ورزش

ایرلینډ یو ځل بیا پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۴ل): د انټرکاټینینټل دوهمه ټیسټ لوبه د ایرلینډ او متحده عربي امارات لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې ایرلینډ سیالې لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

د اماراتو لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچوونې پریکړه وکړه چې ایرلینډي لوبغاړو د اماراتو لوبډلې دغه پریکړه غوره لوبه نندارې ته وړاندې کولو سره غلطه ثابته کړه.

ایرلینډ د سټرلینګ او جوایس غوره او پیاوړی توپ وهنې په مرسته په ۱۱۸.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۹۲ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د ایرلینډ لپاره جوایس په ۲۳۲ توپونو د ۲۹ څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۲۳۱ او سټرلینګ په ۱۹۷ توپونو د ۱۷ څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لپاره امجد جاوید تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه. امجد جاوید خپل ۲۴.۳ اورونو کې ۱۱۷ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

دغې لوبې کې محمد نوید، محمد توقیر او فیاض احمد هم دوه دوه ویکټې واخیستې. محمد نوید دغې لوبې کې تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۲۳ اورونو کې یوازې ۷۵ منډې ورکړې.

د ایرلینډ لوبډلې توپ اچوونکو هم د توپ وهوونکو په څیر غوره او پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د هدف پوره کولو اجازه ورنکړه.

د اماراتو لوبډلې په ۷۱.۳ اورونو کې خپل ټولو لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د اصف اقبال او شیمان انور غوره توپ وهنې په مرسته ۲۱۳ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې شیمان انور په ۹۰ توپونو د نهه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۷ او اصف اقبال په ۹۰ توپونو د اته څلوریزو په مرسته ۴۳ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره توپ اچوونې په برخه کې یانګ څلور، موني درې او ډوکرېل هم درې ویکټې واخیستې. په ایرلینډي توپ اچوونکو کې ډوکرېل تر ټولو لږې منډې ورکړې. ډوکرېل خپل ۱۹.۳ اورونو کې یوازې ۴۸ منډې ورکړې.

ایرلینډ دوهم وار توپ وهنې پرته یو ځل بیا د اماراتو لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. اماراتو لوبډلې په دوهم ځل توپ وهنه کې هم ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او د ایرلینډ په خلاف يي شرموونکی ماتې وخوړه.

اماراتو لوبډلې دوهم ځل توپ وهنه کې د ثاقب علي او پټېل توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې.

ثاقب علي په ۲۰۷ توپونو د پنځه څلوریزو په مرسته ۵۱ او پټېل په ۱۱۰ توپونو د لس څلوریزو په مرسته ۶۳ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره دوهم ځل توپ اچوونه کې مورټاغ یوه، سټرلینګ دوه، یانګ درې او ډوکرېل څلور ویکټې واخیستې. دوهم ځل توپ اچوونې کې مورټاغ خپل ۱۶ اورونو کې یوازې ۲۲ منډې ورکړې.

ایرلینډي توپ وهوونکی جوایس د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x