نظــر

د اسلامی امت لپاره غوره مشر!

لیکوال: زرخان احمدزی

د ډیره وخته راهیسې چي مونږ ګورو په هر ځای کې مسلمانان په وهلو ټکولو سربیره وژل، د زندان تورو تیارو ته اچول او یو شمیر نورو کړاوونو سره لاس او ګریوان دي، نړیوال چې هر وخت د دروغجنې ډیموکراسۍ تر چتر لاندې د بشر د حقوقو او بیان د ازادۍ شعارونه ورکوي، او بدبختانه چې تش په نوم ډیموکراسي یوازې د غربیانو لپاره ده او مسلمان ملت ترې محروم دی، د بشر حقوق خو لا څه کوې او اقلا په انسانیت باندې هم ورته قائل نه دي.

برعکس هغه مسلمانان چي په حقیقت کي یی د اسلامي نظام د پلي کیدلو تکل کړی نو هغه د خپلو فرایضو د اداء کولو څخه هم محروم پاتي دي ځکه که چیرته لاړ شي نو له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ کیږي، په هیڅ صورت سره نشي کولئ چي په کامله توګه یي ادا کړي لکه د حج د فریضې اداء کول او داسي نور….

هیره د نه وي چې یو شمیر تش په نوم مسلمان مشران هم شته دي چې اسلام د خپلو سیاسي او شخصي موخو لپاره استعمالوي هیڅکله هم د مسلمانانو په درد غمجن نه شول او نه یی د مشکلاتو د حل لار ورته وکتله، ځکه چي دوي ته معلومات نشته چي په اسلامی امت نن څه حال تیریږي؟! دوي خپله د شیشو په محل کی ناست وي او که نور مسلمانان ځپل کیږي هم خیر دی هیڅ خبره نشته ده یوازې په غندلو او غمرازۍ ښکاره کولو باندې هرڅه هیر کړي، ځکه چي( ځمکه هغه سوزي چي اور پرې بلیږی) د دوي بچیان خو د هیواد څخه بهر اوسیږي نو دوي ته به دا درد څنګه محسوس شي؟!

له ډیره وخته په دی سوچ کي وم چي څه به کیږی؟ هر مشر د ځان په غم کي دی چی جیب ډک کړي او شانداره ماڼی جوړې کړي، رښتیا هم چې نن ورځ اسلامی امت باندې هر اړخیز ظلمونه او تکلیفونه روان دي، که چیرې لږ سوچ وکړو او خپل اسلامی تاریخ ته سر ورښکاره کړو نو یقینا چې د سړي تنده پرې ماته شي او د اسلامی تاریخ د تکرار یو ځل بیا ارمان کوي.

الحمدلله چي مونږ د محمد بن قاسم غوندې مشران هم درلودل چې په یوې مسلمانې خور په یو ملک کی تجاوز شوی وو نو هغه له درې ملکونو لرې پسې راغلئ او هغه یی د دوی له ظلم څخه خلاصه کړې ده، او یوه لسیزه مو داسې مشر هم درلود چي هغه د یو مسلمان ورور لپاره تر ټولې بادشاهي څخه تیر شو مګر هغه یی اشغالګرو ته تسلیم نه کړ، او د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په دغه مبارک حدیث باندې یی عمل وکړ (المسلم أخو المسلم لایظلمه ولا یسلمه……الحدیث) مسلمان د مسلمان ورور دی نه پرې ظلم کوي او نه یی کفارو ته تسلیموي.

نن ورځ ټول ریښتنی مسلمانان د کفارو له ظلم او یرغل څخه تر سپيږمو راغلي دي او هر څوک په دې امید دی چي کله به مو بیا داسي مشران قیادت کوي! لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده چې څو ورځو راپدیخوا په برما کې بودایانو یو ځل بیا په یو نه بښونکی او وحشي جنایت لاس پورته کړ، په زرګونو بې ګناه مسلمانان یې ژوندي د اور په لمبو کباب کړل او بیا یې غوښې د وحشي درندګانو غوندې وخوړلې، متأسفانه چې د اسلامي نړي یو مشر هم په دغه زړه بوږنوونکې پيښه باندې غوږ هم ونه ګراوه، الا ماشاءالله رجب طیب اردوغان چې یو ریښتنی ولسمشر دی او د مسلمانانو غم ورسره دی د برما د مسلمانانو د ژوند ژغورلو لپاره د همدردۍ لاس ور اوږد کړ، الله دې وکړي چې نوموړی په خپل مسیر باندې ثابت قدمه پاتې شي تر څو نړیوالو ته یو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

الحمدلله دا ډیر د فخر ځای دی چې اردوغان د برما مسلمانان د خپل ځان غوښې وګڼل او د دوی مرستې ته یې مټې را ونغاړلې، یقینا چې سړی ته د مسلمانانو مخکیني تاریخ ور په یاد شي، لکه څنګه چې مخکې مسلمانان د یو جسد غوندې وو او د یو او بل په درد به دردمند او خوشالۍ به خوشاله کیدل.

اردوغان واقعا چې د ولسمشرۍ ریښتینی سمبول دی، یوازې د ترکیې نه بلکې د ټول اسلامی امت مشري ورسره خوند کوي اولیاقت یې لري، نوموړي د هر مسلمان په درد درمند کیږی او په خوشالۍ یې خوشاله کیږي ځکه خو د ټول اسلامی امت په زړه کې ځای لري، اردوغان چې یوازې د الله تعالی رضا یې هدف ده او هیڅ کوم دنیاوی غرض نه لري او د الله د رضا لپاره یې هرڅه په ځان منلي دي ځکه خو نن د ټولې کفرۍ نړۍ سره ډغرې وهي.

که مونږ او تاسې فکر وکړو چې ولې د ځینو مشرانو امر د څو ساعتونو په اوږدو کې په ټول هیواد کې منل کیږي او عملي بڼه اختیاروي او د ځینو مشرانو امر بیا هیڅ اثر نه لري چې په کلونو کلونو چیغې وهي او هیڅوک یې خبره نه اوري، دا ځکه چې هغه مشران چې امر یې منل کیږي اول په خپل ځان باندې د الله حکم عملي کوي او بیا یی نورو ته توصیه کوي او د الله د امر نافرمانۍ په صورت کې ځانونه مسؤول ګڼي، او هغه مشران چې امر یې هیڅ ارزښت نه لري هیڅکله د الله د رضا لپاره د یوې ذرې په اندازه هم هیڅ عمل نه کوي تر ټولو اوچته هیله یې د دنیا عیش او عشرت او د څو ورځو د ټیټو سترګو پاچاهي ده چې د همیشه لپاره یې د غلامۍ پړی په غاړه کې اچولی وی.

نو بناء چې د ټولو اسلامی هیوادونو ولسمشران باید د اردوغان په قدم پل کیږدي او د نوموړي ملاتړ وکړي نه داسې چې د کفري یرغلګرو لپاره له خپل سر نه تیر وي او د یو مسلمان ورو په مخکې بیا هیڅ هم نه کوي، او یا که دومره هم نشي کولئ چې د بل هیواد مسلمانانو سره مرستې ته ملا وتړي اقلا دومره خو باید وکړي چې له خپل هیواد څخه د غربی استعمار ټغر د تل لپاره ټول کړي، په پای کې په پوره یقین سره ویلای شم ان شاءالله چې د اردوغان دغه کرړولی عزم او نیک اقدام د ډیرو مسملمانانو د ټپونو لپاره پټۍ ده.

د یو سوچه اسلامی نظام د راتلو په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

مسابقة في تلاوه القرآن بين أردوغان وخادم الحرمين الشريفين..وﻻتنسوا خادم الحرمين عربي !!
https://www.youtube.com/watch?v=xDh_0PJ3rqE

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x