افغانستان

بهرنيو چارو وزارت کې ډېری ټاکنې د خپلوۍ او رشوت په واسطه کيږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان بهرنيو چارو وزارت کې مهمې دندې د شخصي پېژندګلو او قومپالنې له مخې وېشل کيږي.

اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي، چې بهرنيو چارو وزارت په ګومارنه او اداري تعامل کې له فساده ډک دی او ډېری ټاکنې يې د شخصي پېژندې او قوم پالنې له مخې ترسره کيږي.

بهرنيو چارو وزارت کې د اداري فساد د څېړونکي کميسيون مشر احمد راشد بهرز وايي، چې دا ډول کړنې او تعامل ګرد افغان ولس سره ظلم او زياتی دی.

د بهرز په وينا د بهرنيو چارو وزرات لوړپوړي چارواکي خپل دوستان او خپلوان پر مهمو څوکيو ټاکي او يوازې تېر کال اته څلويښت اهل نوماندانو خپل اسناد بهرنيو چارو وزارت ته سپارلي وو، مګر ټول يې له دې امله رد شوي، چې دغه وزارت کې يې خپلوان او دوستان نه وو.

د څېړونکي کميسيون مشر وايي، چې د بهرنيو چارو وزارت لسګونو داسې مامورين شته، چې بهرنيو هېوادونو کې سفارتونو او قونسلګيريو کې دندې لري او هېڅکله افغانستان ته د راتلو هوډ نه لري.

احمد راشد وايي، چې دغه ډيپلوماتان هڅه کوي، چې لويديزو هېوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند وکړي او يا هم د دغو هېوادونو له چارواکو سره اړيکې جوړوي، تر څو د خپلې راتلونکي ژوند لپاره لار برابره کړي.

په دغه څېړنيز راپور کې راغلي، چې لږ تر لږه ۲۳ لوړپوړي ډيپلوماتان بهرنيو هېوادونو کې يوازې له امله دندې لري، چې د پارلمان د وکيلانو، وزيرانو او نورو چارواکو خپلوان او دوستان دي.

د يادونې وړ ده، چې يوازې بهرنيو چارو وزارت کې نه، بلکې په ټولو ادارو او وزارتونو کې لوړپوړي چارواکي په اداري فساد او قومپالنه اخته دي او له رشوت پرته هېڅ چارواکی د مراجعينو کارونه نه کوي.

ډېری مراجعين وايي، چې قاضيانو، وزيرانو، مرستيالانو او نورو لوړپوړو چارواکو ځانونو لپاره کمېشن کاران ساتلي او د دغو کمېشن کارانو په واسطه له خلکو پيسې غواړي او په مقابل کې يې کار ور کوي.

د شفافيت نړيواله اداره وايي، چې افغانستان د نړۍ په کچه دوهم فاسد دولت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x