ورزش

باران د ملي لوبډلې عزت وژغوره

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۴ل): د انټرکانټینینټل جام لومړۍ لوبه د سکاټلینډ او افغانستان ملي لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوب د باران له امله بې نتیجې شوه.

لوبه د باران له امله دوه ورځې وځنډول شوه. د لوبې په درییمه ورځ د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه چې دغه پریکړه غلطه ثابته شوه.

د سکاټلینډ لوبډلې د مومسن غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۷۲.۲ اورونو کې ۲۳۳ منډې جوړې کړې.

افغان توپ اچوونکو غوره لوبه وکړه. د توپ اچوونې په برخه کې رحمت شاه او سمیع الله شینواري غوره توپ اچوونه وکړه. رحمت شاه خپل ۱۲.۲ ارونو کې ۳۰ منډې او درې ویکټې او سمیع الله شینواري خپل ۱۳ اورونو کې ۲۳ منډې او درې ویکټې واخیستې.

افغان لوبډلې یو ځل بیا کمزوری توپ وهنه وکړه. دغې لوبې کې افغان لوبډلې د سمیع الله شینواري په هڅو او غوره توپ وهنې په مرسته ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د افغان لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې یوازې سمیع الله شینواري ښه وځلید او غوره لوبه يي وکړه. سمیع الله شینواري په ۱۵۲ توپونو د ۷ څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې جوړې کړې.

د سکاټلینډ لوبډلې توپ اچوونکي پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړه. د سکاټلینډ لپاره ډي لینج درې، برینګټن دوه، مېن دوه، ایونز دوه او شېرېف یوه ویکټه واخیسته.

دغه لوبه د باران له امله بې نتیجې شوه خو د ملي لوبډلې کمزوری توپ وهنې ټول افغانان ناهیلي کړل. دغې لوبې کې هم ځینې پیاوړو لوبغاړو ته د لوبې چانس نه وو ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Afghan

ددین پہ کار یی دواڑی خطا دی بس پر دی کار شہ پھلوانان دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x