نړۍ

اسراييلي الوتکو يو ځل بيا پر غزه بمبار کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): اسراييلي جنګي الوتکو نن سهار وختي غزه کې د حماس جهادي غورځنګ پر مرکز بمبار کړی، مګر مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

فلسطيني رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې ايف ۱۶ ډوله اسراييلي الوتکو نن سهار وختي الخيالة سيمه کې د حماس نظامي څانګې «القسام» پر يو مرکز بريد کړی دی.

همدا رنګه اسراييلي الوتکو د غزې ښار مرکز کې د قسام پر يو بل مرکز بريد کړی، چې امله يې ودانۍ نړېدلې، مګر مرګ ژوبله نه لري.

اسراييلي الوتکو درېيم بريد د خانو يونس سيمه کې د الجهاد الاسلامي غورځنګ پر يو مرکز کړی دی.

عيني شاهدان وايي، چې اسراييلي الوتکې اوس هم د غزې په فضا کې دورې وهي، په خلکو کې وېره او ترهه خپره ده او کېدای شي نور بريدونه هم وکړي.

اسراييلي الوتکې دا بریدونه په داسې حال کې کوي، چې سلفي جهادي ډلې د يهودو پر مېشت سيمو توغنديز بريدونه وکړل.

اسراييلي ښکېلاګرو تېره شپه ويلي وه، چې فلسطین کې پر يهود مېشتو سيمې درې توغندي لګېدلي، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

اسراييلي چارواکو ګواښ کړی، چې د توغنديزو بريدونو په غبرګون کې به پر غزې بريدونه وکړي.

تېره چهارشنبه هم اسراييلي الوتکو د غزې سويل رفح ښار کې پر ولسي ځمکو بمبار کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x