(عزم) د اسلامي امارت د پوځي او سیاسي بریا شانداره مظهر

شاهد (غزنیوال)

نیږدي یوه نیمه میاشت وړاندې اسلامي امارت په هیواد کې د میشتو یرغلګرو او د هغوي د ملاتړو پرخلاف د عزم په نوم پوځي عملیات اعلان کړل.

یاد عملیات په ډیر کم وخت کې هیواد شموله او په هرځای کې یې دښمن ته ملا ماتوونکي تلفات واړول.

په بدخشان او کندوز کې یې په زور اخیستو سره لړۍ ډیره په ګړندیتوب تر پلازمینې کابل او د هیواد مرکزي، جنوب، جنوب لویدیځ او ختیځو ولایاتونو پوري وغزیده، ډیرې سیمې فتح او په ډیرو هغوکې يې دښمن ته مرګوني تاوانونه ور واړول.

د (عزم) عملیاتو اساسي تمرکز په کابل کې د بهرنیو یرغلګرو د را پنډیدو پر مرکزونو (پارک پلس او هیټل) Guesthouses و چې د کلوله پشته او وزیر اکبر خان غوندې په خوندي سیمو کې موقعیت لري خو د (عزم) سرښندونکو هماغه خوندي ځایونه ورباندې ناخوندي او په یوه هفته کې د دوو مسلسلو استشهادي بریدونو په ترڅ کې په لسګونه بهرني جاسوسان مړه اوژوبل کړل.

د کابل رژیم مورال بایللي امنیتي چارواکي چې د یادو سرښندونکو بریدونو په مخنیوي کې په بشپړ ډول ناکامه شول یواځې د بریدونو د تلفاتو پټ ساتل یې د ځان لوي بریالیتوب وګاڼه .

د مزدور رژیم چارواکي کوښښ کوي چې د خارجي حامیانو د هوايي ملاتړ او د خپلو تبلیغاتو په وسیله په خپلو شکیدلو ځالو باندې د (عزم) پوځي بریدونه کم اغیزه وښیي ، خو د الله په نصرت په دې عملیاتو کې د مجاهدینو لاسته راوړنو او ښکاره بریاوو د دښمن دا ټولې هڅې له ناکامي سره مخ کړې.

(عزم) عمليات د خپلو پریکنده بریالیتوبونو ترڅنګ یو لړ امتیازي مشخصات هم لري . د دغو مشخصاتو له جملې څخه یې یوه اساسي مشخصه داده چې یاد عملیات ټول په تهاجمي روحیه بناء دي ، اوله نظامي نقطه نظره هر محارب چې تهاجمې روحیه ولري بریالیتوب هم دهغه په برخه وي .

د (عزم) عملیاتو بله امتيازي مشخصه داده چې د ولسي خلګو د سر او مال تحفظ ته ورکې ډیره پاملرنه شوې ، د الله په فضل تر اوسه د (عزم) عملیاتو په ترڅ کې داسې پیښه نه ده رامنځته شوې چې قربانیان یې ولسي وګړي وي. بله تكتيكي مشخصه يې داده چې (عزم) یواځي په پوځي جانب تر کیز نه لري ، بلکي له پوځي فعالیتونو سره یو ځای یې د دعوت او د دښمن له لیکو څخه د هغوی د افرادو راجلبولو پروګرام هم په بریالیتوب سره پرمخ روان کړی چې تر اوسه پوري یې ښې پایلې لرلې دي.

د (عزم) عملیاتو بله مشخصه داده چې تنفیذي تسلسل یې ډیر په له پوري دی ، اودې تکتیک يي د ښمن ډیر وارخطا کړی ؛ ځکه چې په یوه وخت کې یې هغوی په متعددو جبهو کې مصروف کړی.

د پوځي استحضاراتو ترڅنګ د (عزم) مطبوعاتي پوښښ ته هم ډیره توجه شوې ، د اسلامي امارت ویاندویان په ډیره چټکتیا سره هره پوځي بریا له رسنیو سره په هماغه شیبه شریکوي ، د امارت اړوند رسنیز وسائل یې هر فعالیت په خپل وخت نشر او تحلیلوي او تر ټولو ښه پرمختګ دا چې سمعي او بصري څانګه یې د هرې پیښې ژوندۍ صحني او انځورونه په ډیره چټکي هم تر نړیوالو مطبوعاتو رسوي او هم یې د الاماره ویب پاڼې له لارې په اعلی کوالټي سره خپروي.

د (عزم) عملیاتو بریا په سیاسي ډګر کې هم د امارت دریځ ډیر پیاوړی کړی او نړيوال یې پر دې ذهنیت قانع کړي چې د هیواد د اړونده قضایاوو په اړه د امارت له دیپلوماتیکو استازیو سره روابط ټینګ کړي چې ښکاره بیلګه یې د پګواش په وروستۍ غونډې کې د اسلامي امارت منطقي موقف و چې د غونډې د ټولو برخوالو لخوا وستایل شو.

په پوځي او سیاسي دواړو برخو کې د (عزم) موفقیت د کابل رژیم مشر اشرف غني هم سخت وارخطا کړی او هرځای په خپلو څرګندونو کې وايي چې په هیواد کې د طالبانو د پوځي عملیاتو د ګړندي کیدلو موخه دا ده چې دولت مجبور کړي له کمزوري دریځه له هغوي سره خبرې وکړي . نوموړي هرات ولایت ته په خپل وروستي سفرکې په شمال کې د مجاهدینو د پوځي تحرکاتو په زیاتیدلو هم اعتراف وکړ.

له دغو ټولو ښکاره بریاوو سره ښايي د ښمن دا ادعا وکړي چې (عزم) عملیات کومه مهمه د یادولو وړ بریا نه لري؛ ځکه د عملیاتو له پیله نیږدې یوه نیمه میاشت تیریږي خو مجاهدينو ونه کړای شول چې اقلا د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه یو ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولي .

د دښمن د دې ادعا په ځواب کې بايد وويل شي چې لومړی خو ستاسي د لوړ پوړو چارواکو په اعتراف د هیواد اکثریت ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي، د ولایتونو په داخل کې د هر ولایت والي اړونده ولسوالیو ته د ځمکي له لارې زړه نشي ښه کولای ، په ۳۴ ولایتونو کې د رژیم اداري او امنیتي دوائر یواځې د ولایتونو تر مرکز پوري محصور دي .

په ليرو پرتو سیمو کې د ولسواليو ولسوالان او اړونده پرسونل يي ټول د ولسواليو په چاردیوالونو کې محاصره دي ، ایا دغه ټول ځمکني ملموس واقعیتونه بیاهم د مجاهدینو لپاره د یادولو وړ بریا نه بلل کیږي؟

له بله پلوه د (عزم) عملیاتو د پوځي طراحانو د تکتیک له مخې (عزم) عملیاتي پروګرام څو مراحل لري چې هره مرحله یې د هيواد د جوي او موسمي شرائطو په پام کې نیولو سره په خپل وخت پلي کیږي.

لومړنۍ مرحله يي یواځې د خرپ او ترپ عملیاتو تنفیذي مرحله ده، په دې مرحله کې اصلا د ولایتونو سقوط او لاندې کول مطرح نه دي ، بلکې دهیواد په هره برخه کې د رژیم ځواکونه تر تهاجمي بریدونو لاندې نیول او له هغوي څخه د ابتکار عمل وړتیا له لاسه اخیستل دي.

په دې مرحله کې مجاهدین غواړي د رژیم په داخل کې د خپلو نفوذي کسانو په وسیله داسې عملیات ترسره کړي چې د هغوي ترمنځ یو پربل بي باوري رامنځته شي . د دغو تکتیکي عملیاتو یوه بیلګه د روزګان د پخواني امنیه قومندان جنرال مطیع الله خان تکتیکي وژنه ده چې له امله یې د رژیم ټول پوځي ، امنیتي اوکشفي ارګانونو یو پر بل بي اعتماده کړل.

همدا راز د کابل ښار ګرین ساحې ته استشهادي مجاهدین له وسلو او نقليه وسائطو سره داخلیدل د رژیم د افرادو یو پربل د بي اعتماد کولو لپاره د (عزم) یوه بله بریالۍ هڅه وه.

په دغه ډول تکتیکي عملیاتو کې دا اړخ ډیر مهم نه دی چې مجاهدینو دښمن ته څومره تلفات واړول ، بلکې اصلي هدف ترې دادی چې مجاهدینو څرنګه وکړای شول تر دغسي حساسو نقطو پوري ځان ورسوي.

د (عزم) عملیاتو دغه خارقه العادته محاربوي تکتیک د دښمن پرلیکو ډیر منفي اغیز لرلی ،په لوړه کچه چارواکي یې پر بل سخت بي باوره كړي ،چې د غه بي اعتمادي په تدریج سره د هغوی ترمنځ په پوځي فعالیتونو کې د نه همغږي لامل ګرځي .

یوه نیمه اونۍ وړاندې د امنیتي چارواکو لخوا په ننګرهار ولایت کې د مشرانو جرګې پرمشر فضل هادي مسلمیار او د هغه پر ورور له مجاهدینو سره د لاس لرلو الزام او د ولسي جرګې د مرستیال ظاهر قدیر او مسلمیار ترمنځ داخلي اختلافات همدا راز په بدخشان او کندوز کې د رژیم د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ یو پر بل بي باوري د (عزم) اختصاصي تکتیک له اغیزو څخه ده.

دا چې روان کال د مجاهدینو او دښمن لپاره یو برخلیک ټاکونکی کال دی ، مجاهدین هم په ډیر دقت ، غور او احتياط سره (عزم) عملیات په مرحله واره بڼه پرمخ بیايي .

لومړنۍ مرحلې ته يې په کتو سره هغه له پوځي ، سیاسي او مطبوعاتي اړخه ښه بریالي پر مخ روان او د دښمن د ملاماتوونکو تلفاتو په پرتله د مجاهدینو ځاني تلفات په نشت حساب دي.

په یوه نیمه میاشت کې د (عزم) عملیاتو د لوي الله په نصرت او د خپل مجاهد ولس په ملاتړ ښې بریاوې لرلې ، دغو بریاوو عملا د رژیم پوځي او امنیتي وړتیاوې ننګولې ، د هغوی پوځي مورال یې ترې اخیستی او د رژیم له مشره رانیولې تر عادې پوځیانو پوري ټول یې یو پر بل بي باوره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د