ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ (۱۴برخه)

حامد افغان

حق او باطل

کیسه کا: حق او باطل د سیند په غاړه روان وو، سره ویې ویل باید دواړه په سیند کې ولامبو، دواړو جامې وايستلې او اوبو ته ولویدل، له سیند نه د راوتلو په وخت باطل مخکي راوخوت او ژر ژر یې د حق جامې واغوستلې او پښې یې سپکي کړې، حق چې راوخوت خپلي جامې یې نه وې، د باطل د جامو له اغوستلو یې انکار وکړ، او لپ لغړ پاته شو، له همدې ورځي راهیسي هرځای باطل د حق په جامه کې ځان ښکاره کوي او حق له خلکو پټ ګرځي.

ساده تعارف

ابو بکر صدیق رضي الله عنه د احمس یوې ښځې ته ورغی، هغه زینب نومیده، هغې خبري نه کولې، پوښتنه یې وکړه: ولې خبري نه کوي؟ چا ورته وویل: دې حج کړی ده او وايي چې خبري به نه کوي، ابو بکر رضي الله عنه ورته وول: خبري وکړه ، خبري بندول ناروا دي، دا د جاهلیت خوی ده، نو هغې خبرې وکړې او ورته ویې ویل: ته څوک یې؟ ده ورته وویل: زه د مهاجرینو یو سړی یم، هغې ورته وویل: د کومو مهاجرینو؟ ده ورته وویل: له قریشو نه، هغې وویل: له کومو قریشو؟ ده ورته وویل: ته خو بیخي ډېري پوښتني کوې! زه ابوبکر یم. البخاري 3622.

سپکاوی

لوی هیوادونه په دې آند شول
چې باید نوبتونه بدل کړي
پریکړه وشوه چې والي بدل کړي
په ځای یې خر وټاکي
د پريکړي د لاسلیک په مهال
د نړۍ ټولو خرو په یوه خوله انکار وکړ
موږ د ټولي نړۍ خره
هر ډول ستړیا قبلوو
پر موږ سپرلي قبلوو
وهل ډبول قبلوو
آن دار او زیندۍ منو
خو د استعمار مزدوري او چوپړ په کلکه ردوو
زموږ خرتوب دا دروند پیغور نه مني!

د استئذان اداب

یوې ښځي امام احمد بن حنبل رحمه الله ته په سختي سره دروازه وروټکوله، هغه ورته راووت او په نرمه یې ورته وویل: پولیس دا ډول دروازه ټکوي، ذا دقُّ الشُّرَط. [الآداب الشرعية]

ډيموکراسي

باراک اوباما د اسلامي نړۍ له یوه ولسمشر سره مخامخ شو، مسلمان ولسمشر ورته وویل: ستاسو په هیواد کې د مامور څومره معاش وي؟
باراک اوباما: شاوخوا 5000ډالر
مسلمان ولسمشر: له دې معاش نه څومره لګوي؟
باراک اوباما: عموماً2800ډالره
مسلمان ولسمشر: په پاته 2200باندي څه کوي؟
باراک اوباما: زموږ په هیواد کې دیموکراسي ده، په دې اړه موږ څوک نه پوښتو هرڅوک پخپلو تصرفاتو کې ازاد دي.او تاسو مامور ته څومره معاش ورکوئ؟
مسلمان ولسمشر: 200ډالر
باراک اوباما: لګښت یې څومره وي؟
مسلمان ولسمشر: 1000ډالره
باراک اوباما: نو هغه 800ډالره له کومه کوي؟
مسلمان ولسمشر: زموږ په هیواد کې هم ډيموکراسي ده، په دې اړه موږ څوک نه پوښتو، هرڅوک پخپلو تصرفاتو .. کې ازاد دي.

کار ښه عبادت

عمر بن الخطاب – رضي الله عنه – يو ځوان ولید، هر وخت به جومات کې و ذکر او عبادت به یې کاوه او علم یې زده کاوه، ورته ویې ویل: خرڅ او خوراک څوک درکوي؟ هغه ورته وویل: ورور مې، عمر ورته وویل “أخوك أعبد منك”. یعني ورور دي له تا زیات او ښه عبادت کوي.

ګاونډيتوب

د ابوبکر صدیق رضي الله عنه لور او د زبیر بن العوام رضي الله عنه میرمن أسماء رضي الله عنها وایي: ډوډۍ پخول مې ښه نه و زده، انصارو ګاونډیانو به ډوډۍ راپخوله، هغوی رښتینې ښځي وي. “ولم أكن أُحسن أخبز، وكان يخبز لي جارات من الأنصار وكنّ نسوة صدق” متفق عليه. د ګاونډیانو خپل منځي مرستي د هغوی اړتیا ده، ميرمني پخپلو کې مرستي سره کوي او دا ښه او د خیر کار ده، ټولنيز ژوند د یوه بل په مټ او مرسته ښه پرمخ ځي.

د ظلم مخنیوی

کیسه کا: سلطان محمد الفاتح چې ماشوم و خپل استاد آق شمس الدین به بې له کوم سببه ښه وډباوه، چې پوښتنه به ورنه وشوه: ولې یې بې سببه وهئ؟ هغه به ورته وویل: چې کله پاچا شي نو پته به ورته لګیدلې وي چې مظلوم څنګه شپه تیروي! .

الشيخ آق محمد شمس الدين بن حمزة (1389م – 1459 م) رحمه الله د سوریې مشهور عالم و، دی د قسطنطینیه روحي فاتح بلل کیږي، ځکه دی د سلطان محمد الفاتح رحمه الله استاد او روزونکی و.

سحر

احمد او محمود دواړه سخت وږي وو، احمد ورته وویل: تکړه مې بولې چې د خوږو له دې دوکانه چاکلیت درته راپټ کړم؟
محمود: هو، ولې نه، احمد دری چاکلیتونه راپټ کړل، محمود ته یې ورکړل او هغه جیب ته کړل.
احمد: اوس دری نور چاکلیتونه د دکاندار په مخکي د هغه په خوښه خورم،
محمود: بیه به یې نه ورکوې؟!
احمد: هو، هیڅ شی به نه ورکوم، او دواړه دکاندار ته ورغلل،
احمد: دکاندار کاکا! ستا په مخ کې سحر کول غواړم؟
دکاندار: په سترګو،
احمد: یو چاکلیت راکړه، دکاندار ورکړ او ده وخوړ،
احمد: دویم راکړه، هغه یې هم وخوړ،
احمد: دریم راکړه، هغه یې هم وخوړ،
دکاندار: اوس سحر وکړه؟
احمد: راشه پخپل لاس زما د ملګري له جیبه دری چاکلیتونه دروکاږه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x