نظــر

داسلامي أخوت نړۍ واله ورځ

mominon-ikhwaدمارچ ۲۲ هغه ورځ ده چي  په ۱۹۲۸ مېلادي کال کي له نن څخه پنځه اتیاکاله وړاندي په همدغه ورځ دشهید امام حسن البنا رحمه الله تعالی لخوا پداسي حال کي دالاخوان المسلمون دغورځنګ بنسټ کېښودل شو چي برېتانوي استعمار په ټوله اسلامي نړۍ مسلط وو او مسلمانان يې پخپل منځ کي په بېلابېلو توکمونو، هېوادونو، ژبو ، مذهبي او طبقاتي توپېرونو وېشلي وو، شهید امام ددې غورزنګ دبنسټ اېښودلو په وسېله دنړې په ټولو مسلمانانوکي داسلامي اخوت او ورورولۍ روح راژوندی کړ، داکوم ګوند نه وو بلکه په حقیقت کي دمسلمانانو دپیوستون او وحدت یو نوی پیغام وو.

شهید امام وايي :

د الاخوان المسلمون پلویان او لارویان نه خو ګوندیان او ګوندپال دي اونه به هم کله ګوند پالونکي شي، بلکه دا داسلامي ورورولي او پیوستون یو نړۍ وال رسالت دی. هغه خپل وروڼه په همدې فکر وروزل چي نن یې هم دا پیغام دلارویانو دلاري مشال دی . دې غورزنګ د مصري ټولني او د ګاونډیو عربي هېوادونو په باسواده طبقه کي زیات فکري نوښت او بدلون راوست ، او ورو ورو يې ريښې دنړۍ ټولو اسلامي هېوادونو او مسلمانو پرګنو ته وغزېدلې، داغورزنګ له پیل څخه داستعمار او په سېمه کي دهغوی لاسپوڅو واکمنانو لخوا سخت وټکول شو، لارښود يې په شهادت ورسېدو، اورپسې يې په زرهاوو لارویان دطاغوت تر شکنجو لاندي دحق دلاري دشهیدانو له قافلې سره يوځای شول .
هغوی که په جسدي لحاظ له دې نړۍ سره په مخه ښه کړي ده خو دقرانکریم په نص هغوی اوس هم ژوندي دي، خود به ژوندي وي چي دنړۍ په ګوټ ګوټ کي داسلام هرمورچل دهغوی په لارویانو ډک او دوخت په تېرېدلو سره يې سنګرونه هره ورځ لا زيات تودېږي ، نن چي هرچېرته ددې پاکي لاري دلارویانو لخوا کومه برحقه مبارزه پرمخ بېوله کېږي دهمدغه غورزنګ دمخکښو شهیدانو دقافلې یادونه تازه کوي .

دهمدغي مبارکي ورځي په مناسبت چي هرکال داسلامي آخوت دورځي په توګه باید دټولو مسلمانانو لخوا ولمانځله شي غواړم يوڅو کرښي داسلامي اخوت تر سرلیک لاندي وکاږم الله تعالی په قرانکریم کي فرمايي:

إنما المؤمنون إخوة .

بېشکه چي مسلمانان پخپل منځ کي یو دبل وروڼه دي .

یو اثر روایت شوی دی چي وايي :

من لم يهتم بأمر المسلمين فليس منهم

چاچي دمسلمانانو په غم کي خپل ځان شریک ونه ګاڼه هغه له مسلمانانو څخه نه دی .

ددې اثر نسبت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شوی که څه هم يې سند کمزوری دی خو محتوا او مفهوم يې یقیناً رېښتیا او حقیقت دی ځکه چي په یوه بل حدیث کي چي بخاري او مسلم له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه رانقل کړی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :  عن النعمان بن بشير رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد إذا اشتكى شيئا تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى (بخاري ومسلم)

دمسلمانانو مثال په مینه، زړسوي او خواخوږي کي دیوه بدن دی کله چي يې یوې برخي ته څه ځور ورسېږي ټول جسم ورسره په تبه اخته شي او ناکراره شي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ التَّقْوَى هَاهُنَا” وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، “بِحَسْبِ امْرِئٍ مِن الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ.

مسلمان دمسلمان ورور دی نه به ظلم ورباندي کوي نه به يې له مرستي ځان شاته کوي اونه به هغه ته په سپکه ګوري دالله وېره دلته ده او درې ځلي يې خپلي سینې مبارکي ته ګوته ونېوله دمسلمان لپاره همدا ګناه بس ده چي خپل مسلمان ورور ته په سپکه وګوري د هرمسلمان ویني ، شتمني او عزت په بل مسلمان حرام دي
عن أبي موسى رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال : المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا ، وشبك بين أصابعه (بخاري ومسلم)
مسلمان دمسلمان لپاره دودانۍ دخښتو مثال لري چي یوه يې بله راټېنګوي او بیا يې دیوه لاس ګوتي دبل لاس په ګوتو کي ټېنګي کړې .

دا داسلامي لارښوونو له مخي د رېښتونو مسلمانانو دخپل منځي ورورولۍ څرګند مثالونه دي چي بیان کړل شول او څوک چي پدې خویونو موصوف نه وي ګڼ شمېر نور حدیثونه شته چي دکامل ایمان وصف بېرته ځېني اخلي لکه چي رسول الله ذصلی الله علیه وسلم فرمايي :

لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه (البخاري ومسلم)

په تاسو کي يوڅوک ترهغه وخته دبشپړ اېمان څښتن نشي جوړېدلای ترڅو چي دخپل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چي دخپل ځان لپاره يې خوښوي.
امام ابوداود السجستاني همدغه حدیث شریف له هغو څلورو حدیثونو څخه ګڼلی په کو م چي دټول اسلام دارومدار دی .

دمسلمانانو تر منځ ورورولي دایمان تر ټولو ټېنګه رسۍ ده او ددې ورورولي غوښتنه داده چي هرمسلمان دعموم مسلمانانو په غم او خوښۍ کي خپل ځان شریک څه چي خپل يې وګڼي، بېشکه چي مسلمان دمسلمان ورور دی، که په هرهېواد او دنړۍ په هرګوټ کي وي، که په هره ژبه خبري کوي, که له هرتوکم، ژبي او نسب سره تړاو ولري اوكه هري سياسيي ډلي او ګوند ته منسوب وي ځکه چي : (إنما المؤمنون إخوة) بېشکه چي مسلمانان ټول سره وروڼه دي .
اسلامي اخوت او یا دمسلمانانو تر مېنځ عملي ورورولي هغه ټېنګه اېماني رسۍ ده چي هېڅ ډول توپېر او تبعیض يې نشي غوڅولای ځکه چي دکایناتو خالق او مالک مسلمانان پدې رسۍ یوله بل سره مښلولي او تړلي دي .
مسلمان دخپل مظلوم مسلمان ورور مرستي ته وردانګي، دهغه په هکله اندېښمن وي، پوښتنه يې کوي، دعا ورته کوي، مونږ اسلام مکلف ګرزوي چي خپلو مسلمانو وروڼو ته په هرلمانزه کي دعا وکړو، مونږ دهرلمانزه په التحیات کي وايو: (السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين) اې الله مونږ او ستا نېکان بندګان له هره پلوه سلامت ولرې . او که دادعا ونه وایو لمونز مو نېمګړی ګڼل کېږي .
یوعالم وايي چي دیو مسلمان لمونځ پرېښودل ټولو مسلمانانو ته تاوان پېښوي ځکه مسلمان پخپل لمانزه کي مسلمانان په دعا کي ورګډوي او چي کله لمونز ونکړي نو ټول يې له دعا څخه بې برخي کړل، او دلمانزه پرېښودل ستره ګناه ځکه ده چي هغه دالله تعالی ، دهغه درسول، دخپل ځان او عموم مسلمانانو دحق په ادا کولو کي کمی وکړ ځکه خو کفر ته نژدې ستره ګناه ګڼله کېږي .
ددې خبرو موخه داده چي اسلامي شریعت ټول قوانین داسي وضع کړي دي چي اسلامي ورورولي ته وده ورکوي، اودمسلمانانو په منځ کي ددې ورورولي عملي تطبیقي نمونې پلي کوي چي یو يې هم دمسلمانانو په غم او درد کي دځان شرېکول دی .
داسلام دښمنانو تل هڅه کړي چي دمسلمانانو ترمنځ ورورولي له منځه یوسي ، دهغوی له زړونو څخه دورورولي، پیوستون او یووالي انګېزه او احساس وباسي، او هغوی هغه وخت تر یوه حده پوري پدې شوم هدف کي بریالي هم شول کله چي يې دمسلمانانو ترمنځ جغرافیايي بندرونه جوړ کړل، هغوی يې په توکمونو، ژبو او بېلابېلو سیمو ووېشل، او بیا یې دهغوی تر منځ جاهلانه شعارونه تروېج کړل او هغوی یې یو دبل په خلاف را وپارول، ومولیدل چي دښمن يې په یوه سېمه کي مسلمان وروڼه شکنجه کوي خوپه بل ځای کي يې نور مسلمانان نندارې کوي، په یوه اسلامي هېواد کي ددښمن په لاس دمسلمانانو دوېنو ویالې بهېږي خو په بل مسلمان هېواد دخپرندویه وسایلو دخبرونو غټي سرخیاني دلوبو او لوبغاړو وي او که يې خپروي هم نو دیوه عادي خبر په توګه يې هماغسي خپروي لکه ددښمن خپرندویه وسایلو چي خپور کړی وي .
خو رېښتوني مسلمان ته دخپل مسلمان ورور وېنه زیات ارزښت لري ابن حبان پخپل سېرت کي دعمر بن الخطاب دخلافت په وخت کي دمسلمانانو په لاس دنهاوند دفتحي قصه ذکر کړي چي عمر رضي الله تعالی عنه دکوفې مسلمانانو ته پخپله توصیه کي لیکلي وو:
سلام عليكم أما بعد فقد استعملت عليكم النعمان بن مقرن المزني فإن قتل النعمان فعليكم حذيفة بن اليمان العبسي فإن قتل حذيفة فعليكم عبد الله بن قيس الأشعري أبو موسى فإن قتل أبو موسى فعليكم جرير بن عبد الله البجلي فإن قتل جرير فعليكم المغيرة بن شعبة الثقفي فإن قتل المغيرة فعليكم الأشعث بن قيس الكندي…
السلام علیکم ما نعمان بن مقرن ستاسو مشر وټاکو که هغه ووژل شي بیا به يې په ځای حذیفة ابن الیمان ستاسو مشروي، که حذیفه هم ووژل شي بیا به عبد الله بن قیس الاشعري ستاسو مشر وي، که هغه ووژل شي بیا به جریر بن عبد الله البجلي ستاسو مشروي، که هغه هم ووژل شي بیابه مغیرة بن شعبة الثقفي ستاسو مشروي اوکه هغه هم ووژل شي بیابه اشعث بن قیس الکندي ستاسو مشر وي ……
بیاچي کله الله تعالی مسلمانانو ته فتحه او بری ورکړ په عمر بن الخطاب یوه استاځي دفتحي زېری وکړ عمر بن الخطاب دنعمان بن مقرن پوښتنه وکړه، استاځي ورته وويل: هغه په شهادت ورسېدو، عمر بن الخطاب وژړل او درې ځلي يې وفرمايل: الله تعالی دي په نعمان رحم وکړي او استاځي ته يې وويل چي نور چپ شه، (ددې لپاره چي په زیات ماتم خبر نشي) خو استاځي ورته وويل چي زما دي قسم په ذات وي چي ته يې دخلافت په مقام نازولی يې له نعمان څخه پرته زمونږ په پېژاندو کي بل هېڅوک په شهادت ندي رسېدلي، خو عمر رضي الله تعالی عنه نور هم ډېر زیات وژړل او ويې فرمایل چي هغوی بېوزله دي خو الله تعالی ورته دشهادت مقام نصیب کړ .
نور هم صحیح روایتونه راغلي دي چي عمر بن الخطاب به درمضان المبارک دقنوت په دعا کي ټولو مسلمانانو ته دبښني او مغفرت دعا کوله .
په صحیح بخاري او صحیح مسلم کي روایت دی چي په بئر معونة کي چي کله دقرانکریم اویا حافظان صحابه په شهادت ورسېدل انس رضي الله عنه فرمايي چي کله مي هم دومره څوک غمجن نه وو ليدلي لکه څومره چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدغه ورځ غمجن وو .
ددې روایتونو او دیني نصوصو دذکر کولو مقصد دادی چي مونږ ورڅخه عبرتونه واخلو، دهغو مفاهیم پخپل احساس او زړونو کي راژوندي کړو، دمسلمان امت لپاره يې دعمل په بڼه کي وژباړو، کار یواځي ژړا نده ځکه چي ژړا له مصیبت ځپلي سره دهغه په غمشریکي کي یو فطري انساني تعبیر دی، په کار داده چي مثبت اورغنده ګامونه وچت کړو، له خپلو وروڼو څخه دغم داثارو دلېري کولو لپاره په ټولو ممکنو وسایلو سره دعمل ډګر ته ودانګو او مثبت محسوس دخیر کارونه په انفرادي او ډله اېزه توګه سرته ورسوو ځکه يومسلمان چي دخپل مسلمان ورور په وېر کي ځان شریک ونه ګڼي هغه کامل مسلمان نه دی .
په پای کي به دا ووايو چي داسلامي آخوت داحیاء پدې پرتمېنه ورځ درسول الله صلی الله علیه وسلم دلارښوونو ، دسلف صالحینو دکردار او ګفتار او د الاخوان المسلمون دشهید امام دپیغامونو په رڼا کي په کار ده ډېر څه وليکل او وويل شي خو په اسلام کي اصل معیار عمل دی نه ویناوي او ليکني ، مونږ ته چي ځانونه ددې حقي لاري لارویان ګڼو په کار ده چي سر له نن ورځي له خپل رب سره دا هوډ نوی کړو چي داسلام دلارښوونو، دسلف صالحینو دکردار او ګفتار او دالاخوان المسلمون دشهیدانو امامانو دویناوو په رڼا کي به داعلاء کلمة الله او دالهي نظام دحاکمیت لپاره او دشر او فساد دله منځه وړلو په خاطرخپل برحق جهاد، دعوت الی الله او دځان ، ټولني ، اسلامي امت اوټول بشریت دسمون هغه دنده چي له انبیاء کرامو څخه په مېراث راپاته ده دتل لپاره پرمخ بیایو ترڅو داسلام بیرغ په ټوله دنیا ورپوو او یا هم داسلامي امت دشهیدانو له کاروان سره یوځای شو .
وقل اعملوا فسيرى الله عملكم ورسوله والمؤمنون وستردون إلى عالم الغيب والشهادة فينبئكم بما كنتم تعملون ( 105 )التوبة
ورته ووایه چي وکړﺉ الله تعالی ، دهغه رسول او مؤمنان به ستاسو کړني وګوري او نژدې ده چي په پټو او څرګندو خبر (الله جل جلاله)ته بېرته وګرزﺉ بیابه مو په هغه څه خبر کړي چي تاسو به کول .ددې اثر نسبت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شوی که څه هم يې سند کمزوری دی خو محتوا او مفهوم يې یقیناً رېښتیا او حقیقت دی ځکه چي په یوه بل حدیث کي چي بخاري او مسلم له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه رانقل کړی دی  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
عن النعمان بن بشير رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد إذا اشتكى شيئا تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى (بخاري ومسلم)
دمسلمانانو مثال په مینه، زړسوي او خواخوږي کي دیوه بدن دی کله چي يې یوې برخي ته څه ځور ورسېږي ټول جسم ورسره په تبه اخته شي او ناکراره شي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ التَّقْوَى هَاهُنَا” وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، “بِحَسْبِ امْرِئٍ مِن الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ.

مسلمان دمسلمان ورور دی نه به ظلم ورباندي کوي نه به يې له مرستي ځان شاته کوي اونه به هغه ته په سپکه ګوري دالله وېره دلته ده او درې ځلي يې خپلي سینې مبارکي ته ګوته ونېوله دمسلمان لپاره همدا ګناه بس ده چي خپل مسلمان ورور ته په سپکه وګوري د هرمسلمان ویني ، شتمني او عزت په بل مسلمان حرام دي
عن أبي موسى رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال : المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا ، وشبك بين أصابعه (بخاري ومسلم)
مسلمان دمسلمان لپاره دودانۍ دخښتو مثال لري چي یوه يې بله راټېنګوي او بیا يې دیوه لاس ګوتي دبل لاس په ګوتو کي ټېنګي کړې .
دا داسلامي لارښوونو له مخي د رېښتونو مسلمانانو دخپل منځي ورورولۍ څرګند مثالونه دي چي بیان کړل شول او څوک چي پدې خویونو موصوف نه وي ګڼ شمېر نور حدیثونه شته چي دکامل ایمان وصف بېرته ځېني اخلي لکه چي رسول الله ذصلی الله علیه وسلم فرمايي :
لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه (البخاري  ومسلم)
په تاسو کي يوڅوک ترهغه وخته دبشپړ اېمان څښتن نشي جوړېدلای ترڅو چي دخپل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چي دخپل ځان لپاره يې خوښوي.
امام ابوداود السجستاني همدغه حدیث شریف له هغو څلورو حدیثونو څخه ګڼلی په کو م چي دټول اسلام دارومدار دی .
دمسلمانانو تر منځ ورورولي دایمان تر ټولو ټېنګه رسۍ ده او ددې ورورولي غوښتنه داده چي هرمسلمان دعموم مسلمانانو په غم او خوښۍ کي خپل ځان شریک څه چي خپل يې وګڼي، بېشکه چي مسلمان دمسلمان ورور دی، که په هرهېواد او دنړۍ په هرګوټ کي وي، که په هره ژبه خبري کوي اوکه له هرتوکم، ژبي او نسب سره تړاو ولري ځکه چي : (إنما المؤمنون إخوة) بېشکه چي مسلمانان ټول سره وروڼه دي .
مسلمان دخپل مظلوم مسلمان ورور مرستي ته وردانګي، دهغه په هکله اندېښمن وي، پوښتنه يې کوي، دعا ورته کوي، مونږ اسلام مکلف ګرزوي چي خپلو مسلمانو وروڼو ته په هرلمانزه کي دعا وکړو، مونږ دهرلمانزه په التحیات کي وايو:  (السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين) اې الله مونږ او ستا نېکان بندګان له هره پلوه سلامت ولرې . او که دادعا ونه وایو لمونز مو نېمګړی ګڼل کېږي .
یوعالم وايي چي دیو مسلمان لمونځ پرېښودل ټولو مسلمانانو ته تاوان پېښوي ځکه مسلمان پخپل لمانزه کي مسلمانان په دعا کي ورګډوي او چي کله لمونز ونکړي نو ټول يې له دعا څخه بې برخي کړل، او دلمانزه پرېښودل ستره ګناه ځکه ده چي هغه دالله تعالی ، دهغه درسول، دخپل ځان او عموم مسلمانانو دحق په ادا کولو کي کمی وکړ ځکه خو کفر ته نژدې ستره ګناه ګڼله کېږي .
ددې خبرو موخه داده چي اسلامي شریعت ټول قوانین داسي وضع کړي دي چي اسلامي ورورولي ته وده ورکوي، اودمسلمانانو په منځ کي ددې ورورولي عملي تطبیقي نمونې پلي کوي چي یو يې هم دمسلمانانو په غم او درد کي دځان شرېکول دی .
داسلام دښمنانو تل هڅه کړي چي دمسلمانانو ترمنځ ورورولي له منځه یوسي ، دهغوی له زړونو څخه دورورولي، پیوستون او یووالي انګېزه او احساس وباسي، او هغوی هغه وخت تر یوه حده پوري پدې شوم هدف کي بریالي هم شول کله چي يې دمسلمانانو ترمنځ جغرافیايي بندرونه جوړ کړل، هغوی يې په توکمونو، ژبو او بېلابېلو سیمو ووېشل، او بیا یې دهغوی تر منځ جاهلانه شعارونه تروېج کړل او هغوی یې یو دبل په خلاف را وپارول، ومولیدل چي دښمن يې په یوه سېمه کي مسلمان وروڼه شکنجه کوي خوپه بل ځای کي يې نور مسلمانان نندارې کوي، په یوه اسلامي هېواد کي ددښمن په لاس دمسلمانانو دوېنو ویالې بهېږي خو په بل مسلمان هېواد دخپرندویه وسایلو دخبرونو غټي سرخیاني دلوبو او لوبغاړو وي او که يې خپروي هم نو دیوه عادي خبر په توګه يې هماغسي خپروي لکه ددښمن خپرندویه وسایلو چي خپور کړی وي .
خو رېښتوني مسلمان ته دخپل مسلمان ورور وېنه زیات ارزښت لري ابن حبان پخپل سېرت کي دعمر بن الخطاب دخلافت په وخت کي دمسلمانانو په لاس دنهاوند دفتحي قصه ذکر کړي چي عمر رضي الله تعالی عنه دکوفې مسلمانانو ته پخپله توصیه کي لیکلي وو:
سلام عليكم أما بعد فقد استعملت عليكم النعمان بن مقرن المزني فإن قتل النعمان فعليكم حذيفة بن اليمان العبسي فإن قتل حذيفة فعليكم عبد الله بن قيس الأشعري أبو موسى فإن قتل أبو موسى فعليكم جرير بن عبد الله البجلي فإن قتل جرير فعليكم المغيرة بن شعبة الثقفي فإن قتل المغيرة فعليكم الأشعث بن قيس الكندي…
السلام علیکم ما نعمان بن مقرن ستاسو مشر وټاکو که هغه ووژل شي بیا به يې په ځای حذیفة ابن الیمان ستاسو مشروي، که حذیفه هم ووژل شي بیا به عبد الله بن قیس الاشعري ستاسو مشر وي، که هغه ووژل شي بیا به جریر بن عبد الله البجلي ستاسو مشروي، که هغه هم ووژل شي بیابه مغیرة بن شعبة الثقفي ستاسو مشروي اوکه هغه هم ووژل شي بیابه اشعث بن قیس الکندي ستاسو مشر وي ……
بیاچي کله الله تعالی مسلمانانو ته فتحه او بری ورکړ په عمر بن الخطاب یوه استاځي دفتحي زېری وکړ عمر بن الخطاب دنعمان بن مقرن پوښتنه وکړه، استاځي ورته وويل: هغه په شهادت ورسېدو، عمر بن الخطاب وژړل او درې ځلي يې وفرمايل: الله تعالی دي په نعمان رحم وکړي او استاځي ته يې وويل چي نور چپ شه، (ددې لپاره چي په زیات ماتم خبر نشي) خو استاځي ورته وويل چي زما دي قسم په ذات وي چي ته يې دخلافت په مقام نازولی يې له نعمان څخه پرته زمونږ په پېژاندو کي بل هېڅوک په شهادت ندي رسېدلي، خو عمر رضي الله تعالی عنه نور هم ډېر زیات وژړل او ويې فرمایل چي هغوی بېوزله دي خو الله تعالی ورته دشهادت مقام نصیب کړ .
نور هم صحیح روایتونه راغلي دي چي عمر بن الخطاب به درمضان المبارک دقنوت په دعا کي ټولو مسلمانانو ته دبښني او مغفرت دعا کوله .
په صحیح بخاري او صحیح مسلم کي روایت دی چي په بئر معونة کي چي کله دقرانکریم اویا حافظان صحابه په شهادت ورسېدل انس رضي الله عنه فرمايي چي کله مي هم دومره څوک غمجن نه وو ليدلي لکه څومره چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدغه ورځ غمجن وو .
ددې روایتونو او دیني نصوصو دذکر کولو مقصد دادی چي مونږ ورڅخه عبرتونه واخلو، دهغو مفاهیم پخپل احساس او زړونو کي راژوندي کړو، دمسلمان امت لپاره يې دعمل په بڼه کي وژباړو، کار یواځي ژړا نده ځکه چي ژړا له مصیبت ځپلي سره دهغه په غمشریکي کي یو فطري انساني تعبیر دی،  په کار داده چي مثبت اورغنده ګامونه وچت کړو، له خپلو وروڼو څخه دغم داثارو دلېري کولو لپاره په ټولو ممکنو وسایلو سره  دعمل ډګر ته ودانګو او مثبت محسوس دخیر کارونه په انفرادي او ډله اېزه توګه سرته ورسوو ځکه يومسلمان چي دخپل مسلمان ورور په وېر کي ځان شریک ونه ګڼي هغه کامل مسلمان نه دی .
په پای کي به دا ووايو چي داسلامي آخوت داحیاء پدې پرتمېنه ورځ درسول الله صلی الله علیه وسلم دلارښوونو ، دسلف صالحینو دکردار او ګفتار او د الاخوان المسلمون دشهید امام دپیغامونو په رڼا کي په کار ده ډېر څه وليکل او وويل شي خو په اسلام کي اصل  معیار عمل دی نه ویناوي او ليکني ، مونږ ته چي ځانونه ددې حقي لاري  لارویان  ګڼو په کار ده چي سر له نن ورځي له خپل رب سره دا هوډ نوی کړو چي هرمسلمان که له هري سیمي، ژبي، قام، نسل او تنظیم سره تړاو لري خپل ورور به يې ګڼو، په خلاف به يې خپله ژبه، قلم او وسله لکه چي الله تعالی ناروا ګرزولي مونږ به يې هم عقیدتاً او عملاً نارواګڼو، دتېروتني په حالت کي به دعذرونو تلاش ورته کوو، خوشالي او غم به يې خپل ګڼو. دمسلمانانو یووالی او پیوستون به خپل قولي او فعلي شعار ګرزوو او پدې لاره کي به له هېڅ ډول قرباني څخه درېغ نه کوو .
 داسلام دلارښوونو،  دسلف صالحینو دکردار او ګفتار او دالاخوان المسلمون دشهیدانو امامانو دویناوو په رڼا کي به داعلاء کلمة الله او دالهي نظام دحاکمیت لپاره او دشر او فساد دله  منځه وړلو په خاطرخپل  برحق جهاد، دعوت الی الله  او دځان ، ټولني ، اسلامي امت اوټول بشریت دهر اړخېز اصلاح هغه دنده چي له انبیاء کرامو څخه په مېراث راپاته ده دتل لپاره پرمخ بیایو ترڅو داسلام بیرغ په ټوله دنیا ورپوو او یا هم داسلامي امت دشهیدانو له کاروان سره یوځای شو .
وقل اعملوا فسيرى الله عملكم ورسوله والمؤمنون وستردون إلى عالم الغيب والشهادة فينبئكم بما كنتم تعملون (105) التوبة
ورته ووایه چي وکړﺉ الله تعالی ، دهغه رسول او مؤمنان به ستاسو کړني وګوري او نژدې ده چي په پټو او څرګندو خبر (الله جل جلاله) ته بېرته وګرزﺉ بیابه مو په هغه څه خبر کړي چي تاسو به کول .

ابو خلیل قدوسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x