نړۍ

مسکو په ډیره چټکتیاسره دمسلمانانوپه ښاربدلیدونکي دي .

islam moskau

په مسکو کې داوخت نیږدي دوه میلونه مسلمانان خپل ژوندکوي . همدالامل دي چې دماسکوپه څلورجامع جوماتونوکې دجمعي دلمانځه لپاره راتلونکي لمونځ کونکي نه ځایږي.  اودهري جمعې په ورځ لمونځ کونکي پر سړکونوباندي لمونځونه اداکوي .
په مسکوکې دجوماتونو تنظیمونکي مسلمانان وایې چې ددوي لپاره موجود جوماتونه بیخي ناکافي دي ځکه چي دمسلمانانوشمیر خورا زیات شوي اونورهم پرزیاتیدودي . دوي وایې چې دوي څوځله دماسکوله چارواکوسره په دي اړوند خبري کړي دي اوخپلې ستونزي یې ورته بیان کړي دي خوتراوسه یې غوښتنو ته دچارواکوله لوري کوم مثبت غبرګون نه دي ښودل شوي . ددوي په وینا دمسلمانانو شمیردومره زیات شوي دي چې دلمانځه پروخت دهرجومات نه دباندې لمونځ کونکي پر واوره  لمونځ اداکوي .
داچې په مسکوکې پرمسلمانانودنامعلوموکسانوله خواځای ځاي بریدونه هم ترسره کیږي . خوبیاهم داسلام قبلونکي په شمیرکې حیرانونکي ډیروالي راغلي دي  . علي چسلاف چې یوعیسایې پادري اوسیتاستدان وو دولس کاله وړاندې یې اسلام قبول کړ اوداوخت په مسکوکې یوه ټولنه لري چې دنویومسلمان شویو مسکویانوسره مرستي کوي اوهغوي ته مشوري ورکوي . دنوموړي په مرکزکې کارکونکی عائشه لاریسه وایې چې یوازي ددوي په مرکزکې  تراوسه لس زره نوې مسلمان شوي ښځو نومونه لیکلي دي ، چې دوي ورته عبادت کول ، اسلامي احکام اوشرعي امور شي . اوهم دوی ته چې دنامسلمانوخپلوانو له لوري کومي ستونزي پیښیږي دهغې دحل په لاره کې مشورې ورکوي . داوخت دمسکوپرسړکونو اوکوڅوکې تربل هرچامسلمانان ډير ترسترګوکیږي
دمسلمانانوپه شمیرکې دډیروالي له امله په مسکو کې ګڼ شمیر داسي پلورنځي اوهوټلونه هم پرانستل شوي  دي چې حلال شیان په کې ترلاسه کیدلای شي .

ندیم توخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x