افغانستان

په میدان وردګو ولایت کې د بزګر (دهقان) ورځ د لمانځلو سره سم دیوه نوې پارک دجوړیدو چارې پیل شوې

wardak-park-openingدولایت په مرکز میدانښار کې  دنوې کال مراسم نن په ځانګړو مراسمو ترسره شول  او ورسره یوځای دغازي محمد کریم خان  په نوم دیو لوې پارک چارې هم ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي، دامني قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی، د ولایتي شورا ریس شیرشاه بازون، ملي امنیت ریس سالارزی، سرپرست ښاروال انجینیر محمود،قومي مشرانو، بزګرو او ځوانانو لخوا دپټۍ په پریکولو سره  پیل شوې.

دښاروال په ویناء دغه پارک ۱۴۰ جریبه ځمکه کې چې (۴۵۰) متره ډبرین حلقوي سړک، ۱۰۰ متره ډبرین فرعي سړکونه،۲۰۰۰ مترو په اوږدوالي او د۲،۵ مترو په لوړوالي  ډبرین دیوال لري دښاروالۍ دپرمختیایي بودجې څخه د(۲۰) میلیونو افغانیو په ارزښت چې شنې سیمې، پارکونه او دا ډول ټولې اسانتیاوې به ولري د نهو میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړیږي.

همدارنګه وروسته دنوې کال د بزګر(دهقان) ورځ هم په ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شوه په  غونډه کې ښاغلي والي نوې کال دانسانانو او نباتاتو دژوند دیو نوې پړاو پیل وګڼلو او د ولسونو او ګروندګروله لار یې په وسلوالو مخالفینو  غږ وکړو چې  دماین پرځای په خپلو ځمکو کې نیالګي کښینوي ځکه نیالګی کینول نه یوازې داچې سیمه ښیرازوي بلکې دایوه سنت طریقه هم ده چې ثواب ايښودونکي ته رسیږي. ښاغلي فدایي د ارواښاد ډاکتر عبدالوکیل خان  د خدمتونو دیادونې ترڅنګ د ګروندګرو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې میوه لرونکي ونې وکري او د ډاکتر عبدالوکیل خان روح خوشحال وساتي.

دکرنې ریس  انجنینر فضل عمر بزګر  په ویناء سږکال به په  ټول ولایت کې دحکومت او خصوصي سکتور لخوا (۶۰۰۰۰۰) شپږ سوه زره میوه لرونکي او غیر میوې لرونکي بوټې کینول شي چې پدغو نیالګیو کې به (۳۰۰۰۰۰) درې سوه زره میوه لروني او (۳۰۰۰۰۰) درې سوه زره یې غیر میوه لرونکي نیالګي کینول شي، چې په میوه لرونکو نیالګیو کې (۱۵۰) هکتاره هغه ځمکه هم شامله ده چې دمڼو او زردالو نوې باغونه به پکې وکرل شي. او په ۱۳۹۱ کال کې به پدې ولایت کې دکرنې په برخه کې ۲۴ پروژو پلې کول په پلان کې لري چې ۱۲ پروژو یې  ترکار لاندې دي.

ورسته دمیدانښآر دسپورت امریت  دبوکس وهنې، تیکواندو، کرتې، د بدن دغړوښکلاء(باډي بیلډینګ)، پهلوانۍ او همدارنګه بزګرو او دښار دپاک ساتلو ګروپونه خپلې نندارې غونډې ته وړاندې کړې او په خورا شوق او ځوک سره  ځوانانو لخوا اتڼونه ترسره شول.

همدارنګه ګروندګرو، ښځو،کوچیانو، مرمرو اتحاديي ،زده کوونکو او ځوانانو هم خپل محصولات او لاسي صنایع  دنندارتون په شکل  دنوې کال  او دبزګر ورځې  دلمانځلو په موخه غونډې ته وړاندې کړل چې د ګډونوالو لخوا په ګرمو ولولو استقبال شول.

په پای کې  هغو ځوانانو ته چې دسپورت په برخه کې یې دخپل ځانونو څخه وړتیا ښولې وو دسپورت امریت لخوابرابر شوې تحفي او مډالونه دښاغلي والی صیب لخوا لوبغاړو ته ورکړل شول.

شاهد الله شاهد ، دو لایت ویاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x