خبرونهنړۍ

پاکستاني پوليسو د هندي استخباراتو ۵ کارکونکي نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): پاکستاني رسنيو خبر ورکړ چې پوليسو د کراچۍ په ښار کې د هندوستان د استخباراتي ادارې ( را ) ۵ کارمندان نيولي دي.
د رسنيو له قراره پوليسو تېره ورځ د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه سيمه باندې د ځينو پټو معلوماتو په اساس عمليات ترسره کړل چې په نتېجه کې يې ۵ تنه چې د هندي استخباراتو کارکونکي وو، ونيول شول.
په نيول شويو کسانو کې ۲ ښځي او ۳ نارينه دي، پوليسو رسنيو ته ويلي چې ۲ ښځي شهناز او شاهانه او ۳ سړي محمود، سليم ميا او همايون برکت نومېږي.
يادو کسانو په سيمه کې په خورا پټ ځای کې هستوګنه کوله چې له امله يې پوليس اړ شول عمليات له ټاکلي وخت زيات وغځوي.
دوی پوليسو ته په لومړي تحقيق کې ويلي چې شهناز له ۲۰۰۸، شاهانه او محمود له ۲۰۰۹، سليم ميا له ۱۹۸۵ او همايون برکت له ۱۹۹۱ ميلادي کلونو په پاکستان کې اوسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x