دیني، سیرت او تاریخ

د عيسايانو خپلمنځي اختلافات

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم اما بعد:

عيسائيت د تثليث غوندي د عقل او نقل د خلاف مسائلو د شتون له امله د زوال پر لور روان دی، په اوسني دور کي تعليم لرونکي خلگ ډېر کم مذهبي دي، کليساوي هم خالي دي، عام خلگ ئې هم د عيسائيت په مذهبي خبرو يقين نه لري، حکومتونه ئې هم د سيکولر نظام تر سيوري لاندي چلېږي، کليسا پکي هيڅ دخل نه لري او تر ډېره حده د پاپ او کليسا رول په ټولنه کي له منځه تللی او د تلو په حال کي دی.

که له يوې خوا عيسائيت په اوسنۍ زمانه کي خپل ديني اغيز له لاسه ورکړی له بلي خوا د عيسايانو تر منځ ډېر زيات اختلافات شتون لري، د خدای په هکله، د خپل پېغمبر په هکله او د دين په هکله دا ځکه چي د دوی دين گډوډ شوی او اصلي دين ئې له منځه تللی دی.

علامه ابن قيم جوزي-رحمه الله- د نصرانيانو تر منځ د اختلافاتو په هکله ليکي: فلو سألت أهل البيت الواحد عن دينهم ومعتقدهم في ربهم ونبيهم ، لأجابك الرجل بجواب وامرأته بجواب وابنه بجواب والخادم بجواب ، (إغاثة اللهفان ص:۲۸۱ج:۲)

يعني که ته له يوې کورنۍ څخه ددوی ددين او عقيدې په هکله وپوښتې چي دوی ئې د خپل خدای او پېغمبرپه هکله لري،نوسړی به يوجواب درکړي، ښځه به ئې بل ځواب،زوی به ئې بل جواب اوخادم به ئې بل جواب درکړي!!
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x