دیني، سیرت او تاریخ

عروج او زوال

لیکنه: عطاءالرحن هدایت‎

روز اول نه دعروج اوزوال داستان دفرد، خاندان، قبیلي او قوم سره کلک تعلق لري. که هغه قوم نوح (ع) دي، قوم ثمود، اصحاب مدین، قوم لوط او که امة مسلمه دي. اول هریوامت لپاره یو هادي، راهنما دهدایت(کتاب، صحائف) رالیږل شوي، بیا هغه امت ته تر مقرروخته پوري مهلت اودګمراهي او دنیغي لاري دانتخاب اختیارورکړل شوي ترڅوهغه قوم، امت زان لپاره کومه لاره غوره کوي، دهدایت او یا که دګمراهي.

پس هر هغه چا چي دهدایت لار غوره کړي هغوي کامیاب شوي او چا چي دګمراهي لار غوره کړي نو هغوي ته توبي ایستلو لپاره نور مهلت ورکړل شوي ترڅو توبه اوباسي او د الله عذاب پري رانشي لکه دحضرت یونس (ع) قوم، او که پخپله ګمراهي قائم پاتې شوې نو هغوي الله نیست ونابود کړي او حتی چي نوم او نشان يې هم ندې پاتې شوي لکه قوم نوح چي دخپلي سرکشي په وجه پري عذاب دطوفان په شکل راغي او هر څه سیلاب له زان سره یوړل او تباه شو، قوم ثمود باندي ۷ ورځي او شپي دسخت باد عذاب  نازل او غرق شو، اصحاب مدین سختي زلزلي غرق کړل، قوم لوط باندي ځمکه سرچپه او دکانړو باران دځمکي لاندي کړل، بني اسرائیل باندي دسپګو، چینډخانو، وینو وغیره عذاب راغي او دعبرت حاصلونکو لپاره ځاي دعبرت شو.

اوس پاتي شو فقط امة مسلمه چي هغي لپاره الله ستر لارښود نبي آخرزمان حضرت محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) الله پاک مبعوث کړ او آخري اوستر کتاب قرآن مجید یې راولیږلو او په ډیر لږ وخت کي هغه دعربو جاهل او ناپوهه خلک په قرآن وحدیث باندي دعمل په وجه ددنیا او آخرت کامیابي حاصلي کړي او ستر خلک وګرځیدل ملکونه، ملکونه فتح شو او داسلام جنډه پري ولګول شوه، خو افسوس چي نن مونږ زوال طرف ته روان یو، تقریبا ۱.۵ ارب مسلمانان ددنیا په ۵۲ ملکونو، چي ګرمي او یخي اوبه، تیل او اټومي ټکنالوژي، او جدید وسلو او وسائلو درلودلو سره سره بیا هم ددنیا په هرځاې کې مسلمان وژل کیږي، دناامني اوترهګر نوم پري ایښودل کیږي، زندانونه کې اچول کیږي، داذلت او رسوائې دامة مسلمه مقدر کې ولي ولیکل شوه؟ او اخر ترڅو پوري به وي او څوک به کوي داسې عظیم الشان کار؟داسي عظیم الشان کار هرهغه څوک کولایې شي چي (قاري ښکاري خو حقیقت کي وي قرآن) عملي عکس وګرځي….!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x