افغانستان

امریکاوایې چې اوس هم له طالبانوسره خبروته تیاردي

hillary

دامریکا دبهرنیوچارووزیري میرمن کلنټن نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دوي اوس هم اماده دي چې له طالبانوسره خبري ترسره کړي .  نوموړي وايې که طالبانوخبروته تیارشي نوددوي دروازې یې  هروخت پرمخ خلاصي دي  . نوموړي وايې چې دامریکاحکومت  به هره هغه هڅه وکړي چې له مخې  یې په افغانستان کې دسیاسي حل له لاري ثبات ټینګیداي شي . میرمن کلنټن دغه خبري  نن دافغانستان دبهرنیوچاروله وزیرزلمی رسول سره په واشنګټن کې وګډې خبري غونډی ته  کولې . نوموړې ویل چې دوي اوس هم خپلې خبري ته متعهد دي اوغواړی چې دیوسیاسي حل له لاري تر۲۰۱۴ کال پورې خپل عسکرله افغانستان ځخه و باسي . 

خوطالبانو څوورځې وړاندې  دیوې رسمې اعلامیه په خپرولوسره په دې بهانه له امریکاسره خبري وځنډولې چې امریکایان خپلوژمنوته وفادارنه دي اوله دوې سره پرکړو وعدویې عمل ونه کړ . میرمن کلنټن وویل چې دودوي خبري به په دې مشروطې وي چې طالبان به کاملاله القاعده ډلې سره اړیکې شکوي ، اساسی قانونه به مني دښخواودلږکیوحقوقوته به درناوي لري  اوهم به له تندروي ځخه لاس اخلي .

ندیم توخي  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x