افغانستان

طالبانو په ناروې هېواد کې له یو شمېر افغانانو سره کتلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو سیاسي دفتر یو پلاوي د اروپا په ناروې هېواد کې د افغاني ټولنو له یو شمېر غړو سره کتلي دي.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی په وېبپاڼې د دغې لیدنې په اړه لنډه خبرپاڼه خپره کړې او دا ډول لیدنې يې د مخالف لوري سره د سولې مذاکرات نه بلکې د عامه ولس نظرونو اوریدل او په عین وخت کې خلکو ته خپله شرعي نظر او پالیسي رسول بللي دي.

مجاهد زیاته کړې چې دوی غواړي د هېواد د اشغال د پای ته رسېدو او د ولس د ارامۍ او هوسایۍ لپاره د ولس د هر فرد نظر او مشورې ته غوږ ونیسي او همدا راز خپله پالیسي د بېلابېلو سیاسي شخصیتونو تر غوږونو ورسوي.

ذبیح الله مجاهد له قوله د دغو ډول لیدنو څخه یې موخه داده څو د ملت ټول جهتونو او افراد د یوه سپېڅلي اسلامي نظام په راتلو کې همکارۍ ته اماده کړي، همدا راز د شرعي دلایلو له مخې د هغو اندېښنې لرې کړي چې د «مجاهدینو» د کامیابۍ او حاکمیت په اړه اندېښنه لري.

ښاغلي مجاهد ناروې ته د تللي هیئت نومونه او دا چې له چا سره یې کتلي په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وه چې د ولسي جرګې او مدني ټولنو یو شمېر ښځینه غړو په ناروې کې د طالبانو له هیئت سره خبرې کړي.

قطر کې د طالبانو سیاسي استازو له دې وړاندې فرانسې، جاپان، ایران او یو شمیر نورو هیوادونو ته سفرونه کړي، چې طالبانو د دغو سفرونو موخه دا په ګوته کړې چې خپل نظر او داعیه پخپله هیوادوالو او نړیوالو ته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

دطالبانو سفرونه خارجی هیوادونو ته په کتفرانسونو کی اشتراک کول او هلته تر نړیوالو خپله داعیه رسول ښه کار دی او باید داکار وکړی ولی یوه خبره دی په یاد لری چی پدی کنفرانسونو کی هیڅکله هم باید د منافقینو او کفارو دغلطو مشورو او خبرو تر تاثیر لاندی رانشی په نرمو او غوړو خبرو یی باید خطا نه وځی او له خپل اصلی موقف نه چی د هر ډول اشغال خاتمه او دشرعی نظام قیام بی له کوم ځنډ نه دی باید دیوی ذری په اندازه هم شاته نشی ځکه الله پاک په قرآن کی نبی (ع) ته وایی… نور لوستل »

خالد

الحمدالله ډیر ښه کارونه مو روان کړي دي باید نور هم د ولس سره ځانونه وتړۍ …. خو دا یو کار ده چې اسلامي امارت په دې کې ناکام راغلی چې هغه افغان مجاهدین چې اوس هم د کفارو برغلګرو او ددوۍ د ګوډاګیانو په خلاف جنګیږي په خپل ځان راټول نشو کړای او د اتحاد لپاره يې هیڅ هم ونکړل داسې خو نده پکار چې یواځې د طالب نوم نه بغیر بل نوم باید مونږ ونه زغمو ، دغه مجاهدین چې تر نورو ډیر خپل ملت ته وفادار ، د کفارو سرسخته دښمنان ، ایماندار ، په هر میدان… نور لوستل »

شاه ولیکوټي

دخالد ورور نظر په مجموع کي دیو مخلص افغان نظر دی، خو دطالبانو کړنو ته دې هم پام وکړی ، چې هغوی هغه افغان عسکر ته چې کلونه یې دکفارو غلامي کړی وي ، وروسته توبه ګار سوی وي ، په غاړه کي ګلونه ور اچولي ، نو مخلص مجاهد ته به څنګه دقدر په نه ګوري ، او هغو کسانو ته یې هم تر ډیره ساه ونیول چې دمختلف زعیم او بیرغ لاندي یې دجهاد په نامه نورڅه وکړل ، خو اخیر دوی هم مجبور سول یابه مجبوره کیږي چې پرخلاف به یې قدم پورته کړي ، ځکه دافغانانو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x