نظــر

صلیبي ميډيا ته بيا د تازه خبرو موقع ده

لیکنه : داد الله (هدايت)

ويل کيږي چي د اندونيزيا مسلمانانو د يوي لوي غونډي په ترڅ کي د برما د مظلومو مسلمانانو په دفاع کي د جهاد اعلان وکړي او د همدي هدف لپاره يي زيات شمير ځوانانو اسلحه پورته کړه تر څو د بودايي وحشيانو څخه د مظلومو مسلمانانو غچ واخلي ، چي دا د نړي د ټولو متدينو مسلمانانو د زړه غوښتنه وه تر څو په وړاندي يي د مظاهرو پر ځاي په عمل لاس پوري سي ځکه مظاهري د مظاهرو ځواب بلل کيږي خو د عملي وحشت ځواب بيا مظاهري نه وي بلکه بلمثله عمل وي.

د تازه معالوماتو لمخي چي د مجاهدينو تازه ټولي د (انصار الله ) په نوم باندي د برما د مظلومو مسلمانانو په دفاع کي دغه هيواد ته د داخليدو په تکل روانيدونکي دي ، چي دا کار به حتمي کيدونکي وي ځکه د مظلوم دفاع او په وړاندي يي د خپل مسلمان ورور کومک کول په هر ځاي کی دځمکي پر مخ پر هر مسلمان نر او ښځي تر خپل توان فرض عين ده ، چي الله تعالي به د خپلو خاصو بندګانو څخه يوه برخه خامخا دي کار ته ځانګړي کوي او ترقيامته به داکار روان وي.

خو د پام وړ خبره داده چي په برما کي دا دومره زياته موده وسو چي د هغه ځاي پر مسلمانانو باندي د بودايي وحشيانو لخوا څخه دا ظلم او ربړونه روانه ده ، مسلمانان په داسي تعذيبونو او تکليفونو سره شهيدانو چي د انسانيت سترګي يي د ليدلو ، غوږونه يي د اوريدلو او ژبه يي د ويلو توان نه لري.

دا ظالمانو د مسلمانانو پر ماشومانو هم رحم نه لري د ژوندي ښخولو ، حلالولو ، وژلو څخه نيولي بيا تر ژوندي سوځولو پوري يي ربړوي.

د مظلومو مسلمانانو کورونه يي وسوځوي ،د کلي او کور څخه يي فراره کوي ، په لاره کي يي فير وي ، په اوبو کي يي په ډليز ډول غرقوي همدارنګه دلوږي او تندي څخه يي په زرهاو تنه د ژوند له نعمت څخه بي برخي کړل.

خو ددي ټولو ظلمونو او وحشتونو په مقابل کي د بشر دوستان (ملل متحد ، نړيوال ايتلاف…) ټول چپ ناست دي ، په داسي حال کي که په نړي کي يو څوتنه کافران په طبعي پيښه کي له منځه ولاړ سي دستي به ټوله نړي ناري او غلبلي کړي، دا به پيښه به د بشري ناورين په نامه ياده کړي ، ښه مثال يي په فرانسه کي د چارلي ابدو د مجلي پر دفتر باندي حمل ده چي ۱۲ کسان په کي مړه او زخميان سول، په سبا يي ټولي نړي ناري او سوري جوړي کړي ، فرانسي ته د هري خوا څخه د تسليت پيغامونه راشروع سول ، هر چا خپله غمرازي ورسره شريکوله حتي چي زموږ مفکر هم ورسره خپله غمرازي شريکه کړه.

ولي د برما د مظلومو مسلمانانو قتل عام دوي ته بشري ناورين او انساني غميزه نه معلوميږي ځکه هغوي مجرمين دي او جرم يي دادي چي مسلمانان دي او بس.

د نړي له روان  سکوت سره غربي ميډيا ( بي بي سي ، امريکا غږ ، اي بي سي ، سي ان ان …) هم پر خوله مهر وهلي وه يوه ورځ مي هم د دي رسنيوڅخه د برماپر مسلمانانو د روان ظلم او د بودايي وحشيانو د ناتار راپور وانه وريدي.

بلاخره دادي مسلمانانو چي په نړيواله سطحه کمزوري هم بلل کيږي ،د خپلومسلمانانو وروڼو څخه د دفاع لپاره ميدان ته راووتل تر څو مسلمانان د روان بحران څخه رواباسي نواوس به بيا غربي ميډيا ته د تازه خبرونو موقع په لاس ورسي.

د هر مشرک د وژلو ، زخمي کيدلو او بندي کيدلو تازه تازه خبرونه به نړيوالو ته وړاندي کوي ، هره ورځ به د وژل سويو ، زخمي سويو او بندي سويو مشرکينو احصايي اعلانوي ، تر څو نړيوال حساسيتونه راوپاروي.

بيا به د هغه ځاي په اړ د څښاک د اوبو، خوراکي توکو ، د تدواوي د موادو د کمبود راپورونه خپروي ، د مسلمانانو عملي عکس العمل ته به افراطيزم ، تروريزم او ټول وژونه ويل کيږي.

د ملل متحد اونړوالو څخه به د مشرکينو لپاره د اوليه مرستو د رسولو غوښتني کيږي ، په داسي حال کي چي د مسلمانانو لپاره تر پايه پوري بيله (ترکي) څخه هيڅ چا هم د مرستو ټټر ونه وهي.

خو افسوس پر داسي چا چي لا تراوس هم د قضاوت او انصاف معيار يي همدا غرب پاله اوصلبي ميډيا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx