نړۍ

ټايمز: کابل کې ایرانی سفارت سوریې جګړې ته د افغانانو استولو چارې څاري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): ټايمز برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې ايران د بشارالاسد رژيم او شيعه ييزم د ملاتړ لپاره د زرګونو ډالرو په مقابل کې له افغانستان او پاکستانه وسله وال وربولي او د جهادي ډلو پر وړاندې يې جنګوي.
ټايمز ورځپاڼې کابل کې د شيعه مذهبي او سياسي مشرانو له قوله ليکلي، چې د ايران سفارت سوريې ته د جنګياليو د لېږلو چارې په خپله څاري او د خپلو ايجنټانو په واسطه هڅه کوي، چې جنګياليو ته د سوريې ويزې او د لارې نورو اسانتياوو تر څنګ د پنځو زرو ډالرو ژمنه هم ورکوي. پاکستان کې د شيعه ايجنټانو تر څنګ يوه اردو ويبپاڼه سوريې ته د جنګياليو د لېږلو لپاره تبليغات کوي.

د کارپوهانو په وينا شاوخوا پنځه زره افغانان او پاکستاني سوريې ته د بشارالاسد په ملاتړ جګړو ته تللي، چې ګڼ شمېر يې د جهادي ډلو له لوري وژل شوي او يا هم ژوندي نيول شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا ايراني چارواکي افغان شيعه هزاره ګان او پاکستاني د ايران له لارې سوريې ته لېږي.

يو شيعه مشر ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، چې سوريې ته د جنګياليو د تلو يوازينی لامل بې کاري او د شيعه مذهبي زيارتونو د دفاع فکر دی.

ايران کې شاوخوا يو ميليون افغانان اوسيږي، چې ډېری يې ناقانونه دي او ايراني چارواکي يې ګواښي، که سوريې ته د اسد په ملاتړ جګړې ته ولاړ نه شي، نو له ايرانه به يې وباسي.

د سوريې جهادي ډلې وايي، چې دوی له شپږ سوو زيات افغان او پاکستاني شيعه ګان نيولي، چې د دوی پر ضد يې جګړو کې برخه اخيسته.

د بشارالاسد مخالفې جهادي ډلې وايي، چې په دې وروستيو کې د هغو شيعه افغانانو او پاکستانيانو شمېر د پخوا په پرتله زيات شوی، چې د بشارالاسد په ملاتړ جګړې لپاره سوريې ته راغلي دي.

سوريه کې د وسله وال مقاومت وياند عصام الرييس رسنيو ته ويلي، چې په تېرو څلورو مياشتو د بشارالاسد په ملاتړ اتيا سلنه بهرني وسله وال ليدل شوي او يوازې شل سلنه دولتي عسکر او ملېشې دي.

تېره مياشت جهادي ډلې د يوې ويډيو له لارې رسنيو ته وويل، چې دوی د بشارالاسد ګڼ شمېر وسله وال پلويان نيولي، چې ډېری يې افغانان دي.

د وسله وال مقاومت وياند د نيول شوو افغانانو له قوله وايي، چې تهران دوی ته پنځه زره ډالر ورکړي او ګواښ يې هم ورته کړی و، چې يا به د سوريې جګړې ته ځي او يا به يې له ايرانه شړي.

«ايران دغه افغان د مرګ کندې ته راولېږل»

د وسله وال مقاومت له لوري په خپره شوې ويډيو کې څلور افغانان ښکاري، چې تر ټولو کشر يې وايي، چې د بي بي زينب له زيارت څخه د دفاع لپاره راغلی و او په دري ژبه يې له بشارالاسد څخه غوښتنه کوله، چې دوی بايد د بنديانو په مقابل کې تبادله کړي.

تېره اونۍ هم يو ترکي تلويزون يوه ويډيو خپره کړه، چې وسله وال د سوريايي پوځ يونيفورم پر تن پښتو سندرې اوري او په پښتو ژبه خبرې کوي. شيعه مذهبي او سياسي مشران د ايران په لمسون ځوانان او بې کاره خلک له واټونو، مرکزونو، پوهنتونو او په ځانګړې توګه د ايران په مالي مرسته چلېدونکي «خاتم النبيين» پوهنتون څخه ځوانان سوريې ته د ايران له لارې جګړې ته ليږي.

ويل کيږي، چې ډېری خلک له پلازمېنې کابل، باميان او هرات څخه د ايران له لارې سوريې ته د جګړو لپاره لېږدول کيږي.

د ايران پاسداران انقلاب تلويزون «افق» هم يوه ويډيو خپره کړې، چې سوريه کې د افغان جنګياليو ستاينه کوي.

د ميري لينډ امريکايي پوهنتون استاد فلېپ سميت، چې سوريې ته يې د افغان او پاکستاني شيعه ګانو موضوع څېړلې وايي، چې د ايران دغه هڅې سيمه کې د برلاسي تر لاسه کولو څرګندې هڅې دي او دا کړنې د سيمې او نړۍ د راتلونکي امنيت لپاره مرګونی ګواښ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

زه خپله شیعه نه یم او دروند سُنی! یم خو دا پوښتنه لرم چه ترورستان او داعشان او وهابیان او سلفیان او نور احمق سُنیان! حق لری چه د انګریز او نورو شیاطینو ( قطر، آل سعود، اردوغان، ) په مرسته د سورئې د خلګو وینی په ناحق توی کړی خو دغه او هغه شیعه حق نلری چه خپلی وینی توی کړی؟ عجب منطق اوریدل کیږی نن سبا.

ali

په ایران کې د طالبانو د وفد سره چې کوم د ظلیلانو چلند وشو د هغې نه پس د نن ټکي اسیا پالیسي د ایران به هکله تبدیله ښکاري ځکه مخکې مونږ یوه لیکنه هم دایران په خلاف نه لیده چې دا اووس څه وجه کیدای شي!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x