نړۍ

د عراق پخوانی مرستيال صدراعظم او د صدام حسين باوري ملګری په زندان کې ومړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د عراق پخواني ولسمشر صدام حسين باوري ملګری او مرستيال صدر اعظم تېره شپه په زندان کې ومړ.

عراقي چارواکي وايي، چې د صدام حسين د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزير او مرستيال صدراعظم زندان کې د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

۲۰۰۳ز کال کې، چې امريکايانو پر عراق يرغل وکړ، د صدام حسين رژيم له نسکورېدو وروسته طارق عزيز ځان امريکايانو ته سپارلی و، ۲۰۱۰ز کې پرې د اعدام حکم شوی و، مګر تر اوسه پرې د اعدام پرېکړه نه وه عملي شوې.

د ۷۹ کلن طارق عزيز کورنۍ څو څو ځل له محکمې غوښتي و، چې د نوموړي د خراب روغتيايي حالت او زوړ عمر له امله بايد خوشې شي، مګر چارواکو يې دغه غوښتنه په کلکه رد کړې وه.

عربي رسنۍ وايي، چې طارق عزيز د زړه، ساه بندۍ، د وينې لوړ فشار او شکرې په ناروغۍ اخته وه.

تورې عينکې په سترګو او د کيوبا سيګار څښونکی طارق عزيز هغه مهال نړۍ کې ډېر وپېژندل شو، چې ۱۹۹۱ز کال کې د منځني ختيځ د جګړې پر مهال به يې هره ورځ د خبري کنفرانس په ترڅ کې د جګړې او صدام حسين د فعاليتونو په اړه رسنيو ته معلومات ورکول.

د صدام حسين په رژيم کې يوازينی مسيحي مذهبی د صدام حسين ډېر باوري او وفادار سړی بلل کېده.

نوموړی له ۱۹۸۳-۲۰۰۳ز کال پورې د عراق د بهرنيو چارو وزير و او په نړيوالو اړيکو کې د فعال او ماهر ډيپلومات په توګه پېژندل شوی و.

۲۰۰۳ز کال کې پر عراق د امريکا له يرغل وړاندې يې د ګڼو بهرنيو هېوادونو سفرونه وکړل او هڅه يې کوله، چې د امريکايي يرغل مخنيوی وکړي او دغه مهال يې پاپ جان پال سره هم وليدل، مګر هڅې بې ځايه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx