افغانستان

خوست: په یوې جنازې امریکايي بمبارۍ ۳۴ ملکیان شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولی ۱۵مه ۱۳۹۴ل): خوست ولایت کې د امریکا بې پېلوټه الوتکې په یوې جنازې بمباري کړې چې له کبله یې ۳۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

په ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو قومندان عبدالبصير خپلواک د بمبارۍ پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې امریکايي بې پېلوټه الوتکې د جمعې لمانځه وړاندې په یوې جنازې بمباري کړې ده.

د خوست ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان وايي چې بمباري د علیشیر ولسوالۍ په دوه کیلومترۍ کې شوې ده.

هغه زیاته کړې چې جنازه د یوه طالب قومندان وه چې امریکايي بې پېلوټه الوتکې پرې بمباري وکړه.

که څه هم د طالبانو جنازې ملکي وګړي کوي او زیاتره طالب وسله‌وال د بمباریو له ویرې په جنازو کې ګډون نه کوي خو سربېره پر دې ولایتي چارواکي وژل شوي کسان طالبان ګڼي .

په ملکي وګړو د امریکايي ځواکونو بمبارۍ نوې خبره نه ده. بلکې تر دې وړاندې سلګونه ځل امریکايي ځواکونو په ملکي وګړو بمبارۍ کړي دي.

د امریکايي ځواکونو په بمباریو کې زرګونه افغانان وژل شوي دي.

د بې ګناه ملکي وګړو د وژنو په جرم تر دې دمه امریکايي پوځیان نه دي محاکمه شوي.

امنیتي تړون هم امریکايي ځواکونو ته قضايي مصونیت ورکړی چې له مخې یې دوی په هېڅ صورت په یوه جرم په افغانستان کې نشي محاکمه کېدلای.

ګډ حکومت زیاتره وخت د امریکايي ځواکونو د بمباریو په اړه سکوت اختیاروي.

د ښکېلو غاړو له لوري د ملکي تلفاتو مخ زياتېدونکې شمېره اندېښموونکې بلل شوې او د ولسي وګړو په ګډون ګڼو بنسټونو د جګړې په دواړو لوریو غږ کړی چې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې هڅې وکړي.

یاده دې وي د ۲۰۱۴ ميلادي کال سره جوخت د بهرنیانو پوځي ماموریت پای ته رسېدلی، خو لا هم په ګڼو عملياتو کې بهرنی هوايي او ځمکنی ملاتړ د افغان عسکرو د تکیې وسیلې بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

اناالله وانا الیه راجیعون

طوفان طوطاخیل

انالله وانا الیه راجعون ، یا الله دغه پک او هغه بل لچک ع او غ دواړه ژر تر ژره په خپله سزا ورسوي چې نوریې ملت له مشکله خلاص شي ،

عزیزاحمد لعلی

انالله وانا الیه راجعون < زما په فکر چی امریکایان په قصدی توکه دا کار کړی چی تر څو د غنی عکسلعمل ووینی ، مکر د پک سری خو هیڅ عکسلعمل له ځان څخه ونه ښود .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x