نړۍ

طالبانو د برمايي وحشت په اړه د بشري سازمانونو چوپتیا د تاسف وړ وبلله

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په برما کې د روهنګي مسلمانانو پر وړاندې د ځايي بودایانو ظلمونه او د نړیوالو سازمانونو چوپ عکس العملونه په کلکه غندلي دي.

په دې اړه د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د متعصبو بودایانو په لاس د روهنګي مسلمانانو وژل او په اور سوځول په پرلپسې توګه ادامه لري او هغه ښځې او ماشومان چې په تيښته بریالي شوي، د سرپنا په لټه یې کښتۍ د سیمه ییزو هیوادونو د ساحلونو په مینځ کې ځي راځي خو هیڅ بشري خواخوږی نه مومي.

طالبانو د هغو بشري سازمانونو په دریځ تاسف ښودلی چې په برمايي مسلمانانو د روان ظلم پر وړاندې غبرګون نه ښيي. د طالبانو اعلامیه کاږي:

«په ډیر تاسف سره برما کي د روان مسلسل وحشت په اړه تر اوسه پوري لا ملګري ملتونه، اسلامي کنفرانس، د بشري حقونوسازمانونه، د ښځو او ماشومانو دحقونو مدافع ټولني مناسب عکس عمل نلري».

طالبانو په ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس، سیمه ییزو هیوادونو، د بشر، ښځو او ماشومانو د حقوقو سازمانونو غږ کړی چې په برما کې د روان بشري ناورین په اړه چوپتیا ماته کړي، او د برما پر حکومت فشار راوړي چې د روهنګي مسلمانانو نسل وژنه بنده او مجرمین د محاکمې میز ته راکش کړي.

نړیوالو تر اوسه د برمايي مسلمانانو په روانې ټولوژنې خاموش او یا ساړه غبرګونه ښودلي، خو تېره جنوري میاشت کله چې په فرانسه کې د چارلي هیبډو ګستاخې مجلې پر دفتر د وسلوال برید په نتیجه کې دولس تنه ووژل شول، د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني په ګډون د اسلامي او غیر اسلامي نړۍ چارواکو دغه پیښه په یوه خوله وغندله او هغه یې یوه «تروریستي» کړنه وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

حسبنا الله ونعم الوكيل ..
زه وايم امارت سم كار وكو جي ددوي الهان يي دري وري كرل .به باميانو كي ..
الله عز وجل دي دا سور لمني هم يو زل دا سي جبرا ئلي قوت ور بر خه كري جي سم سبق ورته وشي او ددي مظلوم اسلامي نسل انتقام تري واخلي …

ابراهيم

د طالبانو لخوا د ملكرو ملتونو او بشر حقوقو سازمانونو خاموشي د تاسف ور بلل بخبله يو د تاسف ور خبره ده. د يوي جهادي دلي لخوا دغسي بي زايه او غير شرعي هيلي تر هر حه دير د تاسف ور دي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x