ورزش

سکاټلینډ په وړاندې د ملي لوبډلې کمزوری توپ وهنه

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ د انټرکانټینینټل جام لومړۍ ټیسټ لوبه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه.

افغان ملي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې پریکړه وکړه. افغان توپ اچوونکو د لوبډل مشر دغه پریکړه غوره پریکړه ثابته کړه.

د سکاټلینډ لوبډلې خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۷۲.۲ اورونو کې ۲۳۳ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې رحمت شاه تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. رحمت شاه خپل ۱۲.۲ اورونو کې یوازې ۳۰ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یي له مخې لرې کړ.

دغې لوبې کې میرویس اشرف درې، عزت الله دوه، یمین احمدزی دوه، محمد نبي دوه او سمیع الله شینواري یوه ویکټه واخیسته.

تمه وه چې افغان توپ وهوونکي هم د توپ اچوونکو په څیر غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي او یوازې څو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره به ټاکل شوی هدف پوره کړي خو افغان توپ وهوونکو د سکاټلینډ لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې شرموونکی توپ وهنه وکړه.

دغې لوبې کې افغان ملي لوبډلې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۹۶ منډې جوړې کړې چې لوبه به د سمیع الله شینواري او عزت الله په توپ وهنې سره ادامه ولري.

دغې لوبې کې د افغان توپ وهوونکو لخوا جوړې شوې منډې په لاندې ډول دي:

جاوید احمدي په ۲ توپونو ۲ منډې
نوروز منګل په ۹ توپونو ۰ منډې
محمد شهزاد په ۱۶ توپونو ۷ منډې
اصغر ستانکزی چې د لوبډلې لوبډل مشر هم دی په ۳۶ توپونو ۲۶ منډې
رحمت شاه په ۵۲ توپونو ۲۰ منډې
محمد نبي په ۷ توپونو ۱ منډه
میرویس اشرف په ۳۰ توپونو ۷ منډې
یمین احمدزی په ۱ توپ ۰ منډې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x