افغانستان

کندهار: شاه ولي کوټ کې چاودنې شپږ ولسي وګړي شهيدان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين د څلورو ښځو په ګډون شپږ ولسي وګړي شهيدان کړي دي.

د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک رسنيو ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې دا پېښه تېره ورځ پنځه بجې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ «تغرک» سيمه کې د سړک د غاړې ماين د چاودنې له امله رامنځته شوه، چې له امله يې د څلورو مېرمنو په ګډون شپږ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې تېره ورځ د غزني مرکز او خوست عليشېرو کې هم اته ويشت ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

تېره ورځ د غزني مرکز کې هم پر يو کور د ملي اردو د هاوان لګېدو له امله شپږ ولسي وګړي شهيدان شوي او اووه نور ټپيان وو.

همدارنګه د خوست عليشېرو ولسوالۍ بټۍ تاڼې سيمه کې پر يوه جنازه د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

ولسي جرګه کې د قومونو او قبايلو د کميسيون مشر حيدرجان نعيم زوی وايي، چې امريکايي بې پيلوټه تېره ورځ بټۍ تاڼې سيمه کې پر يوه جنازه توغنديز بريد کړی، چې له امله ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د نعيم زوی په وينا په دغه بريد کې ټول وژل شوي کسان قومي سپين ږيري او ځايي خلک وو.

د ګډ حکومت مشرانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x