک ته ولاړ، ټوپک يې راوويست او پر خپلو خيالي دښمنانو يې هوايي ډزې وکړې او داسې يې وښوده، چې د کابل مرکزي حکومت خپل دښمن بولي.

پخوانی جنګيالی او ټوپک سالار د اشرف غني په مشرۍ مرکزي حکومت ناتوانه بولي او زیاتوي، چې اشرف غني د ده هغو خبرو او ګواښونو ته هېڅ توجه نه ده کړې، چې ده يې په اړه اندېښنه ښودلې وه او اشرف غني ته يې ويلي و، چې شمال کې د وسله وال پاڅون او تاوتريخوالي وېره شته.

نور وړاندې وايي، چې ده اشرف غني ته څو څو ځل ويلي، چې شمال کې طالبان زور نيسي او حالات د خپلو ګټو پر لور څرخوي، مګر مرکزي حکومت له تکراري وعدو سربېره هم تر اوسه د طالبانو پر ضد قوي عمليات نه دي پيل کړي او راتلونکي کې به د طالبانو فعاليتونه نور هم زور واخلي.

د غني پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه ولسي نارضایتي، د طالبانو د پراختیا مخنیوی، په هېواد کې د ځواک د سرچینو راغونډول او په واک کې له خپل شریک اجراییه رييس، عبدالله عبدالله سره د خپلمنځي لانجو له منځه وړل دي.

نور پر ګډ حکومت د نيوکو په ترڅ کې وايي، چې د مرکزي حکومت مشران امنيتي ځواکونه نه شي اداره کولای، د سولې پروسې سره يې خپل مخالفت ښودلی او تر ټولو لوی خنډ د غني او عبدالله اړيکې بولي، چې له امله يې اداري او امنيتي چارې له ستونزو سره مخ دي.

کارپوهان وايي، چې غني او عبدالله دواړو د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اړه ښه سره وشاربل او له اوږدو ناندريو وروسته يې د «ملي یوالي حکومت» جوړ کړ او د دواړو ګډې تېروتنې، مړه ډيپلوماسي او د پرېکړې کمزوري دولتي چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نور وايي، چې غني او عبدالله دواړه يو هم د ولس له غمه نه دي مړه او يو يې هم نه غواړي، چې د ولس ستونزې حل کړي.
د بلخ والي، چې د ګډ حکومت په اړه وايي: «دوی، چې څه کوي دا يوازې او يوازې يو نمايش دی او د عملي ژوند او ولس لپاره هېڅ نه لري او زه هېڅ داسې څه نه وينم، چې سړی ورته هيله من شي.»

عطاء محمد نور وايي، چې د کابل او بلخ ولايت تر منځ اړيکې نورې هم په خړېدو دي او که مرکز د طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي، ستونزې به نورې هم زياتې شي.

طالبانو په تېر اپرېل کې د مزارشريف پر څارنوالۍ بريد کې د مزار د پوليسو د مشر په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
تېره ورځ هم د بلخ زاري ولسوالۍ کې د ملي پيوستون نهه غړي وژل شوي وو.

عطامحمد نور وايي، چې افغان امنيتي ځواکونه طالبانو سره د جګړو توان نه لري، ليډرشيپ يې کمزوری دی، پوځي تجهيزات يې د نشت برابر دي او د تېر ۲۰۱۴ په پای کې، چې بهرنيو عسکرو خپل نظامي ماموريت پای ته رسولی، د طالبانو پرمختګ زيات شوی او ملي اردو د خپل ځان د دفاع توان هم نه لري.

د رويټرز په وينا د بلخ والي خپلې ملېشې لري او غواړي، چې د طالبانو پر ضد يې وجنګوي او ده هم د خپلو ملېشو سره خپل پخوانی يونيفوم اغوستی و او د ټلويزون په پرده يې هم وښوده.

نور د دفاع وزير په ټاکنه هم نيوکه کوي، چې د دفاع وزارت اهليت او تخصص نه لري او د دې تر څنګ يې د خپل ليډر استاد رباني قاتل هم بولي.

«زه باوري يم، چې دی به د دفاع وزير په توګه هېڅ لاسته راوړنې ونه لري. »

د څارونکو په وينا عطامحمد نور ځان يو خپلواک او مقتدر والي دی او د ټاکنو پر مهال يې په څرګنده د عبدالله پلوي کوله او ګواښ يې کړی و، که اشرف غني واک ته ورسيږي، نو بيا هم څوک نه شي کولای، چې دی له واکه لرې کړي.

اشرف غني هم د خپلو ټاکنيزو سياليو او د واکمنۍ په لومړيو وختونو ويلي و، چې د عطامحمد نور په ګډون به هېواد کې ټول موازي حکومتونه له منځه وړي، مګر تر اوسه هم اشرف غني په خپلو وعدو کې پاتې راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورافغان افغان

که دولت د بلخ ولايت ته پملرنه نه ده کړي، ددې اصلي عوامل، ایا تاسو ځانونه ددې دولت سره تړلې ګڼلي دي دغه دولت مامور ځان بولي ؟ او که تاسو په لوی لاس ددي ذکر شو ډلو ترشاه ولاړ یا ستی، امکان لري چې تاسو نور له دې مامور یت څخه لاس په سر شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x