نړۍ

د فيسبوک بنسټګر مو د ابن خلدون د مقدمې لوستو ته بولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د فيسبوک ټولنيزې شبکې بنسټګر مارک زوکربرګ وايي، چې خلک بايد د لوستو او کتاب خوښونې په ترڅ کې تر ټولو زياته توجه مقدمة ابن خلدون کتاب ته ورکړي.

زوکربرګ وايي، چې د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې ابن خلدون اووه پېړۍ وړاندې د اجتماعي علومو، ثقافت، تمدن، سياست او علومو په اړه داسې بحثونه او څېړنې کړي، چې د اوس زمانې خلک ورته اړتيا لري.

د زوکربرګ له څرګندونو سمدستي وروسته عربي او غربي نړۍ کې د ټولنيزو شبکو فعالانو په دې اړه تبصرې پيل کړي او ډېری مسلمانانو د زوکربرګ پر دې څرګندونو ډېره خوښي وښوده.

ځينو عربي تبصره کوونکو ليکلي، چې ډېری عربانو او مسلمانانو لا هم د ابن خلدون کتاب نه دی لوستی، حتا نوم يې هم نه دی اورېدلی.

د يادونې وړ ده، چې د اجتماعي علومو موسس عبدالرحمن بن خلدو په تونس کې يوې يمني الاصله عربي کورنۍ کې زيږېدلی او د اندلس له سقوط وروسته يې له اشبيليې بېرته تونس ته هجرت وکړ.

ابن خلدون په لومړي ځل د تاريخ او اجتماعي څېړنو لپاره علمي او اکاډيميک منهج وټاکه او په په ګڼو موضوعاتو ډېر کتابونه ليکلي او تر ټولو مهم او مشهور يې په اوو ټوکو کې “العبر وديوان المبتدأ والخبر في أيام العرب والعجم والبربر ومن عاصرهم من ذوي السلطان الأكبر” او په دې کې يې مشهوره مقدمه هم ده، چې اوس يې په علمي حلقو کې يوازې مقدمه تر سترګو کيږي.

دغه کتاب د انسانيت په ټولنيزو علومو او انساني پرمختګ په اړه بحث کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
yousuf

فیس بوک ==فساد بوک! آیا شیطان هم کله چاته په ښو امر کوي؟ پرته له دی چې د ښکار لومه(دام) یې پکښی بنده کړي وي، په دی سره مسلمانان وغولوي چې موږ خو ستاسو دین سره بدی نلرو، له هغوی سره چې په ځان یې علمی کړي او… د یو مسلمان ورور په بڼه نن ټکی اسیا درنه هیله کوم هغه څه چې د ارزښت وړ نه دی مه یې خپروی، زه دغه پاڼه د مجاهدینو د ريښتینی حال خپرولو لپاره څارم نه دا چې د هغه چا وینا لوستو لپاره چې هم مهال کافر، مشرك او منافق وي. عرب… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x