fbpx
د عدالت نړیوالې موسسې په خپل کلني راپور کې ویلي، افغانستان کې د قانون نه حاکمیت او د اغېزمن عدلي نظام د نشتوالي له مخې په نړۍ کې دویم هېواد دی

افغانستان په نړۍ کې د قانون د نه حاکمیت له امله دویم هېواد دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د عدالت نړیوالې موسسې په خپل کلني راپور کې ویلي، افغانستان کې د قانون نه حاکمیت او د اغېزمن عدلي نظام د نشتوالي له مخې په نړۍ کې دویم هېواد دی.

یادې موسسې په خپل کلني راپور کې ویلي دي، افغانستان په نړۍ کې تر ټولو فاسد هېواد دی، چې له امله يې عدلي او قضايي ارګانونه د اندېښنې وړ دي.


د عدالت د نړیوالې موسسې په کلني راپور کې ډنمارک په لومړۍ درجه، ونزویلا اخري درجه کې قرار لري، چې افغانستان له اخرې خوا دویم، زیبمابوي درېیم درجه هېوادونه دي.


د یاد سازمان له خوا دغه درجه بندي د حکومتونو له لورې خپلو خلکو ته د ښو خدمتونو د برابرولو پر بنسټ جوړ شوی دی.


افغانستان د اتو دلایلو له مخې په نړۍ کې دویمه درجه خپله کړې ده.


۱:د فساد شتون: افغانستان په نړۍ او سیمه کې د فساد له کبله تر ټولو فاسد هېواد دی، چې تېرکال یې ۹۹ یمه شمېره کې قرار درلود؛


۲: نظم او امنیت: افغانستان د امنیت له پلوه سلمه درجه کې دی، چې تېرکال ۹۲ یم هېواد و؛


۳: قضايي ارګانونو ته د ښاریانو نه لاسرسی: د دغې درجه بندۍ له مخې افغانستان تېرکال له اخرې خوا دویم او سږکال درېیم هېواد دی؛


۴: ازاد حکومت: افغانستان تېر کال هم ۸۹ یمه درجه کې و او سږکال هم همدغه درجه کې دی؛


۵: د قانون نه اجرا کېدل: د یادې درجه بندۍ له مخې افغانستان تېرکال هم ۹۷ یم هېواد و او سږکال هم په همدغه درجه کې قرار لري؛


۶: د ښاریانو د حقوقو د نه رعایت کولو له کبله افغانستان تېرکال ۵۹ هېواد و او سږکال ۹۱ هېواد دی؛


۷ : اغېزمن قضايي عدالت: افغانستان سږکال سلمه کې درجه کې دی او تېرکال ۹۶ یمه درجه کې و؛


۸ : د دولتي قدرت محدودوالی: افغانستان په دې برخه کې په ۸۲ یمه برخه کې قرار لري، خو تېرکال ۷۲یمه درجه کې و.


د سیاسي چارو شنونکي هم د عدالت د نړیوالې موسسې راپور تاییدوي او زیاتوي، چې په هېواد کې د قانون نه حاکمیت، اداري فساد، زور واکي او ګڼ نور لاملونه دي، چې افغانستان یې د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد کړی دی.


د یاد سازمان مرکز امریکا کې دی او هر کال خپل کلني راپورونه خپروي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد ذبیح اللہ
میلمه
سيد ذبیح اللہ

د افغانستان رئیس جمھور پہ دنیا کی دوھم متفکر دی
تر اوسہ پوری ما دا سوچ کوولو چی دا اول متفکر بہ څوک وی
خو نن راتہ ستاسو ددغہ خبر د خپرولو سرہ معلومہ شوہ چی ددنیا اول متفکر د وینزویلا باچا دی او دوھم متفکر د افغانستان باچا دی