ټکنالوژي

سامسنګ نړۍ ته تر ټولو نری ټبلېت وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه ۱۳۹۴ل): د ځینو راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ غواړي خپل پیاوړي ټبلېټونه معرفي کړي. سامسنګ کمپنۍ ویلي چې دا ځل به دوه ټبلېټونه کاروونکو ته وړاندې کړي.

د سامسنګ دغه ټبلېټونه به د ګیلیکسي ټب ایس ۲ ۸.۰ (Galaxy Tab S2 8.0) او ګیلیکسي ټب ایس ۲ ۹.۷ (Galaxy Tab S2 9.7) له نومونو سره وړاندې شي چې هر یو به يي ډیر پیاوړی وي.

(Galaxy Tab S2 9.7) نومې ټبلېټ به له ۹.۷ انچه ډسپلې او ۱۵۳۶*۲۰۴۸ ریزولوشن سره وړاندې کیږي کوم چې به ډیره غوره او پیاوړی ډسپلې ولري. دغه ټبلېټ کې زیاته اندازه فلزي مواد کارول شوی.

د راپورونو پر بنسټ د دغې ټبلېټ اصلي کامره ۸ میګاپکسله او مخکینۍ کامره يي ۲.۱ میګاپکسله ده. دغه ټبلېت کې اته هستې لروونکی پروسېسر کارول شوی.

دغه ټبلېت درې ګیګابایټ رېم لري او ۳۲ ګیګابایټ د فایل ثبتولو وړتیا هم لري چې له دې سربیره د دغې وړتیا اضافه کولو لپاره کاروونکي له اضافي میموري کارډ څخه استفاده کولی شي.

د دغې ټبلېټ یو له غوره ځانګړتیاو څخه د دغې ټبلېټ پنډوالی دی. د راپورونو پر بنسټ د دغې ټبلېټ پنډوالی یوازې ۵.۵ ملي متره دی.

د دغې کمپنۍ بل ټبلېت (Galaxy Tab S2 8.0) به له ۸ انچه ډسپلې او ۱۵۳۶*۲۰۴۸ ریزولوشن سره وړاندې شي. د دغې ټبلېټ وزن ۲۶۰ ګرامه ده چې د دغې ټبلېت هارډوییر د ټينا (TENAA) ادارې لخوا هم تایید شوی.

دغه ټبلېت به ۵.۴ ملي متره پنډوالی لري چې د دغې پنډوالی لرلو سره په رسمي ډول د نړۍ تر ټولو نری ټبلېت مقام خپلولی شي.

دغه ټبلېټ به د انډرایډ ۵.۰ لالیپاپ (Android 5.0 Lollipop) اپریټنګ سیسټم سره د کارولو وړ وي او ۱.۹ ګیګاهرتز پروسېسر لري. دغه ټبلېت هم درې ګیګابټ رېم لري. د سامسنګ دغه تبلېټ بیا یوازې ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لري خو کاروونکي له اضافي میموري کارډ څخه ګټه پورته کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x