افغانستان

بدخشان: د يمګان ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې طالبانو د يمګان ولسوالۍ پر مرکز او دفاعي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

د بدخشان سرپرست والي شاه ولي اديب وايي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال لسګونو طالبانو نن سهار وختي د يمګان ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه هم روان دي.

د شاه ولي په وينا امنيتي ځواکونه د طالبانو له لوري محاصره دي او له مرکزي دولته يې د بېړنيو مرستو غوښته وکړه.

د بدخشان سرپرست والي وايي، که مرکزي دولت ژر تر ژره دغې ولسوالۍ ته بېړنۍ نظامي مرستې را ونه ليږي، نو دغه ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو لاسته ولويږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام د ياد بريد مسؤوليت منلی او وايي، چې ملګرو يې د يمګان ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړي او تر اوسه يې د ولسوالۍ شاوخوا ټولې پوستې نيولي، ګڼ عسکر يې وژلي او وسلې يې ترې نيولي دي.

د چارواکو په وينا جګړه اوس هم روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x