روبرتو کارلوس د قطر د العربي لوبډلې روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه ۱۳۹۴ل): د ریال ماډرېډ شخصي او برازیل ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی روبرتو کارلوس د قطر د العربي فوټبال شخصي لوبډلې نوی مشر روزوونکی ټاکل شوی.

د قطر د رسنیو راپورونو پر بنسټ د فوټبال د نړۍ ځلانده ستوری د قطر د العربي شخصي لوبډلې سره د دریو کلونو لپاره قراداد امضاء کړی.

د العربي لوبډلې سره د قرارداد امضاء کولو وروسته روبرتو کارلوس رسنیو ته وویل:« ستر هدفونه لرم او د قطر فوټبال هر کال تر بلې ښه کیږي او په دې پوهیږم چې د شته امکانات او پیاوړی لوبډلې چې راسپارل شوي په مرسته کولی شم خپلو هدفونو ته ورسیږم.»

نوموړی زیاته کړه:« زه قطر ته راغلی یم تر څو د العربي پیاوړو لوبغاړو په مرسته دغې لوبډلې ته ډیرې سیالۍ او جامونه وګټم. زه غواړم دغه لوبډله د نړۍ یو له پیاوړو لوبډلو څخه وي.»

له دې وړاندې کارلو د روسيي د انژي ماخاچ او د ترکیي د سیواس اسپور او اخیسار اسپور لوبډلو مشر روزوونکی پاتې شوی چې له دغو لوبډلو سره ځانګړی لاسته راوړنې هم لري.

دغه برازیلي روزوونکی ۴۲ کاله عمر لري او د برازیل ملي لوبډلې کې هم د اوږدې مودې لپاره لوبیدلی. نوموړی د برازیل ملي لوبډلې ته په ۱۹۹۲ز کال کې لوبې پیل کړي او په ۱۹۹۸ز او ۲۰۰۲ز کلونو کې یي د فیفا ستوری لقب خپل کړی و.

روبرتو کارلوس په ۱۹۹۶ز کال کې د ریال ماډرېد لوبډلې لپاره لوبې پیل کړې چې د دغې شخصي لوبډلې له پیاوړو لوبغاړو څخه ګڼل کیده.

روبرتو کارلوس د ریال ماډرېډ لوبډلې لپاره ۵۴۸ لوبې کړي چې دغو لوبو کې توانیدلی ۷۱ ګولونه ترسره کړي. ریال لوبډلې د کارلوس په شتون کې څلور ځلي د لالیګا اتلولي خپل کړی.

دغه ۴۲ کلن روزوونکی وویل:« زه نن د دغې قرارداد له امضاء کولو سره د خوښۍ احساس کوم او د العربي لوبډلې کې ټولې هغه ځانګړتیاوې چې دغه لوبډله د نړۍ یوه غوره لوبډله کولی شي وینم.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د