نظــر

لس شپې په نوییم (۹۰ ) ریاست کې

inside-jailڅو ورځې وړاندې  دبشري حقوقو دڅار یوې ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړه ، چې دکابل دحکومت په استخباراتي توقیف خانو کې دمظنونو توقیف شویو کسانو په وړاندې خورا ظالمانه چلند کیږي ، سره له دې چې دا راپور په افغانستان کې دمیشتو بهرنیانو لخوا هم تایید شو ، خو دکابل دملي امنیت ویاند لطف الله مشعل یې  په غبرګون کې وویل چې داراپور سم نه دی .

ددې لپاره چې په دې  مسئله مې ښه ځان خبر کړی وي  ، دلوګر ولایت یو اوسیدونکی چې په همدې ولایت کې له طالبانو سره دتړاو په تور نیول شوی

او بیا په کابل کې داستخباراتو ۹۰ ریاست ته  دتحقیقاتو لپاره انتقال شوی ، او وروسته دپیسو په مقابل کې راخوشی شوی دی ، دخپل سرګذشت په اړه مې ترې وپوښتل ، نو موړي خپل دسترګو لیدلی حال راته داسې بیان کړ.

په لوګر ولایت کې په دې تور ونیول شوم ، چې له طالبانو سره تړاو لرم ، لومړی یې دلوګرامنیه قومندانۍ ته بوتلم او له هغه ځایه یې په زولانه حالت کې دشپې په تیاره کې په کابل کې داستخباراتو ریاست نود ( نوییم ریاست ) ته انتقال کړم  ، سره له دې چې دنیول کیدو له  مهال په پله پسې توګه دسوک څپيړې له وهلو ، ښکنځلو او تحقیر سره مخامخ وم ، خو کله چې نوییم ریاست ته ورسول شوم ، داسې شکنجې مې ولیدې ، چې پخوانی تحقیر او تعذیب  مې پرې هیر شو .

داستخباراتو په ریاست کې یوې تنګې کوټې ته واچول شوم ، چې یوبل تن چې  وروسته یې راته وویل   دزابل اوسیدونکی دی ، هم ناست وو ، دغه کس چې سریې مات او په بدن باندې یې دسخت تعذیب نښې ښکارېدې ماته یې وویل ، چې که غواړي له ډیرو وهلو ځان خلاص کړي ، یوه خبره ونیسه او تحقیق دې مه بدلوه ، په دې تن لومړی زماداسې ګومان راغی چې داستخباراتو کوم کس به وي ، چې دبندیانو حال به  معلوموي خو وروسته راته معلومه شوه ، چې هغه د استخباراتو دستوري  څوک نه وو .

په لومړی شپه دری کسان دتحقیق لپاره راغلل ، په داسې حال کې چې زما لاسونه او پښې تړلي وو ، دوی پوښتنې پیل کړې ، په پوښتنو کې یې رانه غوښتل ترڅو ورته ووایم چې زه له طالبانو سره کار کوم او دا یا هغه فعالیتونه مې کړي ، ما ورته وویل چې زه غریبکار سړی یم  ، چې له هیچا سره هم تړاو نلرم ، ددوی خبرې ورورو توندیدلې تردې  چې تروهلو خبره ورسیده ، څو ځله یې سخت سخت ووهلم ، او بیا به یې تحقیق رانه پیل کړ، په دې مابین کې دوی ته ډوډۍ راغله ، دوی سره له دې چې ډوډۍ خوړله  هم یې تحقیق ته ادامه ورکوله او راته ویل یې چې که زموږ سوالونو ته سم ځواب ووایې ډوډۍ به هم درکړو .

ترڅو ساعتونو پورې ددوی پوښتنې او ورسره وهل ټکول او ښکنځلې روانې وې ، وروسته یې دشپې ناوخته یو صندوق غوندې شی راوړ چې خلاص یې کړ معلومه شوه چې دایوه برقي ماشین دی  ، له دې ماشین څخه یو برقي لین او دوه چنګکونه  راوتلي وو ، چې یو یې زما په ښي غوږ او بل یې په چپ غوږ کې رابند کړ او وروسته یې  ماشین چالان کړ ، دماشین له چالانولو سره  ماته سختې  برقې جټکې راکړل شوې ، او پله پسې بې اختیاره له ځمکې نیغ نیغ پورته کیدلم او بیرته په ځمګه  غورځیدلم ، په دې حالت کې سره له دې چې پوره په ځان نه پوهیدلم خو سخت  درد او ناکراري  مې حس کوله ، تقریبا ترڅلورو دقیقو پورې په همدې حالت کې په ځان پوهیدلم او وروسته بې هوښه شوی وم نه پوهیږم چې ترڅومره وخته به  دغه دبرقي شارټ جریان روان  وو ، کله چې بیرته راپه هوښ شوم ، جنګکونه مې هماغسې په غوږونوکې وو ، خو ماشین بند وو ، له دې وروسته  یې بیا هم همداسې تحقیق ته دوام ورکاوو ، او غوښتل یې په دروغو اقرار رانه واخلي ، په راتلونوکو څلورو شپو کې پله پسې همدغه دبرقي شارټ  شکنجه راکړل شوه ، چې ډيره سخته وه ، ترهغو به یې په برق کې پریښودلم چې بې هوښه به شوم او کله به چې په هوښ راغلم نو دپښو تلو به مې سخت درد کاوو او وینې به ترې روانې وې ، داسې معلومیده  چې دوی دبې هوښۍ په حالات کې دبندي په پوندو او تلو کې ستنې ور چوخولې ، ترڅو معلومه کړي ، چې رښتیا بې هوښه دی که یې ځان په بې هوښي اچولی ، دستنو په دې چوخولو خو زه دبې هوښې په حالت کې نه خبریدلم خو وروسته به یې سخت درد کاوو .

داستخباراتو په دې ریاست کې داوسیدلو شرایط ډیرسخت وو ، په ۲۴ ساعته کې بندي ته یوازې یوځل اوبه او ډوډۍ ورکول کیدله ، او یوځل تشناب ته دتللو اجازه یې درلوده ، بندي به همیشه تړلی وو ، چې کله به یې له تحقیق څخه اطاق ته راووست ورته ویل یې چې  کینې او که څملې ، که به څملاسته ، نو په پروت حالت کې یې ښی لاس ، چپ لاس او پښې په جلا جلا زولنو په چپرکټ پورې  قلف کول ، چې بیا به بندي تربل ځل خلاصولو پورې همداسې ستوني ستغ پروت وو ، که به بندي ورته وویل چې کینم ، نو دناستې په حالت کې یې دواړه لاس   مخامخ په کټ پورې په جلا جلا ځنځیرونو تړل ، او بیا به شپه ورځ  بندي همداسې ناست وو .

باید ووایم چې په دې ریاست کې په لسو ورځو کې ما یو اودس هم نه ده کړی ، او نه مې سم  تیمم وهلی ، ځکه لاسونه به مو همیشه په چپرکټ پورې تړلي  وو ، او هیچا ته اجازه نه ورکول کیده چې اودس یا لمونځ وکړي ، په موږ به چې دلمانځه وخت راغی نو هماغه دپروتې یاناستې په حالت کې به مو په اشاره تیمم وواهه او په اشاره به لمونځ ادا کړ .

په لومړیو څلورو شپو کې دوی ماته  دبرقي شارټونو سزا راکوله ، خوکله مې چې  ددوی له خوښې سره سم اقرار ورته ونه کړ نو بیا یي څو شپې یوه بله  سزا راکوله چې ډیره سخته وه ، دوی هلته دبندیانو دتعذیب لپاره داسې چپرکټونه  جوړ کړي وو ، چې دلاندې په شان یې څلور پښې پورته  هم درلودې ، په دې چپرکټ کې به یې ستوني ستغ  څملولم ، په  سینه ، نس او پښو به یې یو یو کلک مزی راوچاوه او په کټ پورې به یې ټینګ وتړلم ، وروسته  به یې کټ په څوکسانو ونیو او سرچپه به یې په پورتنیو پښو  کيښود، دلته به سړی  له کټ څخه لاندې ځړېده اویوازې به په هماغو دریو  مزیو باندې بند وو .

په دې حالت کې به یې تقریبا تر دری  دری نیم ساعته پورې پریښودلم ، په دې وخت که به دسړي په بدن کې دوینې جریان ودریده ، دغه دری مزي به دسړي په بدن کې ننوتل ، او ترمنځ غوښه به یې غوټه غوټه راوپړسیده ، سړي به هره شیبه داسې  فکر کاوه ، چې رګونه یې پري کیږي او ساه یې وزي  ، زړه به سخت ټکانونه کول ، دغه سزا یې ماته څلور شپې راکړه ، او له هرځل سزا وروسته به یې راته ویل ، چې څنګه  له طالبانو سره دتړاو  خبره منې او که درباندې ویې منو !

 په دې سزاګانو سربیره د ۹۰ ریاست استخباراتي کارمندانو بندیانو ته نور هم په مختلفو طریقو تعذیب او تحقیر ورکاوو ، مثلا ډیرې فاحشې ښکنځلې او بدرد یې ویل ، له بندیانو یې ږیرې شکولې  ، او بدبد نسبتونه یې ورته کول ، زما دکوټې زابلي ملګري  دنورو سزاګانو هم راته وویل  لکه بندي په ساعتوساعتو په هوا کې راځړول ، دبندیانو په تناسلي آلو پورې  درانه وزنونه ځوړندول او داسې نور ، په خپله دهمدې زابلي بندي دتعذیب په مهال دپښو او سر هډوکي مات شوي وو دغه راز یې په صورت دسختو زخمونو داغونه وو .

په دې ریاست کې مې چې نهه شپې تیرې کړي او په دې شپو کې دوی له هرډول تعذیب سره سر ه له مانه څه ترلاسه نه کړل  او نه یې اقرار رانه واخیست ، نو داسې ښکاریده لکه نورچې رانه مایوسه شوي وي له همدې امله  بله ورځ یوه سپین ږیري  مستنطق راته وویل ،  چې که دځان دخلاصولو غم ونه خورې ، نو څو ورځې وروسته ته دې امریکایانو ته سپارو او یادې زندان ته انتقالوو چې بیا به ترنامعلوم وخته هلته پروت یې ، ما ورته وویل څنګه دځان غم وخورم راته ویې ویل ، چې ۱۴ لکه افغانۍ راوړه  خلاص به دې کړو ، ددې خبرې په اوریدو مې چې له ځان سره سوچ وکړ نو دافرصت مې هم غنیمت وشمیره ، ځکه ماویل چې که په دې حالت کې پاته شم ګومان نه کوم چې په ژوند کورته ستون شم .

په خپل کلي کې مې دیوه دوکاندار نمبر یاد وو هغه ته مې  تیلفون وکړ ، او دکورنۍ غړي مې داستخباراتو له دلالانو  سره رخ کړل ، ترڅو زما دخلاصون لپاره  ورسره دپیسو معامله وکړي  ، څومره چې ماته معلومه شوه ، داد بندیانوپه مقابل کې پیسې اخیستل ، یوازې دهمدې څو کسانو کاروبار نه وو بلکې داستخباراتو او داخله وزارت لوړپوړي کسان هم په کې شامل وو ، دهمدې معاملې په ترڅ کې مو په پای کې په ۸ لکه افغانۍ فیصله ورسره وکړه  ، او په دې توګه ترلس ورځني تعذیب وروسته له دې  دنیایي جهنم ( ۹۰ ریاست ) څخه راخلاص شوم .

یوه خبره باید وکړم ، چې په دې ریاست کې مستنطقین او شکنجه ورکوونکي ټول دپاخه عمر خاوندان وو ، چې ږيرې یې خریلې وې خو دسپینو ویښتانو سرونه  به یې راوتلي وو ، او له خبرو او چلند څخه یې داسې معلومیده چې ټول پخواني  کمونیستی خادیان دي ،  چې اوس بیا په همدې ریاست کې په دنده ګومارل شوي دي  .  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x