ټکنالوژي

وینډوز ۱۰ د جون په ۲۹مه وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه ۱۳۹۴ل): له ډیرو راپورونو او وړاندې وینو وروسته د دغې اونۍ په وروستیو ورځو کې مایکروسافټ کمپنۍ خپل د وروستۍ او اخرینۍ وینډوز وړاندې کولو دقیقې نیټې په اړه معلومات وړاندې کړ.

مایکروسافټ کمپنۍ رسنیو ته وویل چې د دغې کمپنۍ وروستۍ وینډوز به د همدې کال د جون میاشتې په ۲۹مه یعني یوازې ۲۵ ورځې وروسته به کاروونکو ته وړاندې شي.

د وینډوز ۸ له وړاندې کولو څخه ډیره موده وروسته مایکروسافټ کمپنۍ خپل نوی وینډوز معرفي کړ چې دغه وینډوز د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شوی هم دی.

مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی چې وینډوز ۱۰ به د دغې کمپنۍ وروستۍ وینډوز وي او له هغې وروسته به نور د وینډوز اپریټنګ سیسټم نه جوړوي.

د دغې کمپنۍ په وینا وینډوز ۱۰ په د نړۍ ۱۹۰ هیوادونو کې د دغې کمپنۍ پخواني اپریټنګ سیسټم وینډوز ۷، ۸ او ۸.۱ کاروونکو ته په وړیا ډول وړاندې کیږي. خو هیره دې نه وي چې دغه اسانتیا د وینډوز اصلي نسخې کاروونکو ته وړاندې شوی.

مایکروسافټ کمپنۍ همداراز ویلي چې د دغې وینډوز ښکته کول کوم محدودیت نه لري او کاروونکي کولی شي په خپل ټولو سیسټمونو کې دغه وینډوز ښکته کړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه وینډوز په منظم ډول خپله د انټرنیټ په شتون کې اپډیټ کیږي چې لامل يي هم د بل وینډوز نه راتګ معرفي شوی.

څو اونۍ وړاندې د مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی و چې له وینډوز ۱۰ وروسته بل وینډوز کاروونکو ته نه وړاندې کوي او یوازې همدا وینډوز د وخت له تیریدو سره به اپډیت کوي.

مایکروسافټ کمپنۍ غواړي له دې وروسته د وینډوز ۷ او ۸ په رسمي ډول وړاندې کول هم بند کړي تر څو ټول کاروونکي یو وینډوز استعمال کړي او دغه کمپنۍ وکولی شي د کاروونکو د خوښې اپشنونه د وخت له تیریدو سره وړاندې کړي.

هیره دې نه وي چې مایکروسافټ کمپنۍ نړیوالو کاروونکو ته د دغې وینډوز وړیا ښکته کولو لپاره ۱۲ میاشتې وخت ورکړی چې له هغې وروسته به کاروونکي یوازې د پیسې په ورکولو دغه وینډوز ښکته کړي.

د وینډوز ۱۰ اپریټنګ سیسټم د وینډوز ایکس پي (Windows XP) او ویسټا (Vista) کاروونکو ته له پیل څخه په وړیا ډول نه وړاندې کیږي او هغه کاروونکي چې غواړي دغه اپریټنګ سیسټم په وړیا ډول ښکته کړي نو له اوس نه دې خپلو سیسټمونو کې وینډوز ۷ یا ۸ ښکته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x