افغانستان

ازمون: له دولت څخه د ښو تمه نه لرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د کابل پوهنتون استاذ لال پاچا ازمون وايي چې د ننګرهار سرنوشت د څو محدودو کسانو په لاس کې دی او همدغه زورواکي چارواکي د ولس ځورونې لپاره خپلې مافیايي کړۍ لري.

نوموړی وايي کله چې د دغو زورواکو چارواکو شخصي ګټې په خطر کې ولویږي، بیا ولسي خلکو ته ستونزې پیدا کوي او له طالبانو سره همکاري کوي.

ښاغلي ازمون له طلوع تلویزون سره په خبرو کې دولتي چارواکو ته په اشارې زیاته کړه:

«داعش او طالبان خو ډیره وروستنۍ خبره ده، دا په جلال اباد ښار کې چې خلک تښتول کیږي دا څوک تښتوي؟ د پولیسو په جامه کې څوک راوزي؟ دا فساد خو دوی کوي، دا تښتونې خو دوی کوي، دغه نظام خو دوی خراب کړ».

د نوموړي په وینا، پولیسو خپله اصلي وظیفه نه ده اجرا کړې او د ناقانونه وسلوالو په خدمت کې دي.

ښاغلي ازمون د ګډ حکومت په ولسمشر اشرف غني هم سختې نیوکې وکړې چې ګویا پښتون میشتو سیمو ته پاملرنه نه کوي او د مور او میری سلوک کوي.

«پنځه کسه یې له پنجشیر څخه په کابینه کې ساتلي دي، ته چې ما دا رقم همکاري کوې زه تا ساتم؟ زه د پوهنتون استاذ یم، همدا اوس چې د دولت پر ضد څوک راپاڅیږي اول زه ورسره ودریږم».

نوموړی زیاتوي:

«اوس چې شینډنډ ته تللی، وايي دوه ولسوالۍ زیاتوم، دا شینوارو څه ګناه کړې ده؟ ته زما حقه حقوق نه راکوې نو زه ستا څنګه ساتنه وکړم؟».

استاذ لال پاچا ازمون د ګډحکومت اداره په بې کفایتۍ تورنه کړه او زیاته یې کړه چې دولت «غله او بې سواده چارواکي» مقرر کړي. نوموړی وايي:

«ما له ۲۰۰۹ کال راهیسې اشرف غني سره کار کړی او ورته ویلي مې دي چې ننګرهار څلورو کورنیو وخوړ، خو نن هماغه کورنۍ ده [اشرف غني] سره په څنګ کې برلاسي دي او د ننګرهار په سرنوشت هغوی خبرې کوي».

نوموړي په ډاګه نه کړه چې له څلورو زورواکو کورنیو څخه یې موخه څوک دي.

ښاغلي ازمون چې په ټاکنیزو سیالیو کې د اشرف غني کلک ملاتړی پاتې شوی، وايي چې د دې ادارې نه هیڅ تمه نه لري، او په وینا یې دغه اداره فقط ولس د نورو خلکو سره په جنګ اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسد دانش

استاذ ازمون دطالبانو په وخت کې پګړۍ په سر، ږېره پرېښې وه، تسپې به یې په لاس کې وې، خواوس لوڅ سر ګرځي، ږیره یې هم مونډۍ کړېده. دا ځوان په هره غونډه په لکونو کلدارې، افغانۍ، ډالر، ریال او تومن ترلاسه کوي . اوبیاپرې هغه کتابونه چاپوي، چې نه د دین په خیر وي او نه د ملت . دشپې به یې مېلمانه په شېرزي ورمخ کړل اوهغه کم عقل به ورته دزړه له خلاصه سلهاوکسانو ته دملت له شتمنۍ ډوډوۍ ورکړه. دی اوس هم په ننګرهار کې ۱۲ کورونه لري،چې که پوښتنه ورنه وکړي،چې ځوانه دادې له کومه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x