اشرف غني: افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له «قربانيو» مننه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل):د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ویلي چې د امریکايي ځواکونو د هغو ځاني او مالي قربانیو مننه کوي چې په تیرو څوارلسو کالو کې يې د افغان ولس د خیرښیګڼې لپاره ګاللي دي.

نوموړي دا څرګندونې په قطر کې د بروګنګز موسسې لخوا د «امریکا او اسلامي نړۍ» نړیوال کنفرانس ته په خپلې ویډیويي وینا کې کړي.

اشرف غني همدا راز د ناټو ځواکونو له مالي او ځاني «قربانیو» هم مننه ادا کړې او په تېرو څوارلسو کالو کې يې د بهرنیو ځواکونو پوځي شتون «بریالی جنګي ماموریت» ګڼلی او د هغوی ستړیاوې يې ستایلي دي.

د ګډ حکومت ولسمشر په خپلو خبرو کې د امریکا د هغه تصمیم هرکلی وکړ چې پس له دې به افغان ځواکونو ته جګړییزې مشورې او لارښوونې ورکوي. نوموړي په دې لړ کې د امریکا له ولسمشر اوباما څخه ځانګړې مننه وکړه.

اشرف غني زیاته کړه، که څه هم افغان ولس سولې او ثبات ته ډیر ضرورت لري خو د سولې له کوښښونو سره جوخت به جګړه هم روانه ساتي؛ ځکه چې له یوې خوا ولسمشر دی او له بلې خوا د پوځ اعلی سرقومندان. نوموړي وویل:

« د پوځ اعلی سرقومندان په حیث مسئولیت لرم چې د اساسي قانون له مخې جنګي وظیفه سرته ورسوم، او د منتخب ولسمشر په حیث بیا د سولې او امنیت په لار کې د خلکو غوښتنو ته د مثبت ځواب مسئولیت هم لرم».

اشرف غني چې په روانه انګلیسي ژبه یې وینا کوله، افغانستان د بهرنیو هیوادونو د نیابتي جګړې ډګر وباله، خو ورسره جوخت یې د امریکا هغه جګړه وستایله چې د سپتمبر د پیښو په غچ کې يې په افغانستان کې پیل کړې.

د ګډ حکومت ولسمشر ادعا وکړه چې د پاکستان رهبرانو منلې ده چې له تیرو څوارلسو کالو راهیسې له افغانستان سره په نااعلان شوي جنګ کې واقع دي. خو نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو له مالي او ځاني قربانیو شکریه ادا کوي، چې په دې وروستیو کې د امریکايي واټسن موسسې لخوا په یوې تازه سرشمیرنه کې راغلي چې بهرنیو ځواکونو په تیرو څوارلسو کالو کې سل زره ملکي افغانان وژلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
rehmat jan
میلمه
rehmat jan

نومفکرخوبه خودله امریکایانوسخه منندویی کوی زکه سی ده خوفکرکریده که نن امریکایان ولارسی دده حکومت یوه ورزهم دوام نسی کولای پاته سوه دیولک افغان شهیدانوغم نوهغه په ولسشرم پوری سه اره لری سی نوموری پری غمجن سی زکه سی همدی اولس دده اودده دهمفمرانوسره دشمنی شوولی ده

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

دامریکایي بادارانو څخه باید مننه وکړي چې کابو دوه لکه افغانان یې درته شهیدان کړل ، اوپه زرهاؤ نوریې سخت ټپيان کړل ، کورونه یې ور وران کړل باغونه یې ور وران کړل ژوندي یې وسوځول ، مړه یې وسوځول ، بولي یې ورباندي وکړي ، په سپین ږیرو یې جنسي تیری وکړ ددې ټولو مننه هم باید ترې وکړه داپکه ککرۍ دي خدای ژر ترژره خاوري کړه ، او ستاپه ټولو ګوډاګیانو دي مرګ وي ، آمین

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مننه ځو یی سمه ده ، مګر د هغه د امریکایانو د ځانی اومالی تلفاتو هدف له افغانستان څخه د کرزی او غنی ټیمونه دی دوی ته دغه غلامه اداره د ملت معنی لری ، د دوی د جیبو ګټو ته د افغانستان ګټی او د مظلوم او مجاهد اولس څخه د دو ی خوندی ساتنی ته امنیت او د وطن ( غلامی اداری ) دفاع وایی . امریکایانو دا کار کړی ، له خرو یی سړی جوړ کړل ، وایی وران سر جوارو کی سمیږی ، تاسی به عطا نور د جهاد د دور تصویر لیدلی و اوږده ږیره… نور لوستل »