افغانستان

حامد کرزی: له ای ايس ای سره استخباراتي تفاهم ليک د ملت په زيان دی

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د پاکستان له څارګرې ادارې، اي ايس ای سره د افغانستان د ملي امنيت تفاهم ليک په څرګنده د ملي حاکميت «پر ضد» دی او د افغان ولس د «اختناق» لامل يې بولي.

ښاغلي کرزي له یوې امریکايي راډیو سره په تازه مرکه کې ويلي، چې ده د لاسليک شوي سند متن په خپله لوستی او د سند په يو ځای کې راغلي، چې ملي امنيت او ای ايس ای بايد په ګډه د خلکو پر ذهن جوړونې کار وکړي او هغه څوک، چې د تړون مخالفت کوي، بايد «ورانکاري» وبلل شي.

د کرزي په وينا په دغه سند کې د بيلتونپالو پر ضد د ګډو عملياتو غوښتنه شوې او حال دا، چې افغانستان کې هېڅ بېلتون پاله ډلې نه سته.

پخوانی ولسمشر د دې بند په اړه وايي، چې دا به يا افغانستان د بېلتونپالو ډلو د راپورته کېدو لپاره مقدمه وي او يا دا، چې له دې به هدف له ډيورنډ کرښې هاخوا ولسونه وي.

کرزي په څرګند ډول بلوڅو بيلتونپالو ته اشاره وکړه او هغه يې مظلومان وبلل.
حامد کرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې انګريزانو له ده غوښتي وو، چې پاکستان سره د دوستۍ يو تړون لاسليک کړي، مګر ده يې په څرګند ډول مخالفت وکړ او انګريزانو ته يې وويل، چې تر څو پر افغانستان حملې کيږي، دی به ای ايس ای سره دغه ډول تړون لاسليک نه کړي.

پخوانی ولسمشر د پاکستان پوځ او ای ايس ای د افغان ولس دښمنان بولي او وايي، چې ای ايس ای سره شوی تړون بايد ژر تر ژره لغوه شي.

د کرزي په وينا په شوي تړون کې راغلي، چې افغانستان او پاکستان بايد د دښمنو استخباراتو پر ضد په ګډه کار وکړي او دې کار هند اندېښمن کړی دی.

«د چين د سفر پر مهال د هند صدر اعظم هم چين کې و، زه يې وغوښتم او ما ته يې خپلې اندېښنې څرګندې کړې، چې هند د افغانستان يو دوست دی او د اوسني حکومت له کړنو او ای ايس ای سره د شوي تړون له امله ډېر نهيلی ښکارېده.»

کرزي د يو سوال په ځواب کې وويل، چې افغانستان لپاره تر ټولو ښه نظام رياستي دی؛ ځکه چې د واک مرجع په کې معلومه وي او څوک نه شي کولای، چې په اسانه په کې لاسوهنه او مداخله وکړي.

کرزي بیا ټینګار کړی، چې نه غواړي د اپوزیسیون مشري وکړي.

حامد کرزي د خپلې دیارلس کلنې واکمنۍ پر مهال یوویشت ځلې اسلام اباد ته سفرونه وکړل؛ خو لا یې هم له پاکستان سره ناندریزې اړیکې لرلې. ګډ حکومت بیا د حامد کرزي پر خلاف، پاکستان ته امتیازونه ورکړي، چې یو لړ نیوکې يې راپارولي دي. ښاغلي کرزي له دې وړاندې هم د پاکستان په تړاو د ګډ حکومت پر سیاستونو نیوکه وکړه.

د ټولنيزو شبکو يو شمېر فعالان د کرزي وروستۍ څرګندونې نمايشي او د هند په لمسون بولي او امريکا غږ سره شوې مرکه هم د کرزي خپله غوښتنه بولي.

د څارونکو په اند سوالونه، ځوابونه او د کرزي رواني حالت داسې ښکاري، لکه دی چې په لوی لاس، د هند د ګټو لپاره فعاليت کوي.

څارونکي د خپلو خبرو د دليل لپاره د هندي چارواکو او ښاغلي کرزي ليده کاته د دغو څرګندونو يو مهم لامل بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x