افغانستانخبرونه

غزني کې د هاوانونو په ډزو کې ۷ تنه کليوال په شهادت رسېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): له غزني ولايت نه ترلاسه شوي خبرونه وايي چې د دغه ولايت په شلګر ولسوالۍ کې ۷ تنه هيواد وال د چاودنې له امله شهيدان شوي دي.
ياده پېښه د شلګر ولسوالۍ په نوغي سيمه کې رامنځته شوې، په پېښه کې ۶ تنه ټپيان شوي چې ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په ليږل شويو څرګندونو کې ويلي چې د اردو عسکرو د واده په مراسمو د هاوانونو ډزې کړې چې له امله يې ۷ تنه شهيدان شوي دي.
حکومت بيا دغه چاودونه د ښخ کړل شوي ماين په توسط رامنځته شوي بولي او ويلي يې دي چې چاودنه د واده په پلانکوچ موټر شوې ده.
سيمه ييزو چارواکو پېښه تائيد کړې او رسنيو ته يې ويلي چې چاودنه په هغه موټر شوې چې د واده له مراسمو بيرته د ستنېدو په حال کې وو، د ولايتي شورا غړي عصمت الله دغه پېښه د وسلوالو طالبانو کار بللی او د ولايت وياند شفيق ننګ هم ويلي چې پېښه نن ماسپښين مهال شاوخوا ۱ بجه رامنځته شوې، ننګ د وژل شويو او ټپيانو شمېر رسنيو ته ښودلی خو له نورو معلوماتو يې ناخبرې ښودلې ده.
طالب وياند په څرګندونو کې ويلي چې پېښه نن سهار ۹ بجې رامنځته شوې، نوموړی وايي د اردو عسکرو په ياده سيمه کې د حاجي رحمت الله په کور چې د واده مراسم پکې ترسره کېدل د هاوانونو ډزې کړې چې له امله يې ياده مرګ ژوبله اوښتې، په څرګندونو کې د هغو خلکو نومونه هم استول شوي چې په پېښه کې په شهادت رسېدلي دي.
ذبيح الله مجاهد ليکلي ( نن سهار شاوخوا ۹بجې د غزني ولایت مرکز اړوند د نوغي په سیمه کې د کابل ادارې د مزدورو عسکرو لخوا چې عینې په امریکايي وحشي روحیه روزل شوي دي، د یو تن ملکي هیوادوال رحمت الله کور د هوان تر برید لاندي ونیول شو.
دغه برید هغه مهال په کور ترسره شو چې په یاد کور کې د واده مراسم روان وو، او ګڼو خلکو په کې ګډون کړی وو.
په دغه پيښه کې ۷ تنه زموږ بې ګناه هیوادوال (احمد د شیرمحمدزوی، ذکی الله او رفیع الله د علم الدین زامن، میرزاخان د عبدالرحمن زوی، امیر محمد د شیرآغا زوی، سميع الله او اخترمحمد) چې د واده مراسمو ته میلمانه را بلل شوي وو، شهیدان او ۲ نور ټپيان شول.)
نوموړي د خپلو ترلاسه کړيو معلوماتو له قراره وايي چې ( دغې سیمې ته لنډ عسکر په دې ښه خبر هم وو چې په یاد کور کې دواده مراسم روان دي، خو بیا يې هم په خلکو خوښي ونه لوریده او یاد کور يې د واده د خوشحالۍ پرځای دغم په ټغر کښيناوه.)
له دې وړاندي هم د هيواد په بيلابېلو سيمو کې د اردو د هاوانونو په ډزو کې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د روان ۲۰۱۵ ميلادي کال د جنوري په اوله هم د اردو عسکرو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د واده په مراسمو د هاوانونو ډزي وکړې چې له امله يې ۲۰ هيوادوال شهيدان او ۵۰ تنه ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

انا لله وانا اليه راجعون …… حسبنا الله ونعم الوكيل ..
كه به هوان شهيدان شوي يي . او كه به خش كرل شوي ماين رب السموات والارض ورب الكعبة دي تري انتقام واخلي…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x