نړۍ

په ګوانتانامو زندان کې د سي ای اې د ځورونو نوې کیسې خپرې شوې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګوانتانامو يو بندي وايي، چې د سي ای اې غړي د ګوانتامو بنديان په داسې وحشي طريقه شکنجه کوي او تعذيبوي، چې هېڅ تصور يې ممکن نه دی او دا وحشت د امريکا د مشرانو جرګې د هغه شپږ سوه مخيز راپور څخه څو چنده وحشی دی، چې تېر کال د مشرانو جرګې وړاندې کړی و.

له لندنه خپرېدونکې ډيلي ټيليګراف ورځپاڼې د ماجدخان په نوم د يو بندي له قوله ليکلي، چې امريکايي عسکرو او د سي ای اې وحشي غړو به بنديان له جنسي پلوه زورول، په چت پورې به يې را ځوړندول او د بحر په اوبو کې به يې غرقول او بيا به يې راويستل.

ډيلي ټيليګراف د ماجد خان او د هغه د وکيل له خوا په ۲۷ مخونو کې د ليکل شوي راپور له مخې ليکلي، چې د سي ای اې تعذيب او شکنجې له وحشته هم زياتې وحشي وې او په دغه راپور کې د استخباراتي سرچينو اقرار هم موجود دی.

ډيلي ټيليګراف زياتوي، چې ماجد خان ۲۰۰۳ز کال کې د پاکستان له کراچۍ ښاره نيول شوی و او مخکې له دې ګوانتانامو ته ولېږدول شي، سي ای اې درې کاله په خپلو پټو زندانونو کې ساته او ۲۰۰۶ز کې يې ګوانتانامو ته ولېږداوه.

ماجد خان د سي ای اې د وحشتونو د نمونې په توګه وايي، چې څېړونکو او د سي ای اې غړو به لاس او پښې تړلی د بنديانو خولۍ پر سر پټ مخ داسې يو حوض ته ورکوز کړ، چې له اوبو او واورې به ډک و، اوبه به له ډېر يخوالي کنګل شوې وې او دی به يې ان تر سره په اوبو کې غړق کړ او نږدې وه، چې ساه يې په اوبو کې وخيژي.

ډيلي ټيليګراف د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې ګوانتامو او نورو زندانونو کې داسې ډاکټران شته، چې د بنديانو روغتيايي حالت څاري او سي ای اې ته ډاډ ورکوي، چې د بندي حالت تر مرګه نه رسيږي.

ماجد خان وايي، چې ده د تعذيب له څارونکي ډاکټره مرسته وغوښته، مګر د سي ای اې غړي دی له … د ۲۴ ساعتونو لپاره ځوړند کړ او د ده له شنکجې او تعذيبه يې خوند اخيسته او داسې ښکاريدل، چې د سي ای اې غړي د ساديزم په ذهني ناروغۍ اخته دي.

ماجد خان وايي، چې سي ای اې څه ډول دی له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۶ز کاله په تنهايي زندان کې اچولی و او دی يې په اوسپنيزو وحشي شکنجو او وژونکو الاتو وېراوه او ځينو څېړونکو به پر ده په خوله کې د شرابو د بد بويي تنفس ويسته، تر څو دی وځوروي.

د ماجدخان قانوني وکيل وايي، چې د امريکايي کانګريس له لوري خپور شوی راپور يوازې د دې لپاره و، چې د نړيوالو غوسې او غبرګونونه ساړه کړي.

د پخواني ولسمشر جورج بوش له واکمنۍ پوره شپږ کاله وروسته د امريکا مشرانو جرګې د استخباراتو کميټې د «سي ای اې» له لوري د مسلمانو بنديانو د شکنجو او مرګوني ځورونو په اړه راپور سنا ته وړاندې کړ.

ياد راپور په ۵۲۳ پاڼو کې ترتيب شوی و او د سي ای اې له لوري د پټو شکنجو او ځورونو او له بنديانو د تحقيق شپږ زره وحشي او غير انساني طريقو په اړه په کې معلومات خپاره شوي او دا هر څه د هغې جګړې په ترڅ کې شوي، چې پخواني ولسمشر بوش د «تروريزم ضد نړيواله جګړه» بللې وه.

په راپور کې د يو شمېر شکنجو تفصيلات هم راغلي دي، چې د سي ای اې کارګرانو مسلمان بنديان په اوبو کې غرقول، جنسي زورونې يې ورکولې او په مياشتو مياشتو يې په تورو کوټو کې يوازې ساتل او د سي ای اې کارګرانو به پرې رمباړې وهلې او وېرول به يې، په لسګونو ساعته به يې په ماتو او زخمي پښو په ولاړه درول، په تړل شوو لاسونو پرله پسې څو ورځې پلټنې او تحقيق، په شپو ورځو او اوونۍ بې خوبه کول، په سړه هوا کې شپې ورځې درول او په وحشي طريقه خواړه ورکول، هغه هم د ستنې او پيچکاري په واسطه او …

د پېښو څارونکي وايي، چې د مشرانو جرګې له لوري خپور شوی راپور یوازې د نړيوالو د غولولو په موخه خپور شوی، دا راپور د ۶۰۰۰مخيز راپور برخه ده او په دې راپور کې ۵۴۷۷ مخه وحشي برخې له نړيوالو پټې ساتل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x