نظــر

د افغانستان جګړه له هیڅ یوې امریکایی جګړې سره ورته والی نه لري

amrican flagوروسته لدې چې دناټو په مشرۍ نیواکګرو ځواکونو دیکشنبه په ورځ دمارچ په ۱۱ نیټه دکندهار ولایت دپنجوایي ولسوالۍ دزنګ آباد دکلي په اوسیدونکو دشپې لخوا ګولۍ واورولې، په امریکا کې جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو په یوه غږ د ۲۰۱۴ میلادی کار تر پایه او یاهم له هغه مخکې دوحشي ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ.

دامریکا په سنای مجلس کې دډیرکیو مشر هاری ریډ (Harry Reid) پدې مجلس کې دخپلې وینا په ترځ کې وویل: (وضعیت ښه ندی، په افغانستان کې زمونږ سرتیر تر ډیر سخت فشار لاندې دي.

دا جګړه له هیڅ یوې جګړې سره ورته والی نه لري په کومو کې چې مونږ برخه اخیستې … مونږ لکه څرنګه چې ولسمشر ویلي له هغه ځای څخه وزو او دا سم کار دی).
دا په ماتې باندې اعتراف او تیښته پداسې حال کې ترسره کیږي چې په ۲۰۰۸ میلادی کال کې ډیری جمهوري غوښتونکي له افغانستان او عراق څخه دنیواکګرو دژر وتلو مخالف وو، او دا دي نن ورځ دزرګونو سرتیرو له وژل کیدو او دزرګونو نورو په رواني ناروغیو اخته کیدو وروسته خپلې هغه ددروغو ژمنې چې ویل به یې مونږ دافغانستان ددفاع او دهغه دبیا رغونې او داسې نورو لپاره راغلی یو هیرې کړې او دوتلو خبرې کوي.

دامریکا دولسمشرۍ لپاره دجمهوري غوښتونکو دحزب له لومړنیو کاندیدانو څخه یوه کس چې نوم یې نیوت ګنګریچ (Newt Gingrich) دی په افغانستان کې دسرتیرو دوحشي تګلارې په هکله وویل: (لدې ټولې سیمې سره زمونږ په چلند کې کوم ډیر ناسم څه وجود لري، زما په اند وضعیت ددې په پرتله چې ښه شي نور هم دډیر بدوالي په لور روان دی). نیوت ګنګریچ  وایي: (مونږ دځوانو ښځو او نارینه وو ژوندون دهغه دندې دترسره کولو لپاره په خطر کې اچولي، که په ډاګه وویل شي، هیڅ کیدونکې نده).
څه موده مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او دامریکا ای بی سی خبري آژانس یوه ټول پوښته په لار اچولې وه چې په ترځ کې یې ۵۵ په سلو کې امریکایانو دا درک کړې چې اکثریت افغانان دهغه څه مخالف دي کوم چې امریکا یې غواړي په افغانستان کې درسره کړي، او ۶۰ په سلو کې امریکایان وروسته له یوولس کاله خونخوارې او وژلو دې نتیجې ته رسیدلي چې ووایي دافغانستان جګړه د (جنګیدو ارزش) نلري.

دلوړپوړو امریکایي چارواکو اعترافونه او دامریکایانو لخوا په افغانستان کې دجنګي وضعیت په حقیقت پوهیدل په داسې حالت کې ترسره کیږي چې نظامي نیواکګر او داخلي مزدوران یې پر مجاهدینتو دبریالیتوب او موفقیت خبرې کوي او اعلان یې کړی چې مجاهدین دمقاومت توان نلري.

دا ټول هرڅه پداسې حال کې دی چې دافغانستان ملت ټول را پاڅیدلی او په یوه غږ لدې هیواد څخه دنیواکګرو دژر ترژره وتلو او دهغوی دمحاکمه کولو خبرې کوي. دافغانستان ناقرار او
لړزیدونکی امنیتی حالت نه یوازې امریکایان او دهغوی صلیبي ټلواله یې لړزولې بلکه دهغوی افغانی مزدوران یې هم ډیر وارخطا کړي. دالله تعالی په فضل له جنوب څخه شمال ته او له شرق څخه غرب لوري ته دجهادي جبهاتو غزیدل او ددښمن په زورورو سنګرونو او کلاوو باندې دمجاهدینو لخوا دبرید توانمندي ټول ددښمن دصف او لیکو دماتیدو لامل ګرځیدلي.

له بلې خوا دمزدورې او مرتزقه اردو او پولیسو په لیکو کې دځینې عسکرو او مامورینو ایمانی او وجدانی احساس او دنیواکګرو په وړاندې کرکه او نفرت دبادار او نوکر ترمنځ د باور فضا خړه پړه کړې او اعتماد یې له منځه وړی او اړیکې یې سره ترینګلې کړې دي.  دا لانجې او اختلافات ددې لامل ګرځیدلې چې دافغانستان لدې بې پایه او بې نتیجې جګړې سره مینه کمه شي او بالآخره یې نور دهغه ډالرو رابهیدل هم ودرول په کومو چې دوی ګمان کولو دافغانستان ملت به واخلي، او پدې سره به نور دکابل ورستې او فاسدې ادارې رګونو ته دتازه وینې دروتګ مخه ډب شي او نور به دکابل فاسده اداره دژوند کولو توان له لاسه ورکړي.

احمد فارسی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x