ورزش

استرالیا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په نهه ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۴ل) د استرالیا او ویسټ انډیز تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه چې د جون میاشتې په درییمه پیل شوې وه د استرالیا په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې استرالیا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په نهه ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګتله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د ویسټ انډیز لوبډلې توپ وهوونکي یو ځل بیا تر ټولو خرابه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

ویسټ انډیز لوبډلې خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۵۳.۵ اورونو کې یوازې ۱۴۸ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې هوپ په ۵۴ توپونو د پنځه څلوریزو په مرسته ۳۶ منډې جوړولو سره د ویسټ انډیز لپاره تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو.

استرالیايي توپ اچوونکو غوره او پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. دغې لوبې کې د استرالیايي لوبډلې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل.

د استرالیا لپاره جونس درې، هذلووډ درې، سټارک دوه، لیون یوه او سمیت هم یوه ویکټه واخیسته. سمیت خپل یو اوور کې یوازې دوه او هذلووډ خپل ۱۵ اورونو کې یوازې ۳۳ منډې ورکړې.

استرالیا خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې د ووجز غوره او پیاوړی توپ وهنې په مرسته ۱۰۷ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۸ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره ووجز په ۲۴۷ توپونو د ۱۳ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۳۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره لومړۍ وار توپ اچوونې کې بيشو تر ټولو غوره توپ اچوونهش وکړه. بیشو خپل ۳۳ اورونو کې یوازې ۸۰ منډې ورکړې او د استرالیا لوبډلې شپږ توپ وهوونکي يي له مخې لرې کړ.

د ویسټ انډیز لوبډلې توپ وهوونکي دوهم وار توپ وهنه کې هم ښه لوبه ونکړه. ویسټ انډیز لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې او په دې ډول استرالیايي لوبډلې ته يي د ۴۷ منډو هدف وټاکه.

ویسټ انډیز لوبډلې لپاره ډورویچ په ۱۸۵ توپونو د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۰ او سمیولز په ۱۸۴ توپونو د ۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره دوهم وار توپ اچوونې کې سټارک غوره توپ اچوونه وکړه. سټارک خپل ۱۸ اورونو کې یوازې ۲۸ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

استرالیايي لوبډلې د ویسټ انډیز لخوا ټاکل شوی هدف یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره په پنځه اورونو کې پوره کړ او سیالې لوبډلې ته يي لومړۍ لوبې کې په نهه ویکټو سخته ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x