افغانستان

طالبان: ازاد شوو پنځو مشرانو له توافقنامې سره سم یو کلنه موده پوره کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو له ګوانتنامو څخه د پنځو ازاد شوو بندیانو په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې په قطر کې د دغو مشرانو د یو کلنو شرایطو موده پای ته رسیدلې.

طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې له توافقنامې سره سم به نوموړي کسان په هغه ځای کې چې دوی یې لازم وبولي، له پخوانیو شرایطو پرته خپل ژوند تیروي.

تېر کال د طالبانو سیاسي استازو د قطر هیواد په منځګړتوب له امریکا سره د مذاکراتو په پایله کې خپل پنځه تنه مشران د یو امریکايي بندي په مقابل کې له ګوانتنامو څخه ازاد کړل.

له ګوانتنامو څخه ازاد شوي طالب مشران ملا خیر الله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا محمد فاضل، عبد الحق وثیق او محمد نبي عمري دي. دغه کسان له تیر یوه کال راهیسې په قطر کې له خپلو کورنیو سره میشت دي.

وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وه چې ښايي په قطر کې د دغو پنځو طالبانو د یو کلنو شرایطو موده وغزیږي، خو طالبانو دا راپورونه ناسم بللی او زیاته کړې يې ده چې د یو کال له پوره کیدو وروسته د شرایطو غزول له شوې توافقنامې سرغړونه ده.

د هغې توافقنامې له مخې چې د طالبانو، قطر او امریکا ترمینځ لاسلیک شوې، پنځه تنه ازاد شوي طالب مشران به تر یوه کاله په قطر کې اوسیږي او د دغې مودې له پوره کیدو سره سم به په ازاد حیثیت هر ځای کې اوسیدلی شي.

طالبانو ویلي چې که د ټاکلې مودې له پوره کیدو وروسته د امریکا له لوري شرایط وضع کیږي یا پخواني شرایط غزول کیږي، د توافقنامې او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی، او له دې وروسته چې کوم ځای دوی لازم وبولي، هلته په ازادانه توګه خپل ژوند تیرولی شي.

د روانې میلادي میاشت (جون) په لومړۍ نیټه په قطر کې د یادو کسانو د یو کلنې استوګنې موده پای ته ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x